Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 27.04.2021

روغتیا سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دی او د کرونا د چټک خپرېدو مخه دې ونیول شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په هند کې د کرونا د مثبتو مواردو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې او دا حالت یې بوږنوونکی بللی دی.   ټېډروس ادهانوم ګیبرېیسوس پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) وویل چې 'WHO ' هند ته د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره تجهیزات استولي،  څو د دې وبا د چټک سرایت مخه ونیسي.   ګېبرېیسوس وویل چې دې ادارې په هند کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له دوو زرو زیات کسان په دندو ګومارلي دي او همدا راز سیار ساحوي روغتونونه او د لابراتوارونو تجهیزات یې دې هېواد ته استولي دي.   هند ته د کرونا... Читать дальше...

سوات ته د سري لنکا بودا مذهب منونکي ورغلي

Mashaalradio.com 

سوات ته یو ځل بیا د نړیوالو سیلانیانو ورتګ پیل شوی چې پکې د بودا مذهب منونکي هم شامل دي. چارواکي وايي، د سوات لرغوني اثار یې د سیلګرۍ لپاره بیا پرانیستي دي. په سیمه کې په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو پر ضد عملیات شوي ول خو پر هغې سربېره تر کلونو ورته بهرني سیلانیان نه ورتلل. ویډیويي رپورټ.

چارواکي:۱۴ ولایتونو کې د اوبو لګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په ۱۴ ولایتونو کې د اوبو لګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غويي ۷مه) ازادي راډیو ته وویل، د دغو شبکو د جوړولو په پار یو میلیارډ او ۳۸۲ میلیونه او ۸۵۵ زره او ۹۸۳ افغانۍ په پام کې نیول شوي چې د نړیوال او اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي. ښاغلي رستمي زیاته کړه: "دا شبکې په  ننګرهار، کونړ، لغمان، بلخ، کاپیسا، هرات، پکتیا، تخار، سمنګان، بغلان، لوګر، پروان، کابل او کندز کې جوړېږي چې په جوړېدو سره یې ۵۳... Читать дальше...



چارواکي: نن د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسليک او چارې یې پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، ټاکل شوې نن سې شنبه (د غويي ۷مه) په ۲۱ ولايتونو کې د ۴۲ لويو بندونو د جوړولو تړونونه لاسليک او چارې یې عملاً پيل شي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه بندونو په جوړولو ۵۷۲ ميليونه ډالر لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به يې  ۶۵ مېګا واټه برېښنا تولید کړي. د افغانستان په جمهوري ریاست کې نن په دې اړه ځانګړي مراسم نیول شوي دي. په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدين خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې نن سې شنبه د اوبو او برېښنا... Читать дальше...

هند کې د کرونا ویروس څونامي

Pa.azadiradio.com 

ډېری په کرونا ویروس اخته هنديان د اکسیجن د نشتوالي له امله مري. په دې هېواد کې په یوه شپه او ورځ له درې نیم سوه زرو زیاتې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي. له دوی څخه نږدې ۱۰ زره کسان یوازې په تېرو څلورو ورځو کې له دې ويروس مړه شوي دي. نور جزئیات په دې راپور کې وګورئ.

د روغتیا نړیوال سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په هند کې د کرونا د مثبتو مواردو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې او دا حالت یې بوږنوونکی بللی دی.  تېدروس ادهانوم ګیبرېیسوس پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) وویل چې WHO هند ته د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره تجهیزات استولي دي، څو د دې وبا د چټک سرایت مخه ونیسي.  ګېبرېیسوس وویل چې دې ادارې په هند کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له دوو زرو زیات کسان په دندو ګومارلي دي او همدا راز سیار ساحوي روغتونونه او د لابراتوارونو تجهیزات یې دې هېواد ته استولي دي.  پرون دوشنبې هندي چارواکو... Читать дальше...

د ایران د اټمي پروګرام د احیا په مقصد د مذاکراتو لړۍ بیا پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام د احیا په مقصد د مذاکراتو لړۍ نن سې شنبه (د غويي ۷مه) یو ځل بیا په ویانا کې پیل شي.   دا د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته د ایران او امریکا د راستنولو په مقصد د خبرو  تازه دور دی.  اروپايي ټولنې په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو ویلي چې په دې مذاکراتو کې شامل اړخونه به د ایران اټمي موافقې ته د متحدو ایالاتونو د بېرته ستنېدو او د دې موافقې د ښه او پوره تطبیق د څرنګوالي په اړه بحثونو ته دوام ورکړي. په ویانا کې د ایران، چین، روسیې، فرانسې، برتانیا او جرمني... Читать дальше...

میدان وردګ چارواکي: د طالبانو مدرسه کې چاودنې ۵ طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي، په دای میرداد ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مدرسه کې د یو توغندي چاودنې ۵ طالبان وژلي او ۵ نور یې سخت ټپیان کړي دي.  د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون دوشنبه(د غويي ۶مه) مازېګر د دادو خېلو کلي په جومات کې شوې ده. هوفیاني زیاته کړه: "د شفیع الله په نوم د طالبانو د یوه قوماندان په اړونده دې مدرسه کې د راکټ یوه مرمۍ چاودلې ده چې پنځه طالبان یې وژلي او پنځه نور یې سخت ټپیان کړي دي."  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



نوې ګمارنې؛ د طالبان بندیانو ممکنه خلاصون او پر کرونا د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو، د حکومت په نوېو ګمارنو، د طالب بندیانو په ممکنه خلاصون او د کرونا د درېیمې څپې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، اوسنی حکومت یو توافقي حکومت دی چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک پر بنسټ رامنځ ته شوی. په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر غني د حکومت له پیله تر اوسه سیاسي هوکړه تر پښو لاندې کړې او د ګمارنو په ګډون ټولې مهمې او لویې پرېکړې په خپل سر او په غیاب کې کوي. د لیکوال د معلوماتو له مخې د... Читать дальше...

غزني کې د سولې په اړه د ځینو مېرمنې اندېښنې: لاسته راوړنې مو باید خوندي شي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یو شمېر ښځو د یوه غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې سوله او اوربند د ټولو نېکمرغیو یوازېنی لامل یاد کړ.  دوی په جګړو کې له ښکېلو لورو د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.  په دغه غونډه کې له ممکنه سولې وروسته د ښځو د شل کلنو لاسته راوړونو په خوندیتوب یې هم ټینګار وکړ.  په غزني کې د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي وايي، د دغه غونډې موخه په افغانستان کې له ممکنه سولې وروسته د ښځو د شل کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب، په دواړو لورو د سولې د ټینګار غږ او تر هر څه وړاندې د اوربند د اعلان غوښتنه وه. نوموړې وویل... Читать дальше...

ترکیه امریکا ته: مخکې له دې چې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړئ هینداره کې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د عثماني امپراطورۍ په دوره کې د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې په رسمیت پېژندل په له غوسې ډکه لهجه وغندل او ویې ویل چې دغه اقدام به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ویجاوړنکی اغېز وکړي.  پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) د کابينې تر غونډې وروسته اردوغان په یوه ټلوېزیوني وینا کې بایډن ته په خطاب کې وویل، مخکې له دې چې پر ترکیې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړئ په هینداره کې وګورئ. د اردوغان اشاره د امریکا د میلیونونو اصلي اوسیدونکو وژنې ته وه.  د امریکا... Читать дальше...

ننګرهار کې نامعلومو وسله والو تېره شپه ۵ ځوانان په ډزو وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو تېره شپه ۵ تنه ځوانان په ډزو وژلي او ۳ نور یې ټپیان  کړي دي. د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د پېښې د تایید ترڅنګ وایي،  تېره شپه نږدې ۱۲ بجې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ په سدې سيمه کې وسله والو  د یوه کور مخې ته په دېره کې ناستو کسانو باندې ډزې کړي چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳ ټپيان دي. د والي امرخېل د معلوماتو له مخې، پېښه د تفسیر په نوم د وسله والو طالبانو د یوه پخواني غړي په دېره کې شوې چې د نوموړي د یوه ورور په ګډون يې ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي. Читать дальше...

د کانونو وزارت: بغلان کې د یو شمېر غیرقانوني کیندنو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هغو راپورونو په اړه چې وایي، له کلونو راهیسې په بغلان کې په ډېرو کانونو کې په غیر قانوني توګه کیندنې کېږي وایي، په تېرو نهو میاشتو کې یې نژدې ۷۵۰ دا ډول کانونه په دې ولایت کې په نښه کړي او په ځینو کې یې د کیندنو مخه نیولې ده.  د دې وزرات ویاند عزیز غروال تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، په یو شمېر هغو کانونو کې چې خلکو د بې وزلۍ له امله چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي، کیندنې کولې د غیر قانوني کیندنو مخه نیولې، خو د هغو کانونو په اړه چې زورواکي او طالبان... Читать дальше...

د کرونا ویروس په اړه هوايي شرکتونو ته د روغتیا وزارت سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، هغو خطرونو ته په پام چې په افغانستان کې د کرونا ویروس بله څپه خپره نه شي ټولو هوایي شرکتونو ته یې لارښوونه کړې چې د کرونا ویروس له منفي سند پرته هېڅ مسافر دې دې هېواد ته را انتقال نه کړي.  د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي تېر ماښام ازادي راډیوته وویل، په ګاونډیو هېوادونو کې وضعیت له نژدې څاري او د اړتیا په صورت کې به نور اقدامات هم وکړي.  ښاغلي علیزي زیاته کړه: "په اوس وخت کې موږ همدغه اقدامات ترسره کړي او که حالات له دې هم خرابیږي، مخصوصاً په ایران، پاکستان... Читать дальше...

غزني چارواکي: یو ماشوم چې رمه یې پیوله د ماین چاودنې ښکار شو

Pa.azadiradio.com 

د غزني سیمه ییز چارواکي د ماین په یوه چاودنه کې د یوه ماشوم د وژلو خبر ورکوي. د والي ویاند واحدالله جمعه زاده پرون دوشنبې (د غويي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ۱۷ کلن ماشوم چې رمه یې پیوله، پرون د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په بمي چاودنه کې ووژل شو. ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "نن د ورځې په جریان کې یو ماشوم چې د شبار د کلي اصلي اوسېدونکی و او په ۸۰ منه غنمو باندې مزدور وو او مېږې به یې پوولې، د چرګو په کلي کې د وسله والو مخالفینو په لویه لاره کې په ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی او... Читать дальше...

پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.    د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري وایي، دا پېښه د دوشنبې (د غويي ۶مه) د ورځې په مازدېګر د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ په حسن کلي کې شوې ده.   د ښاغلی امیري په وینا پولیسو سیمې ته له رسېدو سره سم د هغې کورنۍ چې پر مقابل لوري یې په ډزو درې تنه وژلي او دوه یې ټپیان کړي وو، یو تن نیولی او نور کسان له سیمې په تېښته بریالي شوي دي. د امیري په خبره په دې شخړه کې د ښکېلو نورو کسانو د نیولو هڅې روانې دي. ... Читать дальше...

پر اسټرازینیکا د اروپايي ټولنې دعوا: دې کمپنۍ پر شوي هوکړې عمل نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې پر اسټرازینیکا کمپنۍ حقوقي دعوا کړې چې نه ده توانیدلې له دې ټولنې سره د کړي قرارداد له مخې د کرونا ضد واکسین ور ورسوي.  پر اسټرازینیکا کمپنۍ د اروپايي ټولنې دعوا اروپایي کمېسیون د دغې حقوقي دعوا پروسه د اپریل په ۲۳مه پیل کړې او ویلي یې دي چې دغې بریتانوۍ او سویډڼۍ کمپنۍ د شوي قراراداد د ځینو مواردو درناوی نه دی کړی او هغه په داسې موقعیت کې نه ده چې د یوې باوري ستراتیژۍ پر اساس دا مسئله یقیني کړي چې په خپل وخت به د واکسینونو ټاکلي ډوزونه ور رسوي.  دا خبره د اروپایي ټولنې د دې... Читать дальше...

ثور، افغانستان کې د تاریخي بدلونونو میاشت؛ ایا یو بل تاریخي بدلون په لاره دی؟

Pa.azadiradio.com 

ثور په افغانستان کې د مهمو تاریخي بدلونونو میاشت ګڼل کېږي. په تېرو پنځو لسیزو کې په دې میاشت کې یو شمېر پېښې شوي چې مهمې هغه‌یې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور اوومه او د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور اتمه نېټې دي. نن د غويي یا ثور میاشتې اوومه د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر ضد د خلق ډیموکراتیک ګوند د کودتا او بریا له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده چې افغانستان ته‌یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو راتګ ته لاره هواره کړه او جهاد یې په وړاندې پیل شو چې بالاخره د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې میاشتې په ۲۶مه شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل. Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: بايډن امریکايي سرتېري له یوې پېچلې جګړې باسي، خو جګړه نه‌کموي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د چمتووالي پر مهال جګړه د افغانانو لپاره په یوه نوي پړاو کې ده. جمهور رئیس بايډن امریکايي سرتېري له یوې پېچلې جګړې باسي، خو جګړه نه‌کموي. واشنګټن پوسټ وروسته لیکلي، طالبان هڅه کوي هغسې امارت رامنځته کړي چې په افغانستان کې يې په امریکا کې د سپټمبر په ۱۱مه تر ترورېستي حملو مخکې درلود او داسې لیدل کېږي چې له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا نه‌لري. له بلې خوا افغان حکومت چې د مقالې د لیکوال په نظر په کورنیو اختلافاتو... Читать дальше...

بلوچستان کې خبریالان د وژلي شوي خبریال ریساني ته عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت خبریالان د هغه خبریال د وژنې په اړه د عدالت غوښتنه کوي چې درې ورځې وړاندې په کوټه کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو ووژل شو.  د بلوچستان د خبریالانو ټولنې پرون دوشنبې (د غويي ۶مه) په کوټه کې د عدلي او قضایي ادارې په مخ کې مظاهره وکړه او د اعتراض په توګه یې د ایالتي اسامبلۍ له جریانه د راپورونو ورکول پرېکون کړی و.  دغه ټوله له حکومته غواړي چې د اردو ژبې ازادي ورځپاڼې د خبریال عبدالوحید ریساني د وژلو پېښه کې لاس لرونکي سخت دریځي دې ونیسي. که څه هم تراوسه د دغې وژنې انګېزه... Читать дальше...

داوودزی: پلاوي هوکړه وکړه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له سره تنظیم شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی وایي، له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې په اصولو کې موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له سره تنظیم شي.  ښاغلي داوودزي دغه څرګندونې پرون دوشنبې (د غويي ۶مه) له ازادي راډیو سره وروسته تر دې وکړې چې کابل کې یې له خپل ساري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره وکتل.  ښاغلی صادق چې د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، دغه راز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په ګډون... Читать дальше...

ایران: د کرونا له امله د مړینو شمېر به راتلونکو اونیو کې لوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د ایران روغتیایي چارواکي په یوه ورځ کې د کرونا له امله د زیات شمېر کسانو له مړه کېدو سره سم خبرداری ورکوي چې د کووېډ -۱۹ له امله د مړینو شمېر به راتلونکو اونیو کې ډېر لوړ شي.  د دې هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۶ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي چې دا په وروستیو ورځو کې د مړینو لوړ شمېر دی. په دې سره په ایران کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوېو کسانو شمېر له اویا زرو واوښت. ایران دغه راز په دې موده کې پر کرونا له ۲۱ زره زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر هم ورکړی چې په دې سره... Читать дальше...



Москва

травят изгоя писателя на районе даже менты тоже


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Роман Костомаров поучаствовал в боксерской тренировке в Москве

Рок-версия гимна Белогорска прозвучала на масштабном рок-н-мобе

В Москве выставили на продажу редкий Mercedes-Benz SLR McLaren за 100 млн рублей


WTA

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Алексей Сёмин

В Москве пройдет Форум социального предпринимательства



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России