په ډېرو اسلامي هېوادونو کې مسلمانانو د کرونا د خپريدو د مخنيوي لپاره، د اختر لمونځ له ځانګړو روغتيايي تدابيرو سره ادا کړ. خو په ځينو هېوادونو کې لمونځ کونکو روغتيايي سپارښتنې ډېرې پام کې نه نېولې. د نړۍ یو شمېر هېوادونه د کرونا له درېيمې څپې سره مخ دي او وضعيت په کې ورځ په ورځ خرابيږي. نور دې راپور کې وګورئ
د اختطاف شوي عبدالرؤف کورنۍ وايي، انسان تښتوونکو ورته ګواښ کړی چې د دغه ماشوم شکنجه به زیاته کړي.
د یاد تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې انسان تښتوونکو د ده کورنۍ ته په تازه استول شوي غږیز پیام کې ګواښ کړی که ۲.۲ ملیونه ډالر ورنهکړل شي، د عبدالرؤف شکنجه به زیاته کړي.
محمد نبي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انسان تښتوونکو څخه په ترلاسه شوي پيغام کې عبدالرؤف خپلې کورنۍ ته د اختر مبارکي ویلې او له پلار څخهیې غوښتي چې برمته کوونکو ته د پيسو په ورکړې سره، دی د دوی له منګولو ازاد کړي. Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) پر ایران غږ کړی چې د کردي خبریالانو بندي کول او تاوتریخوالی دې ودروي.
دا هغه څه دي چې د بشري حقونو ډلې یې د کردي اقلیت ځپل ګڼي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون په یوې اعلامیه کې د خبري راپورونو او پېښو ته د نږدې کسانو په حواله ویلي چې ایراني چارواکو د ۲۰۲۰ کال له مې میاشتې راهیسې لږترلږه ۸ تنه کردي خبریالان نیولي دي.
له دې کسانو څخه درې تنهیې لا هم د ایراني چارواکو په بند کې دي.
یو مدافع وکیل چې د ډېری بندي خبریالانو استازیتوب کوي، دغې کمېټې ته... Читать дальше...
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ تنو بندیانو ته د بخښنې فرمان ورکړ.
د ازبکستان دولتي رسنیو ویلي، د ولسمشر میرضیایف د هغه فرمان له مخې چې د مې پر ۱۲مه لاسلیک شو، درې بندیان په بشپړ ډول خوشې شول، ۴۳ تنه په ضمانت خوشې شوي، د ۱۰ محکومینو په سزا کې نرموالی راغلی او د ۴۴ زندانیانو د بند موده راکمه شوې ده.
په دغو کسانو کې ۱۲ بهرني اتباع، څلور نارینه چې عمرونهیې تر ۶۰ کلونو ډېر دي، ۶ ښځې او ۵۲ تنه داسې کسان شامل دي چې د منع شویو ډلو په فعالیتونو کې په برخه اخیستنې تورن ول.
د اختر په لومړۍ ورځ کندز ښار کې د یو ماین چاودنې لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل. په همدې ورځ کندهار کې هم دوه چاودونو لږ تر لږه اوه کسان ووژل. دا په داسې حال کې ده چې حکومت او طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړی.
د اسرائیل پوځ وایي، ځواکونهیې د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس فلسطیني ډلې ملېشې په غزې تړانګه کې پر اسرائیلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي.
د حماس تر واک لاندې غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت نن وویل چې پر دې سیمه کې د اسرائیل په دوو ورځنیو بریدونو کې تر ۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
روغتیایي چارواکو په اسرائیل کې هم د ۷ تنو وژل کېدل تأیید کړل.
د اسرائیل هوایي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې د بیتالمقدس په ګډون د اسرائیل پر څو سیمو توغندي وویشتل.
طالبانو مشرانو! خبر یاست چې ستاسې په نوم غلاوې کېږي؟ ستاسې په نوم قاچاق کوي او ستاسې په نوم له خلکو باج اخلي؟"
دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې طالبان او حکومت دواړو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی.
په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې پر سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي اقلیتونو حملو دوام کړی او هغوی په دوامداره توګه له ترهې سره مخامخ وو.
د دغه کلني راپور له مخې چې نن خپور شوی، هندوانو تر سېکانو لږ توپیري چلند لیدلی ځکه هغوی د سېکانو غوندې ځانګړې پګړۍ نه پر سر کوي او په اسانۍ نهپېژندل کېږي.
د مذهبي اقلیتي مشرانو له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د سېکانو او هندوانو د شمېر له کمېدو سره د دوی عبادت ځایونه هم کم شوي دي.... Читать дальше...
دوه غر ختونکي په اورست غره کې مړه شوي دي.
په نیپال کې د غر ختنې چارو تنظیموونکو نن وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.
دوی د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ۵۵ کلن امریکایي او ۴۰ کلن سویسي غر ختونکي د ستړیا له کبله مړه شوي دي.
هر کال په منځني ډول پنځه غر ختونکي په اورست غره کې چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده، مړه کېږي.
د نړۍ مسلمانانو د دوهم کال لپاره کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي په ټولې نړۍ کې خوره ده.
کوچنی اختر په ډېری مسلمانو هېوادونو کې نن پیل او درې ورځې به دوام ولري، خو د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه د کرونا ویروس د خطر د کمېدو په هدف د رامنځته شویو محدودیتونو سره لمانځي.
دا اندېښنې هم شته چې خلک به ښایي روغتیایي سپارښتنې سمې رعایت نهکړي.
په اندونیزیا کې چې د نړۍ یو له ګڼ مېشتو اسلامي هېوادونو څخه دی، حکومت خلک خپلو اصلي ټاټوبو ته له ورتلو منع کړي دي.
دا اقدام کولای... Читать дальше...
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف یوه حساسه لایحه لاسلیک کړه او په قانونیې واړوله چې له ډېرې مودې راهیسې بحث ورباندې کېده.
دغه قانون په قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخه نیسي.
قزاقستان په منځنۍ اسیا کې د تېلو له اړخه بډای هېواد دی.
توکایف په فبرورۍ میاشت کې د پنځه کلن قانوني مهلت په نامه یوه لایحه بهرني اتباعو ته وړاندې کړې وه.
هغه وروسته له دې دا اقدام وکړ چې زرګونه کسانو په قزاقستان کې په بېساري لاریونونو سره د کرنې په برخه کې د بهرنۍ پانګونې... Читать дальше...
د برښنا شرکت یو تخنیکي کارکوونکی د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د یوې ویجاړې شوې ستنې د بیا رغېدو پر مهال په ماین کې ټپي شوی دی.
د ازبکستان د وارداتي برېښنا دا ستن تېر ماښام د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په بم الوزول شوې وه.
د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار چې زموږ همکارانو کار پیل کړ، له بده مرغه د دې ستنې ترڅنګ د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې یو کارکوونکی ټپي شوی دی."
ښاغلي نیازي زیاته کړه چې هڅه کوي د نن ورځې تر پایه دا ستن ترمیم شي.
تر دې دمخه ورځو کې په همدې کلکان... Читать дальше...
په افغانستان کې د اختر او د درې ورځني اوربند پیل بې مرګژوبلې نهو، په کندهار ولایت کې د ماین په دوو چاودنو کې اووه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار ۹:۳۰ دقیقې د پنجوايي ولسوالۍ په صالحان سیمه کې پر یو ټکسي موټر د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او دوه ماشومان او یو تن بل ټپیان شول."
بل لور ته نن سهار په ۱۰:۱۵ دقیقې د میوند په بازار کې یو بل ماین وچاودېد چې له املهیې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شول. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، دا څویم ځل دی چې امریکايي چارواکي د افغانستان د مسئلې په اړه څرګندونې کوي.
تازه د اقیانوس او هند په څانګه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاکون) سرپرست مرستیال ډېوېډ هلوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې په ناسته کې له افغانستانه په ځانګړې توګه له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ خبر ورکړ.
ښاغلي هلوي د دغې کمېټې د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل، که چېرې په افغانستان کې پر سولې هوکړه ونهشي، نو امریکا به د افغان دولت ترڅنګ ودرېږي. Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې ناامنۍ په شمال زون کې د یاد بنسټ فعالیت له ننګونو سره مخ کړی.
د افغانستان په شمال کې د دغه کمېسیون د سیمهییز دفتر مشر سید محمد سامع د زیاتېدونکې ناامنۍ په اړه اندېښمن دی.
دی وايي چې د ګواښونو او طالبانو له لوري د حملو د زیاتوالي په علت دا کمېسیون نهدی توانېدلی چې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې په بشپړ ډول او د بلخ او سمنګان په ځینو سیمو کې د بشر حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
ښاغلي سامع زیاته کړه: "شته ګواښونه اساسي علت دی... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني نن( د مې پر ۱۳مه) د اختر په مناسبت په پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کښېني.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د مې پر ۱۲مه پر ولس غږ وکړ چې په اختر کې دې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او د وایرس خپراوي مخنیوي ټولې لارښوونې دې عملي کړي. پاکستان تر اوسه تر ۳،۷ میلیونه زیاتو کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکړي.
جنرال قمر جاوید باجوا دا څرګندونې پرون په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د شازادفیرې اینجېلا ایګېلر سره د لیدو پر مهال کړې دي.
سولې ته د رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه اخیستنه، انتخابات، سیاسي حللاره، د جګړې او ویجاړیو پای ته رسېدل او د ملت د غوښتنې منل، د کوچني اختر له لمانځه وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وینا مهم ټکي وو.
ښاغلي غني پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۳» د اختر په لومړۍ ورځ، افغان ولس ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې له بده مرغه لا هم په هېواد کې وینه تويېدنه روانه ده.
نوموړي د کابل په دشت برچي کې په سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم چاودنې، په کونړ کې د قرانالکریم پر حافظانو... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت پیغام کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند دې وغځوي.
ولسمشر غني وویل، جګړه پوځي حللاره نهلري او بالاخره باید پای ته ورسول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې ټول افغانان سولې ته تږي دي او ټول اړخونه باید د سولې لپاره هڅې وکړي.
طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ویلي چې هغه به ونهغځوي. دا خبره تېره شپه د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وکړه.
ښاغلی غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې ټولګټو تأسیساتو ته له زیان رسولو دې لاس واخلي.... Читать дальше...
د کورونا وبا له کبله د کراچۍ په ګډون په ټول ملک کې ټرانسپورټ تړل شوی خو مساپروړونکي رېل ګاډې روان دي چې پکې تر اختر مخکې هره ورځ په زرګونه خلک سفر کوي. دوی وايي، یو خو کرایې لوړې شوې بل دا چې په اسانۍ رېل ګاډي هم نه پیدا کېږي چې دوی پر وخت کور ته ورسي. نور په ویډیويي راپور کې.
حماس نن سهار وختي په سلګونه توغندي د تلابیب په شمول د اسرائیل د نورو سیمو په لور وویشتل او اسرائیل خبرداری ورکړی چې پر غزې به هوایي بریدونو ته ادامه ورکړي.
په دې ترڅ کې نړیوالو غوښتي چې په دې سیمه کې چې له څو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ جګړه پيل شوې ده وضعیت ښه کړي.
له دوشنبې راهیسې چې دا جګړه پيل شوې ده، د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ ټیلیفوني مکالمه کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د خبرو پر مهال د اسرائیل د توغندیو د برید ننګه وکړه... Читать дальше...
حماس ډلې نن سهار پر تلابیب او د اسرائیل پر نورو برخو په سلګونه توغندي وایشتل او اسرائیل ژمنه وکړه چې پر غزې به هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.
په عین حال کې نړیوالو په سیمه کې د رامنځته شوي کړکېچ چې په وروستیو څو کلونو کې یې ساری نهدی لیدل شوی، د کمېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیل د امنیت او له ځان څخه د دفاع د حق کلک ملاتړ کړی او له غزې یې توغندویي بریدونه غندلي دي.
د سپینې ماڼۍ په وینا بایډن ویلي چې دی هیلهمن... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په جینوسایډ یا ډلوژنې تورن کړ.
دې وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په کلني راپور کې چې پرون چهارشنبهیې خپور کړی، دغهراز ایران او روسیه په نړۍ کې له مذهبي ازادیو ستر سرغړوونکي بللي دي.
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د دغه کلني راپور څخه په استفادې غواړي د هغو هېوادونو نومونه په ډاګه کړي او هغوی وشرموي چې نوموړی یې له مذهبي ازادیو ستر تېري کوونکي بولي.
ښاغلی بلېنکن په نړۍ کې مذهبي ازادۍ نړیوال بشري حق بولي. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России