Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 25.05.2021

د افغانستان جګړې د ناروا بللو په اړه د پنځه اسلامي هېوادونو له فتوا د کابل هرکلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی او د جګړې شدت ته د یو شمېر هېوادونو د دیني عالمان تند غبرګون. تېره ورځ د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو په یو وېډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه ناروا وبلله او له دې ډلې یې وغوښتل چې د ملکي کسانو مرګ‌ژوبله ودروي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په هدف د دغو هېوادونو له فتوا هرکلی وکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند... Читать дальше...

د ټولنیزو رسنیو لپاره د ویډيوګانو اېستلو کې ځوان کهول پام کوي؟

Mashaalradio.com 

ټولنیزې رسنۍ لکه ټیکټاک، انسټاګرام، فېسبوک، یوټیوب او ځینې نورې هغه د ننني ځوان کهول مهم ساعتېری ګرځېدلی دی. نجونه او هلکان د خپلو ویډيوګانو د مشهورولو پر وخت کله نا کله په ناپامۍ کې خپل سر وبایلي. همداسې پېښه په دا وروستیو کې په سوات کې وشوله چې یو ځوان د ټیکتاک لپاره د ویډيو اېستلو پرمهال ډکه تمانچه خپل سر ته نیولې او ډز ترې شوی وو او پر هم هغه ځای مړ شو. د سوشل میډیا استعمال څنګه پکار دی؟ او په دغه اړه د دوي قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ څه جوړیږي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو کوربه شاهین بونیری... Читать дальше...

د امریکا دفاع وزارت: له افغانستانه وتل له سیمې د وتلو معنی نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري، متحده ایالات ټینګار کوي چې له دې هېواده د ځواکونو له ایستلو سره به له سیمې ونه‌وځي او په منځني ختیځ کې به په قوت حضور ولري. د پنتاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په سیمه کې به خپلو متحدانو ته د امریکا په ژمنو کې بدلون رانه‌شي. ښاغلی کربي وايي: "دا چې موږ له افغانستانه ځواکونه باسو او په دې هېواد کې پوځي مأموریت پای ته رسوو، دا معنی نه‌لري چې له سیمې وځو. په منځني ختیځ او د مرکزي قوماندانۍ د مسؤلیت په... Читать дальше...



لوګر کې سنځل ګل مشاعره

Mashaalradio.com 

په لوګر کې د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب او فرهنګ د مینه والو په ګډون د سنځل ګل پنځلسمه دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه. په دې مشاعره کې چې له یاد ولایت سربیره د څنګ لورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو هم په کې برخه اخیستې وه، ډېریو شاعرانو په کې د افغانانو په مینځ کې د سولې او یووالي د اړتیا او د جګړې د ناخوالو په باب برابر کړي شعرونه ولوستل. د دوشنبې په ورځ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریس عبدالرحمان تسل مشاعره مشال راډيو ته د سنځل ګل مشاعرې په باب وویل: ''موږ په لوګر کې له ۱۵ کلونو راهیسې دا دودیزه... Читать дальше...

برما: د پوځي جنتا او ځايي مليشا ترمنځ سخته جګړه پيل شوې

Mashaalradio.com 

د برما مشرقي رياست شان کې د ځايي ملېشا او پوځي جنتا سرتېرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې له کبله يې زرګونه خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په برما کې پوځ د سږ کال فبرورۍ پر لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت يې ړنګ کړ چې پرضد يې په هېواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې. په دې اړه د ازادي اسيا راډېو ويډيويي رپورټ اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.

د حقیقت موندونکي پلاوي راپور؛ میدان وردک کې د افغان پوځ هلیکوپټره چا ویشتلې؟

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو د میدان وردک په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ د سقوط شوې هلیکوپټرې په اړه سیمې ته د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د راپور یوه کاپي ترلاسه کړې ده. دا راپور ۵ پاڼې لري او دغه پلاوي ازادي راډیو ته سپارلی دی. په دې راپور کې د هغې وسلې په اړه هم معلومات شریک شوي چې په وسیله‌یې د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۷مه د شپې نږدې ۱۲ بجې د افغان پوځ یوه هلیکوپټره نسکوره شوه. راپور کې راغلي، هلیکوپټره د انټونو سیمې په ۳ کیلومتره واټن کې د یوه داسې راکټ په وسیله ویشتل شوې چې له لیرې کنټرولېده، کوم چې حرارت او سېګنال هم څارلای شي. Читать дальше...



د سولې په تړاو نوې هیلې؛ "ډېر ژر به دوحه کې د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې پیل شي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې د خبرو په اړه هیلې بیا راټوکیدلي، تازه ‎د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي. ‎د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري نن د سې شنبې (د غبرګولي ۴مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دغه وزارت دوحې ته د افغان سولې د مرکچي پلاوي د هغو غړو د بیا استولو د تخنیکي او لوژستیکي اسانتیاوو په برابرولو کار پیل کړی چې دا مهال افغانستان کې دي. ‎اغلې انوري زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي... Читать дальше...

اسټرالیا کابل کې خپل سفارت تړي؛ افغانستان: هیله لرو خپله پرېکړه له سره وارزوي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پیل او ورسره په دې هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په پراختیا سره، اسټرالیا په کابل کې د خپل سفارت د تړلو اعلان کړی دی. د اسټرالیا لومړي وزیر سکات مورېسن په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو له امله راتلونکې جمعه په کابل کې خپل سفارت تړي. ښاغلي مورېسن ویلي، دا پرېکړه په را روانو میاشتو کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د افغانستان د مبهم امنیتي حالت له امله کوي. په بیان کې راغلي، د اسټرالیا حکومت ته... Читать дальше...

اوسېدونکي: د غزني رهبري مرکزي دولت ته د روان وضعیت په اړه رښتیا نه وايي

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي ادعا کوي چې سیمه ییزه ملکي او نظامي رهبري مرکزي دولت ته د غزني د روان بد وضعیت په اړه رښتیا خبره نه کوي او په وینا یې په دې ولایت کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږيږي.  د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی قومي مشر حاجي علي خان چې اوس د دې ولایت په ښار کې ژوند کوي ادعا لري، د غزني سیمه ییزې ملکي او نظامي رهبري مرکزي دولت ته د غزني د روان وضعیت په اړه رښتیا خبره نه کوي.  علي خان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د مرکز د محاصرې او د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان د یادونې ترڅنګ وايي،... Читать дальше...

هېواد: عرب شيخان ښايي د پاکستان له لارې د ترهګرۍ له ملاتړه تېر شي

Pa.azadiradio.com 

هېواد هېواد ورځپاڼې له افغانستان سره د امریکا او نړېوالې ټولنې همکاريو په دوام لېکنه کړې ده. د لېکوال له انده د دې لپاره چې د ترهګرۍ پرضد له طالبانو د امريکا د مبارزې تمه شلېدلې او طالبان له ترهګرۍ سره نه شلېدونکې اړيکې پالي، نو امريکا هم اړه ده چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يا خپله ښکېل شي او يا هم له افغان حکومت سره ملګرتيا ته دوام ورکړي. دغې ورځپاڼې ټینګار کړی چې عرب شيخان هم ښايي د پاکستان له لارې د ترهګرۍ او القاعده له ملاتړه تېر شي او ډېر دوام ونه کړي، ځکه په وینا یې چې اوس له افغانستانه... Читать дальше...

د کندهار د پوځي اډې وسایل د کباړ په بیه پلورل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار له پوځي اډې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی د تخنیکي وسایلو او مهماتو د پېر او پلور بازار تود دی. دا بازار چې د بوش بازار په نامه یادیږي په کې ډېری زاړه تجهیزات د زغروالو موټرو په ګډون پلورل کېږي.   له کومې اډې چې دغه وسایل بهر ته راایستل کېږي، د همدې روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه افغان ځواکونو ته سپارل شوي وو. په دې ویډیويي راپور کې موږ تاسو د کندهار بوش بازار ته وړو

سټارز اېنډ سټرايپس: امریکا ولې ونه‌توانېده طالبان په بشپړ ډول له‌منځه یوسي؟

Pa.azadiradio.com 

نشنل انټرنسټ نشنل انټرسټ مجلې په منځنۍ اسیا کې د متحده ایالاتو د رول په اړه یوه مقاله لیکلې ده. د مجلې په لیکنه واشنګټن په دې هڅه کې دی چې په سیمه کې د روسیې او چین نفوذ محدوده او د منځنۍ اسیا هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې شامل کړي. د دې اوږدې مقالې په یوه برخه کې راغلي په قرغزستان او ازبکستان کې د هغو پوځي اډو بیا رغول به عملي انتخاب نه‌وي چې د سپټمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته جوړې شوې وې. د مقالې لیکوال په دې باور دی چې له افغانستانه وتل او د پخواني شوروي په جمهوریتونو کې د تأسیساتو جوړول به د امریکا متحده ایالاتو واک کمزوری کړي. Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова рассказала в шоу Анфисы Чеховой на ТВ-3 о своём детстве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


Камила Джорджи

Экс‑теннисистка Джорджи обвиняется в краже мебели и ковров на €100 тысяч — СМИ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

Запись от имени Президента Беларуси сделана в книге соболезнований в посольстве Ирана



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России