چارواکي: افغانستان کې د چرګانو د غوښې تولید ۲۶۰ زره ټنو ته رسېږي
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، افغانستان د چرګانو د غوښې د توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او اوس مهال، په کلني ډول په هېواد کې د چرګانو د غوښې تولید ۲۶۰ زره ټنو ته رسېږي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د هېواد په کچه د غوښېنو، هګیو او تکثیري چرګانو نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي. د ښاغلي رستمي په خبره، کابل د هګيو د چرګانو له نږدې دوه زره فارمونو په درلودو سره، د هګیو چرګانو تر ټولو زیات فارمونه لري او کندهار د غوښېنو چرګانو شااوخوا زر فارمونه لري. Читать дальше...