Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 30.05.2021

ویزیډن: راشد خان ولې په ۲۰۲۱م سي‌پي‌اېل کې برخه نه‌اخلي؟

Pa.azadiradio.com 

یورواېشیا یورواېشیا د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې لولو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه هم بد خبر دی او هم ښه. ښه‌والی یې دا یاد شوی چې امریکا له افغانستانه وځي او دا بهیر د پلان له مخې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی دی. د دغو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې ۲۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.   خو یورواېشیا په دې مقاله کې لیکلي چې بد خبر دا دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له خبر ۹۶ ساعته وروسته طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

د اسرائیل او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو قاهره کې ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې لیدلي.  دوی له حماس سره د سولې د تړون په غښتلتیا او د غزې په بیا رغولو بحث کړی دی. د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري په یوه بیان کې ویلي دا خبرې په غزه کې د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره د مصر د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په لړ کې شوي. د اسرائیل له بهرنیو چارو وزیر ګابي اشخېنازي هم قاهرې ته تر سفر مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و چې دی به له حماس سره د دایمي اوربند په مسئله بحث وکړي او هم به په دې غږېږي چې څنګه د بشري مرستو لپاره یوه تګلاره جوړه شي. Читать дальше...

بند امیر کې ښځینه ساتونکې د خلکو لارښوونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په لومړني ملي پارک بند امیر کې ښځینه ساتونکې د خلکو لارښوونه کوي.  د بند امیر ټول ساتونکي په تېره بیا ښځې د بامیان اوسېدونکې دي او سیلانیانو ته د سیمو په معرفي کولو کې مرسته کوي.   اوس وخت څلور ښځې له نورو نارینه ساتونکو سره د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په بند امیر کې کار کوي.  د ساتونکو له ډلې یوه هم ۲۷ کلنه سیما ده. سیما وايي: "موږ سیلانیانو ته لار ښیو په تېره هغو ته چې نابلده دي. د بند امیر د پاکوالي او زرغونتیا په خاطر دلته کار کوو څو د افغانستان... Читать дальше...



ګردېز کې نامعلومو وسله‌والو د نوي کابلبانک دوه ساتونکي ووژل

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا مرکز ګردېز ښار په منځ کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري د نوي کابلبانک دوه ساتونکي ووژل شول او د دوه پولیسو په ګډون ۴ تنه ټپیان شول.    د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډيو ته وویل: "ماسپېښن مهال د پکتیا ولایت مرکز ګردېز لومړۍ امنیتي حوزې ته څېرمه د نامعلومو وسله‌والو له لوري د کابل بانک په یوه موټر باندې برید ترسره شوی و چې د کابلبانک دوه ساتونکي په شهادت رسېدلي او دوه نور یې ټپیان دي. وروسته د لومړۍ حوزۍ منسوبین راغلي او له بریدګرو سره په نښته کې دوه پولیس هم ټپیان شوي. بریدګر... Читать дальше...

۵۹ کلن سړی چې د پوهنتون د دوهم کال محصل دی

Pa.azadiradio.com 

فضل منان عارفي د جوزجان پوهنتون تر ټولو د ډېر عمر لرونکی زده‌کونکی دی. هغه د جوزجان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکمني ژبې څانګې محصل دی. په دې راپور کې موږ تاسو له دې زده‌کوونکي سره اشنا کوو.

پاکستانیو فعالانو د "رسنيو پرمختيا ارډېننس" غندلی او رد کړی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن، د خبريالانو وفاقي اتحادیې او د پاکستان د وکيلانو تنظيم په ګډه اعلاميه کې د رسنيو د پرمختيا په نامه حکومتي ارډیننس "مطبوعاتي مارشل لا" بللې ده. دوی د مې پر ۲۸مه په اعلامیه کې زیاته کړې چې په دې ارډېننس سره به د پاکستان حکومت د هېواد پر رسنيو خپل کنټرول لا هم سخت او وګړي معلوماتو ته د لاسرسي له اييني حقه محروم کړي. دوی اندېښنه ښوولې چې حکومت پلان لري له ميډيا او پکې د کارکوونکو له حقونو سره تړلي وار له مخه جوړ ټول قوانين ختم کړي او د رسنيو د کنټرول بشپړ اختيار... Читать дальше...

د روزنیزو مرکزونو تړلو په اړه د عامې روغتیا وزارت پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د دوو اوونیو لپاره د روزنیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له غبرګون سره مخ شوه. د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنه د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه یو اړخیز او غیر مسؤلانه ګڼي او ټینګار کوي چې عملي به‌یې نه‌کړي. د دغې ټولنې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۹» په یوې اعتراضیه ناسته کې وویل، که دولت ته د خلکو او ټولنې سلامتیا مهمه وي، نو په دې تړاو یې باید سیاست جامع وي نه د یوې ځانګړې څانګې لپاره. د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د ټولنې رئیس سنجر خالد... Читать дальше...



پاکستان ته د افغانستان پر ۸۰ سلنه الوتنو بندیز؛ افغانستان به هم 'ورته عمل' وکړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان په ښکاره د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په هدف له کابل-اسلام‌اباد ته د تلونکو الوتکو ۸۰ سلنه الوتنې راکمې کړې دي. د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، دا پرېکړه په یو اړخیز ډول شوې او د هغې هوکړې خلاف ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې. د دې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل، د دې ستونزې د حل په موخه روانه اوونۍ له پاکستاني چارواکو سره خبرې کېږي. دی زیاتوي، که پاکستان په خپلې یو اړخیزې پرېکړې ټینګار وکړي، افغانستان به هم ورته عمل وکړي. ښاغلی صالحي زیاتوي: "د... Читать дальше...

حسن روحاني د ایران د مرکزي بانک رئیس ګوښه کړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي ګوښه کړی دی.  همتي د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید دی.  روېټرز لیکلي چې روحاني همتي ته په خطاب کې ویلي: "که ټاکنو ته درېږې په مرکزي بانک کې نه‌شې پاتې کېدای ځکه ستا حضور د پيسو په پالېسۍ او د تبادلې په رېټونو اغېز پرېباسي."  همتي د روحاني پرېکړه منلې ده. عبدالناصر همتي د هغو اووه تنو له ډلې دی چې د ایران ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو په توګه د نګهبان شورا له‌خوا تأیید شوي.

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي طالبانو په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ ملکیان وژلي دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي پيغام کې ویلي چې د طالبانو په بریدونو کې نږدې ۵۳۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي. ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبان په خپلو یرغلیزو عملیاتو کې ملکیان په نښه کوي، دا جنګي جنایت دی، په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي چې مسؤل‌یې طالبان دي." ارین زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه ځواب کړي دي.  د ارین د دغو خبرو په اړه تر اوسه خپلواکو سرچینو څه تبصره نه‌ده کړې. Читать дальше...

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس عارف‌الله عارف نن په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی. دا خبره د کابل امنیه قوماندانۍ تأیید کړی. د قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې د کابل د پنځمۍ ناحیې اړوند نیازبېک سیمه کې نامعلومه وسله‌والو په عارف‌الله عارف ډزې کړي. یو بل کس هم په دې برید کې ټپي شوی دی. د ښار جوړونې وزارت هم په یوه اعلامیه کې د عارف‌الله عارف په وژنې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې دا د انسانیت ضد عمل غندي. اخوا په فراه ولایت کې هم د دارالمعلمین... Читать дальше...

افغان حکومت افغانستان لپاره د امريکې د بجټ زیاتولو هرکلی کړی

Mashaalradio.com 

افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې چې په خپل کلني بجټ کې یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳۰۰ مېلیونه ډالره زیات وړاندیز کړي، هرکلی کوي. امريکايي‌ ولسمشر، جو بایډن د مې په ۲۸مه کانګرس ته د شپږ ټرېلينه (۶،۰۰۰ اربه) کلنی بجټ وړاندې کړ. د‌ امریکا د دفاع وزارت ترمخه په دې کې ۷۱۵ بېليونه ډالر پوځي بوديجه ده چې ۳،۳ بېلیونه ‌یې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې دي. دا د تېر کال په پرتله ۳۰۰ مېلیونه ډالره زیات‌والی ښيي.تېر کال دا مرسته نږدې درې میلیارده ډالره وه. د امریکايي ولسمشر پر بجټ به... Читать дальше...

د امریکا بودجه کې افغان ځواکونو ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو زیاتېدو له وړاندیز د کابل هرکلی

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې چې په خپله نوې بودجه کې یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳۰۰ ملیون ډالره زیات وړاندیز کړي، هرکلی کوي. د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ کانګرس ته خپله کلنۍ بودجه چې ۶ ټریلیون ډالره کېږي، وړاندې کړه. د‌ امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله، دې رقم کې ۷۱۵ میلیارده ډالر پوځي بودجه ده چې ۳،۳ میلیارده‌یې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰۰ ملیون ډالره زیات‌والی ښيي. تېر کال دا مرسته نږدې درې میلیارده ډالره وه. Читать дальше...

د چلسي فوټبال لوبډلې یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د چلسي فوټبال لوبډلې له کلونو وروسته یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله.  د اروپا د اتلانو لیګ فاینل ته دوه انګلیسي ټیمونه وتلي وو.  د چلسي او منچسټر سیټي ترمنځ فاینل لوبه د پرتګال په پورټو ښار کې وشوه. په پایله کې یې د چلسي جرمن لوبغاړي کای هاوېرتز په ۴۲مه دقیقه کې ګول ترسره کړ او په همدې یوه ګول‌یې خپل ټیم بریا ته ورساوه. دا نږدې ۱۰ کاله وروسته په اتلانو لیګ کې د چلسي اتلولي وه. دا انګلیسی ټیم په ۲۰۱۲ کال کې هم اتلولي ته رسېدلی و.

د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو ګډ ائتلاف بیا د مظاهرو او غونډو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو ګډ ائتلاف (پي ډي اېم) یو وار بیا د حکومت ضد د مظاهرو او غونډو اعلان کړی. دغه ائتلاف ویلي لومړۍ غټه مظاهره به د جولای میاشت په لومړۍ اوونۍ کې په سوات کې کوي. د مې پر ۲۹مه، تر غونډې وروسته د ائتلاف مشر مولانا فضل‌الرحمان په يوه خبري غونډه کې وویل دوی پرېکړه کړې چې د مظاهرو او احتجاجونو ترڅنګ به د حکومت د درغليو پر ضد محکمو ته هم ځي.  نوموړي زیاته کړه چې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د خلکو مسايلو حل کولو او د چارو په مخته وړلو کې ناکامه شوی، نو ځکه‌یې پایښت ارزښت نه‌لري. Читать дальше...

د افغانستان ښار جوړونې وزارت ځیني پخواني چارواکي په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت پخوانۍ معینه خاطره سادات د اختلاس او تزویر په تور په څلور کاله او اته میاشتې حبس محکومه شوه.  د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی چې نن د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې لومړنۍ محکمې د اختلاس او تزویر په تور د خاطرې سادات ترڅنګ د ښار جوړوونې وزارت لږترلږه پنځه نور لوړپوړي پخواني مأمورین هم محاکمه کړل. سترې محکمې ویلي چې د حکومت دا لوړپوړي پخواني مأمورین د حبس په بېلابېلو مودو چې تر ټولو زیات‌یې څلور کاله او اته میاشتې او کم‌یې یو کال او دوه میاشتې دی محکوم شوي.... Читать дальше...

د بلاروس د اپورېسیون مشرې د لوکاشینکا له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس حکومت مخالفې سويتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغه چې دې هېواد د یوه خبریال د نیولو په خاطر د یوې الوتکې مخه ونیوله، د حکومت له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی کړی دی. مېرمن تیخانوفسکایا په ویلنیاس کې د شنبې په ورځ خبريالانو ته وویل چې په لتوانیا او ټوله نړۍ کې د خلکو له ملاتړه ډېره خوشحاله ده. دې وروسته پر ټويټر هم په دې اړه ولیکل. دې د خپل مېړه د نیول کېدو پر لومړۍ کالیزه لاریون جوړ کړی. د دې مېړه سیارهې تیخانوفسکایا مشهوره بلاګر دی چې غوښتل یې د بلاروس د زورواکي مشر الکساندر لوکاشینکا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана





Rss.plus
Яндекс

Тревел-тату как искусство: Яндекс Плюс запустил проект «Из путешествия – с татуировкой»




Источник: легкоатлета Поистогова поймали с запрещённым веществом в Екатеринбурге

Подведены итоги третьего сезона «Лига Ставок Media Basket»

Директору НИКИ детства присвоили звание «Почетный доктор» медуниверситета Гомели

В Подмосковье повысили надежность электроснабжения потребителей на 132 объектах




سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې خلیج ته ځي

Mashaalradio.com 

له پاکستانه د خلیج ځینو هېوادونو ته ته د الوتنو تر لغوه کېدو وروسته پاکستاني کارګر اړ شوي چې د افغانستان له لارې دا سفر وکړي. په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښو تر زیاتېدو وروسته، له هغه هېواده ډېری پراوزونه لغوه شول، خو له افغانستان سره د نورو هېوادونو الوتنې د کورونا وایرس پېښو پر زیاتېدو سربېره روانې دي. په دې اړه د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ چې احمد تکل پښتو کړې.

ترکمنستان کې د دولتي ادارو او شخصي کمپنیو مشرانو ته د سر خرېیلو امر شوی

Pa.azadiradio.com 

په ترکمنستان کې د دولتي ادارو او شخصي کمپنیو مشرانو ته امر شوی چې د ولسمشر د پلار د مړینې د غمرازۍ لپاره خپل سرونه ورخريي. د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف پلار میالیک قلي بردي محمدوف یو متقاعد پولیس و چې د اپرېل په ۱۸مه د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ.  د سرونو د خرېیلو او د یوې خاصې خولۍ د په سر کولو امر د ۴۰ ورځو لپاره د تطبیق وړ ګڼل شوی و.  د راپورونو له مخې حکومت همداراز له ځینو دولتي بنسټونو د څو مراسمو د ترسراوي لپاره پیسې هم ټولې کړې دي.  د پلار تر مړینې وروسته ولسمشر بردي محمدوف په ډېرو مراسمو... Читать дальше...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې. دا بلنه پرون په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د قریشي په استازیتوب ښاغلي اتمر ته رسولې. قریشي داسې وخت خپل افغان سیال پاکستان ته وربللی چې په ورستیو څو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د سړېدو راپورونه ورکول کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې ویلي چې له منصور احمد خان سره په ټیلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا ټینګار وکړ. Читать дальше...

نړۍ زما زندان دی: د البانيا نرښځيان

Mashaalradio.com 

په البانيا کې نرښځيان وايي، په محافظه کاره ټولنه کې يې ژوند ډير ګران دی. د يو راپور ترمخه په البانيا کې ۹۴ فيصده خلک له نرښځيانو يا هم جنس صفته کسانو سره مرسته نه کوي. د البانيا حکومت ۱۰ کاله مخکې د جنس پر بنياد د توپيري چلند مخنيوي قانون منظور کړی و. ويډيو: فرانس پريس اژانس

صبح کابل: القاعده بېرته راځي، امریکا پاتې کېږي که وځي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د القاعده وسله‌والې ډلې بېرته راتګ، د سولې پر وړاندې خنډونه او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د پراخې خپرېدا په اړه سرمقالې خپرې کړې دي.  صبح کابل صبح کابل په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي القاعده بېرته راځي، امریکا پاتې کېږي که وځي؟ سرمقاله لیکونکي لیکلي که څه هم د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپلو سرتېرو د وتلو د نېټې د اعلان پر مهال وویل چې القاعده ډله نوره ختمه شوې، خو په خواله... Читать дальше...



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о компенсации части затрат на путевки в оздоровительные лагеря в рамках нацпроекта «Семья»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Наталья Сергунина

Сергунина: в Москве появилась собственная платформа по разработке моделей ИИ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Пациенты больницы принял участие в фестивале



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России