حنیف اتمر د افغان سولې په اړه نن له خپل پاکستاني او ترکي سیالانو سره ګوري
په پام کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې نن له خپلو پاکستاني او ترکي سیالانو سره وګوري. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې محمد حنیف اتمر به له شاه محمود قریشي او مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې د سولې پر اړوندو مسایلو بحث وکړي. ښاغلی تهذیب وايي: "په پام کې ده په دې غونډه کې د درېیو مواردو، د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع د پیاوړي... Читать дальше...