Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 29.04.2021

هند کې د کرونا د قربانیانو شمېر له دوه سوه زره واوښت

Pa.azadiradio.com 

هند کې د کويډ- ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر له دوه سوه زره تنو پورته شو. هند يوازې د چارشنبې په ورځ په دې ناروغۍ د درې زرو کسانو د مړينې خبر ورکړ. دا هېواد د اکسيجن، درملو او نورو صحي امکاناتو له جدي کمي سره مخ دی. نور په دې راپور کې وګورئ.

د افغانستان بانک د پورونو د ورکړې پروسه کې اسانتیاوې رامنځته کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي، صنعت کارانو، سوداګرو، بزګرانو، هټیوالو او کسب‌ګرو لپاره د پورونو د ورکړې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته کوي. د دې بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په همدې موخه د افغانستان بانک چارواکو او د صنایعو او کانونو خونو، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، د افغانستان د خونو فډراسیون، د کسب‌ګرو او هټیوالو ټولنې او د افغانستان د بانکونو ټولنې ترمنځ بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. د تړونونو د لاسلیک پرمهال، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي له سوداګریزو بانکونو وغوښتل... Читать дальше...

ننګرهار کې د مرمرو پر پروسس پانګونه زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ننګرهار ولایت کې د مرمرو پر پروسس او د‌ دې سکټور په نورو برخو پانګونه زیاته شوې. د‌ دې‌ وزارت له قوله، د پانګونې په زیاتېدو سره د یو شمېر خلکو کار روزګار هم ورسره غوړېدلای. د دې وزارت ویاند فوادا احمدي نن پنجشنبه (د غويي ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي ښار ګوټي کې د مرمرو برخه کې ۱۶ فابریکې فعالیت کوي او پانګوالو  په‌دې برخه کې تر ۵۰ میلیونه ډالرو ډېره پانګونه کړې ده. د ښاغلي احمدي په خبره، دا فابریکې په کال کې له درې زره ټنو... Читать дальше...



بایډن د کانګرس دواړو جرګو ته د هیلې او اقتصادي رغونې پیغام ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته په لومړنۍ مهمه وینا کې د هیلې او اقتصادي رغونې پیغام ورکړ. بایډن دا خبره داسې مهال کوي چې متحده ایالات له هغو ناخوالو د وتلو په حال کې دی چې د کرونا خپرې شوې وبا رامنځته کړي. بایډن په دغه وینا کې د کرونا ویروس پر وړاندې چې له نیم میلیون زیات امریکایان یې وژلي، د مبارزې برخه کې د واکسینونو تولید د خپلې ادارې د لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او له لوژستیکي پلوه یې هغه د امریکا په تاریخ یوه ستره لاس ته راوړنه وبلله. بایډن دغه راز وویل چې حکومت... Читать дальше...

جنرال میلي: د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه وړاندوینه ګرانه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یو جګ پوړی پوځي چارواکی وایي، ګرانه ده چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي برخلیک وړاندوینه وشي.  دا خبره د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون چهارشنبې(د غويي ۸مه) په واشنګټن کې یوې غونډې ته وکړه او ویې ویل چې له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو تر ټولو بده نتیجه به دا وي چې حکومت د طالبانو له خوا نسکور شي.   جنرال میلي دغه راز وویل چې پنټاګون به له افغانستانه پاتې دوه نیم زره سرتیري د بایډن له اعلان سره سم د سېپټمبر تر ۱۱مې له... Читать дальше...

د جرمني د پولیسو وروستی افسر هم له افغانستانه ووت

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د پولیسو وروستی افسر چې د افغان پولیسو د روزنې په ماموریت کې ښکېل و، پرون چهارشنبې (د غويي ۸مه) له افغانستانه ووت.  د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفیر Horst Seehofer په یوه بیان کې وویل چې د افغان پولیسو روزنه یوه عادي ګزمه نه، بلکې پر شخصي باور ولاړ یو زړور خدمت دی.  د جرمني د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني د پولیسو د روزونکو دغه ماموریت رسماً د اپریل په دېرشمه چې سبا ده پای ته رسېده.  د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه ماموریت کې په تېرو نژدې شلو کلونو کې له... Читать дальше...

د امریکا دفاع وزیر د پاکستان لوی درستیز سره پر افغان سولې غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغان سولې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې.  د پنټاګون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) په دغو ټیلیفونو خبرو کې دواړو مشرانو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې ښاغلي اسټڼ یو ځل بیا د امریکا او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان د سولې له پروسې یې د پاکستان د ملاتړ ستاینه وکړه. ... Читать дальше...

بایډن: افغانستان کې هدف ترلاسه شوی، اوسامه ووژل شول او القاعده کمزورې شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې هدف ترلاسه شوی، ځکه یې له دې هېواده د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه. بایډن تېره شپه د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته په وینا کې وویل چې د القاعده مشر اوسامه بن لادن په خپلې سزا ورسېد او د القاعه ګواښ له افغانستانه کمزوری شوی دی. بایډن زیاته کړه: "موږ بن لادن ته سزا ورکړه. موږ په افغانستان کې د القاعده ګواښ کمزوری کړ. له شلو کلونو میړانې او قربانۍ وروسته اوس یې وخت دی چې دغه ځواکونه بېرته وطن ته ستانه کړو." بایډن د اپریل... Читать дальше...



واشنګټن اګزمېنر: د امریکا ملاتړی افغان حکومت به دستي سقوط ونه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن اګزمېنر واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري، متحده ایالات په کابل کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي باسي او دفاع وزارت د طالبانو د بریدونو د احتمالي  زیاتېدو خبرداری ورکوي.  تر دې عنوان لاندې، ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې درجې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دې امریکایان سفر نه‌کوي او په کابل کې یې د امریکا سفارت له اساسي خلکو پرته د نورو د وتلو غوښتنه کړې ده، همداراز یې له هغو امریکایانو چې لاهم په افغانستان کې دي دا غوښتي چې له دغه هېواده ژر تر ژره پر وتلو فکر وکړي. Читать дальше...

لغمان کې یوې مېرمنې د تندر لوړ غږ له کبله سا ورکړې

Pa.azadiradio.com 

لغمان ولایت کې یوې مېرمنې د تندر د لوړ غږ له کبله سا ورکړې ده.  د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، دا تندر تېر مازدیګر د قرغیو ولسوالۍ بر کشمنډ سیمه کې لویدلی.  د نوموړي په خبره، د تندر د هیبت ناک غږ له کبله د دغې ښځې زړه دریدلی او مړه شوې ده.

کونړ چارواکي: اسمار کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي وايي، تېر ماښام يو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د دې ولایت په اسمارو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید وکړي، موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوی. په کونړ کې د ۲۰۱ سيلاب قل اردو د دوهمې لوا وياند شاهدالله ساپي ازادي راډيو ته وويل: "تېر ماښام شااوخو نهه بجې یوه ځانمرګي بریدګر چې د چاودیدونکو توک ډک واسکټ یې پر غاړه وه غوښتل یې د اسمار ولسوالۍ د پلوڅو ناو پر پوسته برید وکړي چې خپل واسکټ پرې وچاودېد او ووژل شو." ښاغلي ساپي ونه ویل چې دې پېښه کې بل چاته هم زیان اوښتی او که نه. تر... Читать дальше...

ارګ: ولسمشرغني پاکستان ته پټ غیر رسمي سفرونه نه دي کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني دې پاکستان ته څو پټ غیر رسمي سفرونه کړي وي.  د ارګ د ویاند مرستیال محمد امیري ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني وروستی رسمي سفر ۲۰۱۹ کال کې و: "پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر وروستی سفر د ۲۰۱۹ کال په جون میاشته کې و، له همدې نېټې وروسته تر اوسه پورې نوموړي پاکستان ته هېڅ کوم رسمي یا نارسمي سفر نه دی کړی."  له دې وړاندې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي و چې ښاغلي غني د اړیکو د ښه والي لپاره اسلام اباد ته څو پټ سفرونه کړي دي.

د (WFP) اندېښنه؛ هرو ۳ افغانانو کې یو د خوړو خوندیتوب نه لري

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، هغه راپور اندېښمن کړي چې په کې ویل شوي، هرو درېیو افغانانو کې یو د خوړو خوندیتوب نه لري.  د خوړو د خوندیتوب د هر اړخیزې ډلبندۍ ( آی.پي.سي) په دې راپور کې چې تازه خپور شوی راغلی، له لوږې سره د مخامخ ۱۴ میلیونه افغانانو له ډلې پنځه میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.  د خوړو نړیوال پروګرام د کابل د دفتر ویاند وحیدالله اماني وایي، دوی د وضعیت کابو کولو ته پروګرامونه لري، خو عملي کول یې د نړیوالو مالي سرچینو ته اړتیا لري.  دی وايي:  "د ( آی.پي. سي) یا د خوړو د خوندیتوب... Читать дальше...

طالبان: لوګر کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د حماسي ورور وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د وړمې شپې په عملیاتو کې عبدالحمید حماسي نه، بلکې د هغه ورور وژل شوی دی.  پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) د لوګر پولیسو او تندر قل اردو وویل چې په دغو عملیاتو کې عبدالحمید حماسي چې د دوی په خبره د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان و، وژل شوی دی.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، حماسي ژوندی دی او ورور یې عبدالمجیب د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.  ټولنیزو رسنیو ته د طالبانو د دغه وژل شوي غړي د جنازې انځورونه او ویډیوګانې هم راوتلي چې ښيي ګڼ شمېر... Читать дальше...

د غور چارواکي: طالبانو د ولایتي روغتون یو ساتونکی وژلی

Pa.azadiradio.com 

د غور چارواکي وایي چې طالبانو د ولایتي روغتون یو ساتونکی وژلی دی.  د غور امنیه قوماندان رحم خدا مخلص ازادي راډیو ته ویلي چې پېښه تېر ماخوستن شوې او وسله وال دغه ساتونکی په ډزو وژلی دی.  تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو د ښاغلي مخلص په خبره دوی د پېښې پلټنې پېل کړي دي.  طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلغاریا خپل هېواد کې د روسیې سفیر احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د روسیې سفیر احضار کړی دی.  دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنه او ناټو د هغو ادعاوو په اړه څېړنه کوي چې ویل کېږي شپږ روسي اتباع بلغاریا کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۰ کال چاودنو کې لاس لري.  دا چاودنې د وسلو په زېرمتونونو کې شوي دي.  د بلغاریا د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) وویل، له شواهدو داسې ښکاري چې دا چاودنې ګرجستان او اوکراین ته د خاصو تولیداتو د اکمالاتو د مخنیوي په هدف شوي دي.  دغه دفتر ویلي، یوه "معقوله فرضیه" شته چې ښيي... Читать дальше...

"چین او روسیه د کرونا ضد لویدیځو واکسینونو په اړه ناسم معلومات خپروي"

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه وایي، چین او روسیه د کرونا ضد لویدیځو واکسینونو په اړه ناسم معلومات خپروي او دولت په ملاتړ د خپل وکسین دودولو ته هڅه کوي.  د اروپایي ټولنې یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) خپور شو راغلي، د " واکسین دا ډيپلوماسي" د دغې ټولنې موسسو او لویدیځو واکسینونو ته زیان اړوي.  د اروپایي ټولنې په راپور کې راغلي، روسي رسنۍ، چارواکي او شرکتونه د سپوټنیک وي واکسین لپاره تبلیغات کوي او ورته وخت کې له دښمنۍ ډک پيغامونه ورکوي چې لویدیځ د دوی د دغه واکسین د تخریبولو هڅه کوي.  په راپور کې... Читать дальше...

ارزانه توکي؛ ترکمنستان د دولتي پلورنځیو مخې ته پر کتارونو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

چارواکو د ترکمنستان په ختیځ کې پراته ترکمن اباد ښار کې خلکو ته لارښونه کړې چې له څلورو کسانو زیات د پلورنځیو مخته ونه درېږي.  د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې چارواکو ویلي، که د دغو دولتي پلورنځیو مخته څوک له لګول شوي بندیزه سرغړونه وکړي، له کتاره ایستل کېږي او ممکن بندي هم شي.  دغه ګام بیا مخالفان هم لري. د حکومت منتقدانو او د بشري حقونو ملاتړو ویلي، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل مخالفان ځپي او په پټه یې د حکومتوالۍ په بڼه کې بدلونونه هم راوستلي دي.  محمدوف هم... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган и Самойлова исполнили мечту «диско-бабушки» из Коми




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


ATP

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мир

Жена туриста, убитого электрическим током во время купания в джакузи на курорте, подала в суд прямо с больничной койки



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России