Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 12.05.2021

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستن په ماین والوزول شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه ستن په کلکان ولسوالۍ کې په ماین والوزول شوه. د افغانستان برښنا شرکت د پروان حوزې مشر روح‌الله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام شاوخوا اته نیمې بجې نامعلومو وسله‌والو له دې ستنې سره چاودېدنکي مواد ځای پرځای کړي وو. د ښاغلي ساجد په خبره د دې ستنې په ویجاړېدو سره د پلازمېنې په ګډون د اوو ولایتونو برېښنا پرې شوه. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی. برښنا شرکت له دې پېښې وروسته په یوې اعلامیه کې وویل چې د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي په کلکان کې دي او هڅه کوي... Читать дальше...

د بګرام اډې پاتې شوني وسایل ولې کباړ کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د مې له لومړۍ نېټې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی، ویل کېږي چې د هلیکوپټرو، نظامي وسایطو، وسلو او مهماتو په ګډون نور تجهیزات به د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو ته سپارل کېږي. په دې وسایلو کې بیا یو شمېر داسې هم شته چې افغان ځواکونه ورته جدي اړتیا لري، خو دوی ویجاړ کړي دي.

صفري خپل تاریخي میډالونه بولۍ ته ږدي

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزاتو افغان اتل حسین بخش صفري غواړي چې خپل دوه میډالونه وپلوري او پیسې یې د کابل او لوګر د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړي. دې لوبغاړي ازادي راډیو ته وویل چې یوشمیر افغانان د ده له دې پریکړې سره مخالف دي. نور په دې راپور کې لیدلی شئ



د امریکا، یوناما او اروپايي ټولنې اختریزو پيغامونو کې پر تل‌پاتې افغان سولې ټینګار

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې سبا به د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، په کابل کې د امریکا سفارت په اختریز پیغام کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم حمله وحشتناکه او د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو پر حق حمله بللې ده. په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن په دې پیغام کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د زده‌کړو او بشر حقونو ملاتړ ته دوام ورکوي. ښاغلي وېلسن ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان په ټولو برخو په ځانګړي ډول یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو په هدف د سولې په پروسه کې د مېرمنو ګډون غواړي. Читать дальше...

د طالبانو د جلا شوې څانګې مرستیال ټپي شو

Pa.azadiradio.com 

منان نیازی د طالبانو د جلا شوې څانګې مرستیال پرون ماخوستن په هرات ولایت کې د ناپېژانده وسله‌والو په حمله کې ټپي شو. دی د هرات په حوزوي روغتون کې څو ساعته بستر وو، خو سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې نیازی کابل ته منتقل شوی دی. نور په دې راپور کې ووینئ

دفاع وزارت: د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ کې نوي ځواکونه ځای پر ځای شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت یوه ورځ وروسته له هغې چې د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوته، په دې ولسوالۍ کې د نویو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي.  د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې عملیات پیل شوي دي.  ښاغلی امان زیاتوي: "نوي ځواکونه د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې ځای شوي. په دغه ولسوالۍ کې د ترهګرو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل شوي. که خدای کول دغه ولسوالۍ به ډېر ژر بېرته له طالبانو تصفیه شي."  یوه چارواکي ویلي... Читать дальше...

د اختر شپو ورځو کې د پټاقیو او داسې نورو اور بلوونکو توکو کارولو اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اختر په دې شپو ورځو کې د پټاقیو او دې ته د ورته توکو د کارولو هیبتناک غږونه اورېدل کېږي. کابل ښاریان د اختر او نورو ځانګړو شپو، ورځو کې د پټاقیو، فشنګونو او دې ته د ورته نورو توکو کارول یوه ستونزه ګڼي او له دې امله اندېښمن دي. د دغه ښار ځیني اوسېدونکي وايي، د ماشومانو له‌خوا د داسې توکو کارولو د دوی ذهني ارامتیا له‌منځه وړې، خو کورنیو او پولیسو یې مخنیوي ته هیڅ اقدام نه‌دی کړی. سلیم ازادي راډیو ته وویل: "ماشومان په شپه کې پټاقۍ چوي چې تند غږ یې خلک ځوروي. نه‌پوهېږم د دوی کورنۍ ولې د مسؤلیت... Читать дальше...

‎د افغانستان روغتیا وزارت: که اختر کې لارښوونې مراعت نه‌شي، کړکېچ به رامنځته شي

Pa.azadiradio.com 

‎سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، که د اختر په ورځو کې روغتیایي لارښوونې مراعت نه‌شي، د کرونا ویروس درېیمې څپې کړکېچ به رامنځته شي. ‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۲» په کابل کې د حج او اوقافو وزارت سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د کابل په ګډون په ‌‌‌‌‌‌ډېریو ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو او په دغه ویروس د اخته کېدو پېښې مخ په زیاتېدو دي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "هره بې‌احتیاطي چې موږ په... Читать дальше...



هوايي بمباريو او راکټي بريدونو غزه او اسراييل کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

Mashaalradio.com 

د اسراييلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ تاوتريخوالی په داسې حال کې زيات شوی چې د هوايي بمباريو او راکټي بريدونو په نتيجه کې تر ۳۰ زيات کسان په غزه کې او اووه په اسراييل کې وژل شوي دي. ملګرو ملتونو او ځينو نورو هېوادونو په سمدستي توګه د دې تاوتريخوالي درولو غږ کړی دی. راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي

د ايران او سعودي عرب تعلقات او د بهرني ختيځ په اړه د پاکستان تګلاره؟

Mashaalradio.com 

د منځني ختيځ په تېره بيا د ايران او سعودي عرب اړيکو تل د پاکستان پر کورنۍ او بهرنۍ تګلارو اغېز کړی دی. ايران او سعودي عرب د يو بل دوديزه مخالفين دي. ايران د پاکستان ګاونډی دی او له سعودي عرب سره يې بيا ژورې دوديزه اړيکې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ايران او سعودي تعلقاتو ته په کتو د منځني ختيځ په اړه د پاکستان بهرنۍ تګلارې ته کتنه کوو.

تاجکستان کې د سختو بارانونو له امله ځمکې ښویېدو ۹ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان چارواکي وایي، د دې هېواد په لوېدیځ کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې د ښویېدو په پېښو کې ۹ تنه مړه شوي دي.  د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې نن په یوه بیان کې وویل چې د ځمکې ښویېدو له امله اته تنه د خاتلون سیمې په کولاب ښار او شمس‌الدین شاهین، واخش او کوشانیان سیمو کې مړه شوي او یو تن هم د دوشنبې په ۱۵ کیلومترۍ د حصار په ښارګوټي کې مړ شوی دی. د بیان له مخې پرون دغو بارانونو په ځپل شویو سیمو کې د خلکو ډېرو کورونو، پلونو او نورو تأسیساتو او هم دولتي ودانیو ته زیان رسولی دی. دغې کمېټې... Читать дальше...

د ناپیلیون کمیس او یو لیک بلجیم کې نندارې ته ایښودل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ناپیلیون بناپارټ یو کمیس او یو لیک په بلجیم کې نندارې ته ایښودل شوی.  د راپورونو له مخې ناپیلون بناپارټ چې په ۱۹مه پیړۍ کې د فرانسې امپراطور و، دغه سپین رنګه او بې لستوڼو کمیس هغه مهال اغوست چې د اتلانتیک جنوب د سینټ ایلینا ټاپو کې یې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه. هغه لیک هم چې نندارې ته وړاندې شوی د هغو څو محدودو لیکونو څخه یو دی چې ناپیلیون په لاس په انګریزي لیکلی.  تمه ده چې دغه لیک به د اکتوبر په ۲۷مه په لندن کې د خرڅلاو لپاره داوطلبي ته وړاندې شي.  د بریتانیا د واترلوی موزیم مسوولین وایي،... Читать дальше...

د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وایي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي حکم پر بنسټ یې د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د بیارغونې چارې پیل کړي. دغه شرکت پر خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د ښوونځي د بیارغونې چارې به ژر بشپړې او د زده کوونکو پر مخ به یو وار بیا پرانیستل شي. سید الشهدا ښوونځی چې د کابل په دشت برچي سیمه کې موقعیت لري، د روانې شنبې په ورځ پرې موټر بم خونړي حمله وشوه چې له امله یې د ښوونځي له سلو ډېرو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته. د ملي پراختیا شرکت وایي چې اوس مهال د دغه ښوونځي... Читать дальше...

هرات کې برید؛ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا نیازی ټپي او ۳ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د وسله والو طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی دی. د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې پر ملامنان نیازي د هرات په یوه جنوبي ولسوالۍ کې وسله والو حمله کړې او هغه یې پرسر ټپی کړی دی . د ښاغلي قتالي په وینا پر ملا منان نیازي په دغه حمله کې د هغه سره درې نور کسان وژل شوي دي . قتالي وايي: "تېره شپه له لسو بجو وروسته د هرات په یوه جنوبي ولسوالۍ کې ملا عبدالمنان نیازی پر سر ټپي شوی او ورسره درې نور کسان... Читать дальше...

تاتارستان کې پر ښوونځي برید؛ د ۹ کسانو مړي د دوی کورنیو ته سپارل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هغو ۹ کسانو مړي د هغوی خپلو خپلوانو ته د ښځولو لپاره وسپارل شول چې د تاتارستان د مرکز پر یوه ښوونځي په برید کې وژل شوي وو.  مسطنتقین په دې اړه څېړنه کوي چې ولې د دې ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي د حملې لپاره په نښه شوي وو او عاملان یې څوک دي؟  په دې پېښه کې له شلو زیات کسان ټپیان شوي. ډېری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي او مسلمانان دي. وژل شوي څلور هلکان او درې نجونې، ټول د اتم ټولګي زده کوونکي بلل شوي او یو ښوونکی او د ښوونځي یو بل کار کوونکی هم په وژل شوېو کې شامل دي. یو ۱۹ کلن کس د دغې حملې... Читать дальше...

د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد راتلونکو ټاکنو ته کاندید شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید کړی او نوم لیکنه یې کړې ده. د ایران دولتي ټلویزیون نن چهارشنبه (د مې په ۱۲مه)خبر ورکړ چې احمدي نژدا د خپلو ملاتړو په ملتیا د کورنیو چارو وزارت ته لاړ او د نوم لیکنې لپاره یې لازمې فورمې ډکې کړې. ۶۴ کلن احمدي نژاد چې ورته د یوه تُندلاري محافظه کار په توګه کتل کېږي، په دې وروستیو کې یې په واکمن نظام انتقادونو ته مخه کړې ده. نوموړي مخکې د ۲۰۰۵ نه تر۲۰۱۳ کلونو پورې دوه دورې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. Читать дальше...


Музыкальные новости
Юлия Савичева

Пензенская певица ответила на жесткую критику Юлии Савичевой





Rss.plus
Владимир Путин

Путин: РФ и КНР наладят более тесное взаимодействие в инновационных отраслях




Жителям Подмосковья напомнили способы передачи показаний счетчиков

Хирург Байрамукова: массаж поможет убрать кольца Венеры на шее

Китайский автобренд VGV представил кроссоверы U70 Pro и U75 Plus в Москве

Инновации для МТК «Север-Юг»




د امریکا کانګرس ته د ولسي جرګې او د افغانستان ـ امریکا د ډموکراټیکې شورا لیک!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې دوو کمېسیونونو او د افغانستان ـ امریکا د سولې او ثبات ډموکراټیکې شورا د متحده ایالاتو کانګرس ته یو لیک لېږلی. په دې لیک کې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، د دغه هېواد د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنې یادې شوي او ترخوا یې په ۱۰ مادو کې یو شمېر موارد یاد شوي چې د ولسي جرګې د غړو په خبره که امریکا ورته پام وکړي، افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي کېدای او په دې هېواد کې د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیل مخنیوی کولی شي. په لیک کې د افغان ځواکونو یادونه شوې... Читать дальше...

د هرات والي: له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی ټپی شوی

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي تایید کړه چې له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی تېره شپه د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې ټپي شوی دی.  عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې پر هغه حمله د ګذره او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ شوې ده: "تېره شپه له لسو بجو وروسته د هرات په جنوبي ولسوالۍ کې ملا عبدالمنان پر سر ټپي شوی او درې تنه ورسره نور ووژل شول." د هرات د والي په وینا نوموړی اوس د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دی او درملنه یې کېږي.  د ملاعبدالرسول په مشرۍ دغې ډلې په ۱۳۹۴ کال د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې اعلان وکړ چې له طالبانو جلا شوې ده. Читать дальше...

د کانګرس غړي له مشرتابه څخه د 'لېز چیني' د لېرې کېدو په پار رایې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده نن چهارشنبه(د غويي ۲۲مه)‌د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشرتابه د کانګرس غړې لیز چیني د لېرې کولو لپاره رایې ورکړي. د امریکا په استازو جرګه کې له وایومینګ ایالت څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند استازې او د پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني لور لیز چیني په ښکاره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخالفت کړی و چې ګواکې دی د قانون واکمني او د جمهوري غوښتونکي ګوند اصولو ته تهدید دی.   دې همدا راز ویلي و چې ټرمپ په نوومبر میاشت کې د انتخاباتو بایللو وروسته د رایو... Читать дальше...

پر پاکستانیو عسکرو زیاتېدونکيو بریدونو ته کتنه

Mashaalradio.com 

په ورستیو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او په بلوچستان کې پرپاکستانیو امنیتي ځواکونو د زیاتېدونکیو بریدونو په ترڅ کې ۱۰ عسکر وژل شوي دي. انیسه اجمل په خپل راپور کې د وروستیو پېښو ته کتنه کړې.

هند کې د ټولبند نه عملي کولو پرضد د پولیس هلې ځلې

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې په هند کې هره ورځ کورونا وبا ګڼ وګړي اغېزمنوي او ځينې ترې مري هم، د دې هېواد پوليس په ځايې کچه د ټولبند پلیکولو لپاره هلې ځلې کوي. بلخوا د جرمني وزيراعظمه انګېلا مېرکل وايې هغه په کورونا واکسينو د دواساز کمپنيو مالکانه حقوقونو ختمولو خلاف ده. دا په داسې حال کې ده چې د صحت نړيواله اداره وايې پکار ده چې په نړۍ کې د کورونا واکسينو د غېر منصفانه رسايي درولو لړ کې صنعتي ملکونه لا نور ډېر څه وکړي. بلخوا د واشنګټن پوهنتون د داروګانو ښوونځي تازه څېړنې ښيې کېدای شي چې په نړۍ کې له کوېډ ۱۹... Читать дальше...

۲۰۷ پامیر قول اردو:کندز کې د طالبانو بریدونه په شا تمبیدلي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۷ پامیر قول اردو وایي، د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د طالبانو پراخې حملې پر شا تمبولې او دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دغې قول اردو نن چهارشنبه (د غویي په ۲۲مه)په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دوو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو پراخ بریدونه کړي وو چې دې ولسوالۍ ته د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په رسېدو او د طالبانو پر  وړاندې د پراخو ځمکنیو او هوایي بریدونو په پایله کې وسله وال په شا وتمبول شول. د قول اردو په وینا په دغو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی. Читать дальше...



Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

В День Пушкина театр кукол «Ульгэр» в райцентре Бурятии: Россия, Культура, Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице


Ига Свёнтек

Свёнтек высказалась об акции протеста экоактивистов, выбежавших на корты Рима



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Публика в восторге от ретро-хоррора Crow Country



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России