امریکا پر یو شمېر روسي ادارو او چارواکو 'بندیزونه' لګوي
د امریکا متحده ایالات غواړي چې له نن څخه پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه اعلان کړي. روېټرز خبري اژانس او بلومبرګ د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې پر شاوخوا ۳۰ روسي ادارو به په دې خاطر بندیزونه ولګول شي چې تېر کالیې د امریکا حکومت یا شرکتونو د کمپیوټرونو په شبکې کې مداخله کړې یا هک کړي او د امریکا په انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې ده. په دې بندیزونو کې د روسيې د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۳۰ ادارې هم شاملې دي. د بندیزونو پر اساس به شاوخوا ۱۰ تنه روسي مأمورین او ډیپلوماتان د امریکا له خاورې وایستل شي. Читать дальше...