103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 25.04.2021

"ګڼو هېوادونو د ملاریا له منځه وړلو برخه کې پرمختګونه کړي"

Pa.azadiradio.com 

نن د ملاریا نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ګڼو هېوادونو د ملاریا د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه کړي او سږ کال دا ورځ د ملاریا د بشپړ ختمولو په شعار لمانځي. ملاریا یوه ساري، خطرناکه خو د درملنې او مخنیوي وړ ناروغي ده. انسان هغه وخت ملاریا نیسي چې د انافیل غوماشۍ یې وچیچي. په ملاریا باندې اوس هم د نړۍ په میلیونونه خلک اخته کېږي او هرکال په زرګونو خلک ترې مري. د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ هغو هېوادونو کې دی چې په کې ګڼ خلک په ملاریا اخته کېږي. Читать дальше...

د هند نوي ډهلي کې ښاربندي د یوې بلې اوونۍ په مخه وغځول شوه

Pa.azadiradio.com 

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې لاک ډون یا ښاربندي د یوې بلې اوونۍ په مخه وغځول شوه.  د نوې ډهلي اعلی وزیر اروېند کجریوال نن یکشنبه (د غويي ۵مه) اعلان کړی چې نوی لاک ډون به د مې تر درېیمې جاري وي ځکه په پلازمېنه کې د کرونا له امله د مړو شمېر اوج ته رسیدلی دی.  د هند روغتیايي چارواکو هم سپارښتنه کړې چې د نوي ډهلي په څېر دې د هېواد په هغو سیمو کې چې وضعه یې ښه نه ده لاک ډاون وشي.  د راپورونو له مخې هند تېر درې ورځې تر یو میلیون زیات د کرونا مثبتې پېښې ثبت کړي.  د هند د عامې روغتیا وزارت وایي،... Читать дальше...

د پاکستان سفیر: سولې لپاره د پاکستان استازی افغان چارواکو سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړی استازی محمد صادق نن یکشنبه (د غويي ۵مه) کابل ته راغلی. دا خبره په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپل ټوېټر کړې.  هغه ویلي، د ښاغلي صادق په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به له افغان چارواکو سره د سولې، امنیت او دوه اړخیزو مسئلو په اړه بحث وکړي.  محمد صادق وروسته له هغه کابل ته سفر کوي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان د ابادۍ او ویجاړۍ تر منځ دې یو انتخاب وکړي.  وړمه ورځ د ترکیې په کوربه توب د پاکستان،... Читать дальше...



کورنیو چارو وزارت: دوو اوونیو کې طالبانو ۶۳ تنه افغان ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي چارواکي طالبان تورنوي چې په تېرو نږدې دوو اوونیو کې تر ۲۴۰ زیاتو افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.  په دې کې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۰ ټپيان دي.  د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو له خوا په مختلفو انتحاري، مقناطیسي او هدفي وژنو کې زموږ شااوخوا ۶۳ ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په شمول شهیدان شوي او ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي."  د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې طالبانو د حمل/وري له ۲۵ د ثور/غوایي تر ۵ چې نن ده... Читать дальше...

پر کراچۍ د توکو پلورونکي: کندز ښاروالۍ مو ډوډۍ ګټلو ته نه پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

کندز کې یو شمېر هغه کسان چې د ښار په واټونو کې په لاس ګاډو کې توکي پلوري وايي، ښاروالۍ یې له ۳ میاشتو راهېسې کار ته نه پریږدي او په ټکو یې دې کار ترې د ګټې وټې لارې اخېستي او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ناخوالو سره مخ دي. د کندز ښار د چپن فروشۍ راسته کې فېروز خان چې پر کراچۍ یې توکي بار کړي وايي، د ښاروالۍ مامورین یې وخت په وخت ورته لاس ګاډۍ چپه کوي. فېروز خان ازادي راډیو ته خپله کیسه داسې کوي: "درې میاشتې کېږې چې موږ یو خوا او بل خوا ځغلوي، له ښارواله غواړو چې موږ خپل کاروبار ته پرېږدي. د ښار شااوخوا جنګ او ناامني ده او بل خوا بې کارې ده. Читать дальше...

اسټرالیا: افغانستان کې ترهګرۍ سره له مبارزې وروسته نړۍ د تېر پرتله خوندي ده

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن وايي، په افغانستان کې د دوی پوځي حضور د هغو قربانیو ارزښت درلود چې د دوی ځواکونو په دې هېواد کې ورکړي دي. ښاغلي مورېسن د خپلو هغو عسکرو په درناوي جوړه شوې غونډه کې چې د دې هېواد په تر ټولو اوږده جګړه کې یې د افغانستان دننه ماموریت مخ‌ ته وړی ویلي، دې هېواد کې له ترهګرۍ سره د شل کلنې مبارزې وروسته، نړۍ د تېر په پرتله خوندې ده. د اسټرالیا د دفاع وزارت له قوله، افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال د دې هېواد ۴۱ عسکر وژل شوي، خو د راپورونو پر بنسټ، پر سرتېرو یې د ۳۹ بې‌ ګناه افغانانو د وژلو تور هم دی. Читать дальше...

یو شمېر خوست میشتي: استوګنیزو نومرو کې دې پوځي تأسیسات نه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمېراوسیدونکي وايي چې دوی ته د نومرو لپاره په وېشل شوي پروژه کې دې د ملي پولیسو لپاره تأسیسات نه جوړیږي. هغوی زیاتوي، دا سیمه ۸ کاله وړاندې دوی ته ویشل شوې، خو تراوسه ورته د کورونو جوړولو اجازه نه ده ورکړل شوې. د یادو نومرو مالکین چې شمېر يې نږدې سلو تنو ته رسېږي، د شنبې ورځې ناوخته رسنیوته په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی به په دې ځای کې د امنیه قوماندانۍ د تأسیساتو د کار د بندېدو لپاره لاریونونه وکړي. یو تن ویناوال حاجي جمال تڼي وویل: "دلته موږ د 'اې' رېزرف په نوم یوه پروژه لرو... Читать дальше...

هند د کووېډ-۱۹ له "څونامي" سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

هندوستان په یوه بله ورځ هم د نړۍ په کچه بې سابقه د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي دي. راپورونه وايي چې د دې هېواد روغتونونه د بسترونو او اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي. یو هندی چارواکی دا په دې هېواد د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ څونامي بللې ده. هندوستان د شنبې (د مرغومي ۴مه) په ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نژدې ۳۴۷ زره نوې پېښې ثبت کړي دي. په دې هېواد په دې کچه د کووېډ-۱۹ پېښې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره په نړۍ کې بې ساري دي. له دې سره په هندوستان کې د کرونا وبا د پیل راهېسې په دې ویروس د اخته شوېو کسانو له ۱۶ میلیونو وواښت. Читать дальше...



په ننګرهار کې مځکني توت ډېر شوي دي 

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ننګرهار ولایت د زراعت څانګه وايي، سږکال د دې ولایت په شپږو ولسواليو کې د ځمکني توت حاصلات د پروسږکال پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. د دوی په خبره اټکل شوی چې سږکال به په ننګرهار کې تر ۱۵۰ ټنو پورې د ځمکني توت حاصلات ولري. دوی وايي، په پام کې لري چې سږکال د مني په موسم کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې کروندګرو ته ځمکنی توت وکري او شنې خونې ورته جوړې کړي. کروندګر هم د ځمکني توت له حاصلاتو خوښ دي، وايي چې د نورو ميوو پرتله له ځمکني توتانو ښه عاید تر لاسه کوي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو... Читать дальше...

د کراچۍ اوسېدونکی په روژه کې پر غریبانو ارزان بیه مېوې خرڅوي

Mashaalradio.com 

د کراچۍ یوه اوسېدونکي په روژه کې پر بېوزله خلکو په ارزانه بیه د تازه مېوو خرڅلاو پیل کړی دی. مصطفا حنیف وايي، د غوښتل چې غریبان هم په روژه ماتي کې تازه مېوې ولري نو ځکه یې دوکان پرانیست. ویډیويي رپورټ وګورئ.

ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ " ۲۷ سلنه افغانان د ملاریا له خطر سره مخ دي"

Pa.azadiradio.com 

په ملاریا باندې اوس هم د نړۍ په میلیونونه خلک اخته کېږي او هرکال په زرګونو خلک وژني. دا ناروغي په افغانستان کې هم عامه ده چې هرکال د هېواد په ګرمو سیمو کې لسګونه زره خلک پرې اخته کېږي. ملاریا یو باکتریایي ناروغي ده چې د 'انافیل) غوماشو د چېچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي. کله چې دا مېکروب د انسان د وینې جریان ته ننوځي، نو انسان ناروغه کوي. په جرمني کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سمیر بیات د دې ناروغۍ نښې داسې بیانوي: "د ملاریا په نښو کې لوړه تبه او تودوالۍ، شدید سردرد، استفراق، د بدن شدید دردونه او د وینې کموالی شامل دی. Читать дальше...

ماښام لا نه وي، ترینکوټ کې بیا د جګړې میدان تود وي؛ خلک یې اوربند غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ماښام تیاره لا نه وي خپره شوې، خو د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار څنډو کې افغان سرتېري او طالبان یوبل ته په ماشه ناست وي او پر یو بل یې ډزې پیل کړي وي. په ترینکوټ کې د جګړې د لومړی کرښې سرتیري وايي، طالبان ډېر کله د شپې د دوی پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي او په وینا یې دوی د شپې له خوا د لید پرمختللي وسایل لري چې له همدې کبله د شپې له خوا جګړه ډېره کوي. خو د سپکو او درنو وسلو هغه مرمۍ چې حکومتي ځواکونه او طالبانو یې خپلو کې تبادله کوي، ډېر کله د ولسي خلکو تر کورونو رسیږي او د دوی د روژې شپې یې له وېرې او ناارامۍ ډکې کړي دي. Читать дальше...

چارواکي: غزني کې تېره اوونۍ ۹۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وايي، تېره اوونۍ کې د دغه ولایت په بیلابېلو سیمو کې له ۱۵۰ نه زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان دي.  د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچي د شنبې(د غويي ۴مه) په ورځ رسنیو ته ویلي، دغه مرګ ژوبله ددې ولایت په قره باغ، اب بند، ګېلان، مقر، اندړو، رشیدانو، جغتو ولسوالیو کې او همداراز د غزني مرکز په ځینو سیمو کې د افغان ګډو هوايي، ځمکني بریدونه او په مخامخ جګړو کې وسله والو ته اوښتي دي.  قوماندان کوچی زیاتوي: "غزني ولایت کې د دښمن تر ۹۰ تنه زیات وسله وال وژل شوي... Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت غړو ۲۵ ولایتونو کې د جګړې پرضد کمپاین پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې ولسي حرکت پرون شنبه (د غويي ۴مه) په ۲۵ ولایتونو کې تر دې سرلیک لاندې کمپاین پيل کړ 'بهرنیان وځي، نو جګړه د څه لپاره؟'.  د دغه حرکت یوه مسؤل اقبال خېبر ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي تر خپلې وسې دا غږ تر خلکو ورسوي چې افغان وژنه ودریږي: "پرون ټول محتویاط د استانبول غونډې په ارتباط وو، دا لړۍ به مخکې روانه وي او د بېلابېلو لارو له مخې به په جامعه کې دا سوال را منځته کوو او دا بیداري رامنځته کوو چې بهرنیان وځي نو جګړه ولې دوام لري او افغانان ولې خپل منځ کې یو بل وژني."  ښاغلي... Читать дальше...

روغتیا وزارت د کرونا پرضد د ۶۰ سلنه واکسین پلان جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا پرضد یې د دغه هېواد د شپېته فیصده خلکو د واکسین پلان جوړ کړی دی.  د وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل، دوی دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له ځان سره لري: "په ټوله کې نړیوال بانک د کرونا واکسین له تطبیق سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده، د اسیایي پراختیا بانک هم پنځوس میلیونه ډالره ژمنه کړې، د شل فیصده افغانانو د واکسین  لپاره ټاکل شوې د واکسین د نړیوالې ټولنې کواکس له خوا واکسین برابر شي."  افغانستان کې په تېره کب میاشته کې د کرونا اسټرا زینیکا واکسین پیل شو. Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت کندهار کې د طالبانو پوځي قوماندان وژلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو لوړپوړی پوځي قوماندان وژلی دی.  د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه قوماندان مولوي جعفر نومېږي چې د ۱۵۰ طالبانو مشري یې کوله.  ارین ویلي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې چې پرون شنبه (د غويي ۴مه) ترسره شوي، د مولوي جعفر څلور ساتونکي هم وژل شوي دي.  طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بایډن د ارمنیانو وژل کېدل د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژانده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د عثماني امپراتورۍ له خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د ارمنیانو وژل کېدل د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژانده.  په دې اړه د جوبایډن اعلامیې د ترکیې غوسه پارولې ده.  بایډن په دې اعلامیه کې چې پرون شنبه (د غويي ۴مه) د ارمنیانو د نسل وژنې د یاد په ورځ خپره شوې ویلي، د مدس یګرن (Meds Yeghern) قربانیانو ته درناوي کوي چې په خبره یې بیا هېڅکله هغه وحشت تکرار نه شي چې تاریخ کې پېښ شوی دی.  ښاغلي بایډن د خپلو ولسمشریزو منډو ترړو پرمهال هم ویلي و چې د بریا په صورت کې به دغه ګام چې تر ډېره سمبولیک ارزښت لري، پورته کړي. Читать дальше...

العالم ټلوېزیون: سوریه کې پر ایراني بېړۍ برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران العالم ټلوېزیون وایي، هغه تېل وړونکې بېړۍ د دوی ده چې پرون شنبه (د غويي ۴مه) سوریه کې برید پرې وشو.  دا د هغو درېیو ایراني بیړیو یوه ده چې څه موده وړاندې د تیلو دغه ترمینل ته لېږل شوې وې.  د سوریې دولتي خبري اژانس سنا د هغه هېواد د چارواکو په حواله وایي، امکان شته چې دا بېړۍ دې د لبنان له اوبو په بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي وي.  د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې بریتانیا کې دی ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا حمله چا ترسره کړې؟ هغه حمله چې مرګ ژوبله نه لري.  د دغه سازمان... Читать дальше...

ترکیه کې د کُردي جنګیالیو پرضد تازه عملیات؛ اردوغان: د 'قاتلانو' رېښې وچوو

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې چارواکو او محلي رسنیو ویلي، د دغه هېواد پوځ د عراق په شمال کې د کُردي ملېشو پرضد تازه عملیات پيل کړي دي.  د راپورونو له مخې د عملیاتو پر مهال د کُردستان د منع کړای شوي کارګر ګوند 'پي.کې.کې' پر اهدافو په سرحدي ښار حکاري کې د جټ الوتکو او توپچي بریدونه شوي دي.  د ترکیې تلوېزیون راپور ورکړی چې د دوی ځانګړي ځواکونه، بې پیلوټه الوتکې او پوځي هليکوپټرې د عراق شمال کې دې عملیاتو کې ښکېلې شوي دي.  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ویډیویي پيغام کې چې دولتي اژانس انادولو خپور کړی ویلي، د... Читать дальше...

کابل ته د 'سي.ای.اې' د مشر سفر؛ چارواکي: د ترهګریز ګواښونو په مخنیوي خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې لویدیځو رسنیو افغانستان ته د 'سي.ای.اې' د مشر  ویلیام بُرنز ( William Burns) د نااعلان شوي سفر خبر ورکړ، افغان چارواکو هم تایید کړه چې دا سفر ترسره شوی دی.  د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر ضیا سراج پرون شنبه (د غويي ۴مه) له نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، دې سفر کې د ترهګرۍ د ګواښونو په مخنیوي خبرې شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "دې کې هېڅ شک نشته چې افغانستان کې ترهګري پاتې ده او بقایاوې یې نړۍ او سیمه ګواښي. موږ له 'سي.ای.اې' او د نړۍ له نورو سرویسونو... Читать дальше...



Москва

Фестиваль «Большая сцена» приглашает к участию талантливых людей со всей России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: МСД улучшил транспортное обслуживание 5 млн человек



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Иоганн Себастьян Бах

Бах, Вивальди и Реджо




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве

В Москве росгвардейцы приняли участие в обеспечении безопасности во время проведения спортивных мероприятий

Естественный отбор технологий: в Москве пройдет отборочный этап чемпионата «Битва роботов»


WTA

Касаткина вышла в 1/4 финала турнира WTA в Сеуле



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


PR time

Бах vs. Моцарт. Орган vs Рояль



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России