Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 04.05.2021

امنیتي چارواکي: طالبانو له درې ورځو راهیسې په هلمند کې پراخې حملې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي چارواکي وايي، له درې ورځو راهیسې په هلمند ولایت کې طالبانو پراخې حملې پیل کړي او امنیتي ځواکونه ورسره په نښتو بوخت دي. د هلمند د ولایتي شورا رئيس عطاء الله افغان په وینا، نن درېیمه ورځ ده چې طالبانو له بېلابېلو اړخونو پر لښکرګاه ښار پراخې حملې پیل کړي او په نتیجه کې يې د ښار شااوخوا ۱۰ امنیتي پوستې هم سقوط شوې دي. جګړې تر نن سې شنبې دوام وکړ او د معلوماتو پر اساس سلګونه کورنۍ له خپلو کورو بې‌ځایه شوي. عطاء الله افغان وايي، د یادې جګړې پر مهال افغان هوايي ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو... Читать дальше...

آی پي ایل وځنډېد

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان کرکټ بورډ د ای پي ایل د بیړني ځنډ خبر ورکړی. د دغه ځنډ علت هغه ناورین دی چې کرونا ویروس په هند کې منځته راوړی. راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په آی پي ایل کی لوبیږي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون: د برېښنا بلونه دې بېرته دوه مياشتني شي

Pa.azadiradio.com 

له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې د برېښنا بلونه میاشتني شوي، خلک شکايت کوي چې لګښت پرې ډېر راځي. له دې امله د ولسي جرګې د ترانسپورټ، مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۴» د برېښنا شرکت چارواکي خپلې ناستې ته راوغوښتل. د دغه کمېسیون مشر عبیدالله کلیمزي وویل چې د کابل ښار د اوسېدونکو له غوښتنو سره سم غوره ده چې د تېر په شان د برېښنا بلونه بېرته دوه مياشتني شي. ښاغلی کلیمزی زیاتوي: "د تېرو په څېر، دا غوره ده چې په دوه میاشتو کې د برېښنا لپاره بل تادیه شي، ځکه تېره پروسه... Читать дальше...



پنټاګون: افغان هوايي ځواک لاهم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وایي، افغان هوايي ځواکونه لاهم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دي. د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» خبریالانو ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د افغانستان هوایي ځواک، د قراردادیانو ملاتړ ته اړتیا لري او د متحده ایالاتو همکاري به له دغو ځواکونو سره په غیر ملموس ډول دوام وکړي. ښاغلي کربي د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې موږ وویل، د دوی څخه ځیني په ځانګړې توګه هوایي ځواک، د قرارداديانو ملاتړ باندې تکیه کوي... Читать дальше...

ایران کې یوه سویسۍ ډيپلوماته په یوه پېښه کې مړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وایي یوه ډیپلوماټه‌یې په ایران کې په یوه پېښه کې مړه شوې ده.   د سویس د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډیپلوماتې مړینې شاک کړی او سخت پرې خواشینی دی.   دغه وزارت د ډیپلوماټې په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي او نه‌یې دا معلومات خپاره کړي چې څنګه مړه شوې.   ایراني چارواکو بیا ویلي چې دا ډیپلوماټه له تهران بهر له یوې لوړې ودانۍ لاندې لوېدلې ده.  مهر خبري اژانس د بېړنیو حالاتو د کمېټې د ویاند مجتبی خالدي په حواله لیکلي چې د دې ډیپلوماتې مړی په کامرانیه سیمه کې د یوې لوړې ودانۍ لاندې پيدا شوی. Читать дальше...

د کراچۍ ضمني انتخاباتو رایې بیا-شمېرل کېږي

Mashaalradio.com 

په دې حلقه د اپرېل پر ۲۹مه ټاکنې شوې وې چې د غیرحتمي نتیجو له مخې پکې د پاکستان پيپلز پارټۍ قادرخان مندوخېل بری ترلاسه کړی و. خو د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند مفتاح اسماعیل هغه نتیجه نه وه منلې او د انتخاباتو کمېشن ته یې درخواست کړی و چې ووټونه دې دوباره وشمېرل شي.

هرات کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات چارواکي وايي ۲۲ کسان په دوو ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله مړه شوي.   د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل سېلابونه له پرونه په ادرسکن او اوبه ولسوالۍ کې راوتلي او لا هم روان دي.  هغه وویل، ۱۲ کسان په ادرسکن او ۱۰ په اوبه کې مړه دي چې اکثر یې ماشومان، ښځې او د زاړه عمر کسان دي.   ښاغلي فرهاد وویل دې سېلابونو سلګونه هستوګن کورونه وران کړي، سلګونه غوایان او پسونه‌یې ور مړه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه‌یې لاندې کړې ده.  د هرات چارواکي وايي د بېړنیو مرستو رسولو کمېټې... Читать дальше...

د افغانستان دفاع وزارت: تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي. د دغه وزارت‌ مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل طالبانو ته زیاته مرګ‌ژوبله په هلمند کې اوښتې، خو په لغمان، غزني،کندهار، زابل، هرات او بغلان کې هم دا ډله د ده په خبره له ماتو سره مخ شوې. ښاغلی امان زیاتوي: "بریدونه‌یې په ډېرو ځایونو په تېره بیا هلمند، لغمان، غزني او بغلان کې ځواب شول. په هلمند کې له ډېرې مرګ‌ژوبلې سره مخ شول. برید یې له ماتې سره مخ شو. Читать дальше...



د نی نظر پوښتنه: اوس ترهګر خبریالان په انتخابي توګه هدف ګرځوي

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر، نی یوه تازه نظر پوښتنه ښیي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری خبریالان هدفي وژنې د خپلو اندېښنو اصلي لامل ګڼي. ‎‎نی، د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي او حکومت د وژونکو د نیولو په برخه کې په بې‌غورۍ تورنوي. ‎د دغه دفتر مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال غويي ۱۴» د 'مطبوعاتو د نړیوالې ورځې' په مناسبت په یوه ناسته کې د خبریالانو د اندېښنو په تړاو د یوې نظر پوښتنې په شریکولو سره وویل چې ترهګر خبریالان په انتخابي توګه هدف ګرځوي. ښاغلی خلوتګر زیاتوي: "موږ... Читать дальше...

ارزګان کې خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د لوګر خونړۍ پېښه وغندله

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د لوګر خونړۍ پېښه وغندله. د دغه کسانو شمېر چې سلګونه ته رسېده نن سې شنبه (د غويي ۱۴مه) د ترینکوټ واټونو ته را وتلي وو او د جګړې پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې روانه جګړه پای ته ورسوي. د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم برید چې ۲۴ تنه ملکیان یې ووژل او ۱۱۰ تنه نور یې ټپیان کړل، کورني او نړیوال غبرګونونه یې له ځان سره لرل. د دې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

د هند د کرکټ سوداګریز لیګ یا 'ای.پي.اېل'  تر نامعلومې نېټې وځنډېد

Pa.azadiradio.com 

په هندوستان کې د کرکټ سوداګریز لیک 'ای.پي.اېل'  د کرونا ویروس له کبله تر نامعلومې مودې وځنډول شو. دا پرېکړه هغه مهال وشوه چې پرون د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې د څلورو لوبغاړو د کرونا ویروس ټېسټ مثبت ثابت شو. د هندوستان کرکټ بورډ ويلي، په هند کې د کرونا ویروس چټکه خپرېدا او د 'ای.پي.اېل' لیګ د ځينو لوبغاړو اخته کېدل دوی اړ کړل چې دا لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډوي. تر اوسه د دې ليګ ۳۰ لوبې ترسره شوي او ناتایید شوي راپورونه وايي چې ښايي پاتې نورې ۳۰ لوبې يې د مې مياشتې په دېرشمه نېټه پيل شي.

لوګر کې د فوټبال لوبڅارانو لپاره ۵ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولايت کې د فوټبال د لوبڅارانو لپاره پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيد. د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند عزيز مشهوف نن سې شنبه ( د غویي په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وويل چې دغه ورکشاپ لوبڅارانو ته د فوټبال لوبې د نويو قانونو د زده کړې په موخه جوړ شوی وو. ښاغلي مشهوف وايي، دغه لړۍ روانه ده  او په نږدې راتلونکي به په نورو ولايتونو کې ورته ورکشاپونه جوړ شي.

لوبغاړی احمد ولي هوتک په یو تمریناتي سفر ازبیکستان ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ازادو مبارزو اتل لوبغاړی احمد ولي هوتک نن ( د غویي په ۱۴مه) په يو تمريناتي سفر ازبیکستان ته ولاړ. نوموړي په خپل فيسبوک پانه ليکلي چې د راتلونکې سيالۍ د ښه چمتوالي لپاره به په هغه هېواد کې تمرينونه وکړي. ښاغلي هوتک له ټولو افغانان غوښتنه کړې چې ده ته د بريا لپاره دعاوې وکړي. احمد ولي هوتک به د همدغې ميلادي مياشتې په ۱۴ مه نېټه له خپل فرانسوي سيال ‘نائيب اعزام’ سره لوبه وکړي. د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې د ده فرانسوي سيال تر دا مهاله څلوېښت لوبې د نړۍ په مشهورو سازمانونو کې کړي دي. Читать дальше...

دریا؛ په ودونو کې پخوانی دود

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په ودونو کې د ښځو له خوا د دریا وهل لرغونی او پخوانی دود دی.  خو کله چې په ۱۹۹۰یمې مېلادې لسیزه کې وسله وال طالبان د افغانستان په ډېری سیمو حاکم شول، نو په ځینو سیمو کې دغه دود یا کمرنګ شو او یا ورباندې مطلق بندیز ولګېد.  بشپړ راپور د لاندې لینک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

د اسټرالیا صدراعظم ته د یوې افریقایي ښځې زارۍ د خلکو پام اړولی

Pa.azadiradio.com 

په اسټرالیا کې د دغه هېواد صدراعظم ته د یوې افریقايي توکمې ښځې زنګون وهل او د مرستې غوښتنې د ګڼو خلکو پام ور اړولی دی. په تصویرونو کې ښکاري چې صدراعظم سکاټ موریسن په راک همپتون ښار کې خپله خبري ناسته پای ته ورسوله او په دې وخت یوه افریقايي توکمه ښځه مخامخ زنګون ورته وهي او زارۍ ورته کوي. دا ښځه وايي چې نیمه کورنۍ یې په کامرون کې له لاسه ورکړې او غواړي چې د اسټرالیا حکومت یې د کورنۍ له پاتې غړو سره مرسته وکړي. د راپورونو له مخې د اسټرالیا صدراعظم دې ښځې ته ډاډ ورکړی چې د کډوالۍ وزارت به د دې د کورنۍ د غړیو قضیې ته هر اړخیزه رسېدنه وکړي. Читать дальше...

مکسیکو کې د ریل چپه کېدو پېښې۲۰ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د مکسیکو په پلازمېنه کې د ښاري میټرو د ریل د چپه کېدو په پیښه کې د مړو شمېر شل تنو ته پورته شوی دی. د مکسیکو سیټي ښاروالې کلاوډيا شاینباوم ویلي، دې پېښه کې چې په ځايي وخت سهار وختي شوې اویا کسان ټپيان شوي هم دي. هغې وویل، په کمرو کې ثبت شوي انځورونه ښيې چې د ښار په سویل کې د میټرو رېل ګاډی بې لیکې شوی او لوېدلی دی. پېښه د میټرو  په ۱۲ مه کرښه شوې چې مخکې یې  خلکو له خرابولي شکایتونه هم کړي وو.

تخار کې یوې ښځې له خپلو ۳ ماشومانو سره ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت چارواکي وايي، په فرخار ولسوالۍ کې یوې ښځې له خپلو درېیو ماشومانو سره ځان وژنه کړې ده. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو راپورونو له مخې ۲۵ کلنې فهیمې د فرخار په لیژده کلي کې لومړی خپل کور ته اور ورکړی او بیا یې له درېیو ماشومانو سره ځان سیند ته اچولی. ښاغلي اسیر وویل، د سیمې خلکو د دې ښځې او ماشومانو مړي له سینده را ایستلي دي. د تخار پولیسو د دې پېښې علت کورنۍ ستونزې یادې کړي. ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د دې ښځې خاوند ښه چلند نه ورسره کاوه. Читать дальше...

غني: له طالبانو د پاکستان ملاتړ له افغانانو سره د دښمنۍ په معنی ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، که پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي د افغانستان له خلکو سره د دښمني لار یې خپله کړې. فارن افیرز خپرونې نن (د غویي په ۱۴مه)د ولسمشر غني یوه مقاله خپره کړې ده چې دا خبرې په کې یادې شوي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو په ملاتړ سره به پاکستان اقتصادي فُرصتونه چې د سیمې اتصال ته لار هواروي له لاسه ورکړي. افغان ولسمشر همدا راز ویلي چې د سولې لپاره تر ټولو لوی خطر د طالبانو غلطه محاسبه ده. د هغه په خبره طالبان فکر کوي چې ناټو او امریکا یې مات کړي ځکه د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

На заводах АО "Желдорреммаш" внедряется автоматизированная система по рекламационно-претензионной работе “Астрея”





Rss.plus
Россия

Аналитики оценили изменение высоты новостроек в городах России за 5 лет




Суд рассмотрит апелляцию на приговор Игорю Гиркину

Врач рассказала, почему пожилым опасно есть много фруктов

Из Москвы в Петербург добраться будет проще: с 1 июня запускаются авиашаттлы

Подачу тепла в Москве остановят с 17 мая




غني طالبانو ته: بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې (د غويي ۱۴مه) په ورځ د معارف اوونۍ په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې اوس مهال افغانستان پر خپلو پښو ولاړ دی او که طالبان جګړې ته دوام ورکړي افغان ولس به يې پر وړاندې ودریږي. نوموړي زیاته کړه: "د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تاسې ته هېڅ پلمه نه ده پاتې، بهرني ځواکونه له افغانستانه په... Читать дальше...

هند کې یوه ډله ځوانانو له کرونا ویروس سره مبارزې ته دانګلي

Pa.azadiradio.com 

هند چې د کرونا دوهمې څپې سخت ځپلی او حکومت یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی، یوه ډله ځوانانو دغې وبا سره مبارزې ته وردانګلي دي. سوادها پرساد چې د ښوونځي زده کونکې ده او ازموینه یې تېره شوې، ریښتیني کارته مخه کړې، د ژوند ژغورلو لپاره اکسیجن، درمل او روغتونونو کې بسترونه د کووېډ – ۱۹ ناروغانو لپاره پیدا کوي.   پرساد له لسګونو نورو رضاکارانو سره چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۹ کلونو ترمنځ دي، د ځوانانو په مشرۍ د 'یونکټ' په نوم ټولنه کې سره راټول شوي او په انټرنیټ کې د یوه انلاین ډېټابېس له لارې په ټول هند کې... Читать дальше...

د ارزګان مرکز کې ماین چاودنې یو پولیس وواژه

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي ددې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ماین په چاودنه کې یو پولیس ووژل شو.  د ارزګان ولایت امنیه قوماندان عالي احمد عطايي نن سې شنبه (د غويي ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال یوه بجه د ترینکوټ په څلورلاري کې رامنځته شوې چې پر مهال یې دوتنه ټپیان دي چې یو یې ملکي کس او بل پولیس دی. نوموړي وايي، د پیښې علت نه دی معلوم.  هېڅ کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.

میکسیکو : د ریل ګاډي په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

په میکسیکو کې د میټرو ریل ګاډي په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. د مې پر درېیمه د شپې مهال د دغه هېواد په میکسیکو ښار کې د میټرو پل په سړک غورځېدلی چې لاندې یې ګاډي هم ګیر کړي دي. چارواکي وايي په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۳۹ کسان ژوبل شوي هم دي او له ملبې د نورو مړيو یا ژوبلو د ایستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

طالبان ولې د جنګ لپاره پلمې لټوي؟ اشرف غني

Mashaalradio.com 

ډاکټر محمد اشرف غني د مې پر څلورمه نېټه په ارګ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دوی ټول سوله غواړي ځکه دا داسې يو بنيادي حق دی چې پاته نور ټول حقونو ورباندې ولاړ دي.



Москва

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Стало известно об отмене выступления Урганта на вечере памяти Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


ATP

Теннисист Медведев может спуститься на пятое место в ATP после "Мастерса" в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России