Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 05.06.2021

برازیل د روسیې سپوټنیک وي واکسین تایید کړ 

Pa.azadiradio.com 

د برازیل د روغتیایي چارو ادارې د روسیې سپوټنیک وي واکسین تایید کړ.  دې ادارې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) له څه باندې اووه ساعته بحثونو وروسته د دې واکسین له مشروط استعمال سره موافقه وکړه.  د برازیل د روغتیایي چارو ادارې وویل چې سپوټنیک وي واکسین به یوازې هغو مشرانو ته ورکول کېږي چې ښه صحت لري.  برازیل په اپریل کې د روسیې د کرونا ضد واکسین له صادراتو سره د دې لپاره مخالفت کړی و چې د برازیل د روغتیایي چارو ادارې ویلي و چې دا واکسین خطر لري او کیفیت یې ښه نه دی.  په برازیل کې تر اوسه ۱۶ میلیونه... Читать дальше...

عمران خان: د افغانستان په اړه د اسلام اباد ستراتیژي بدله شوې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد ستراتیژي بدله شوې ده.  عمران خان له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو د افغانستان مسالې ته په بل نظر کتل: "د پاکستان پخوانی سیاست دا و چې دوی په افغانستان کې د هند له زیات نفوذه ویرېدل، نو د پاکستان ستراتیژیک عمق افغانستان و چې د دښمن افغانستان او هند ترمنځ ساندویچ نه شي. دا د پخوانیو حکومتونو تګلاره وه. زما حکومت داسې احساسوي چې دا له وخته تېره شوې پالیسي ده، موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو."... Читать дальше...

اسټن: مک‌کنزي دې له افغانستانه د امریکايي همکارانو د ایستلو لارې معلومې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مک‌کنزي مؤظف کړی چې له افغانستانه د دوی د ملکي همکارانو د ایستلو لارې چارې معلومې کړي.  د 'ډیفینس ون' خپرونې د راپور له مخې مک‌کنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې دې ځواکونو سره یې کار کړی دی.  دا هغه ژباړونکي او کار کوونکي ښودل شوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ژوند د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخېدای شي.  د راپور په دوام کې راغلي، اوس به د سپینې ماڼۍ د پرېکړې له... Читать дальше...



اردوغان: ترکیې په تور سمندرګي کې طبیعي ګاز کشف کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې په تور سمندرګي کې یو سل او پنځه دېرش میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز کشف کړی دی.  اردوغان پرون جمعه(د غبرګولي ۱۴مه) وویل چې د ساکاریا په سیمه کې د دې ګازو له کشف سره په سیمه کې د ترکیې د ګازو کچه پنځه سوه څلوېښت میلیارډه متر مکعبو ته ورسېده. د ترکیې ولسمشر تمه ښکاره کړه چې په تور سمندرګي کې ښایي نور ګاز هم کشف شي.  ترکیې پروسږکال د ساکاریا په سیمه کې څلور سوه پنځه میلیارډه متر مکعب طبیعي ګاز کشف کړی و.

غزني چارواکو د 'ده یک ولسوالۍ' مرکز له اصلي ځایه بل ځای لېږدولی

Pa.azadiradio.com 

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ مرکز یې له خپل اصلي ځای څخه انتقال کړی دی.  د والي ویاندو واحدالله جمعه زاده د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي دي چې د دغه ولسوالۍ مرکز یې د سیمې د ولسونو په غوښتنه انتقال کړی دی. نوموړي وویل: "له اصلي ځایه فقط سل متره هغه خوا ته چې مخکې د تپې په بېخ کې و اوس مو د تپې سرته پورته کړی چې د امنیت د ښه والي په خاطر او همدا رنګه د ولسونو غوښتنه وه چې په دغه سیمه کې دوی زیات وخت له جګړو په عذاب وي، نو په هم هغه خاطر... Читать дальше...

اسپانیې او پرتګال د فوټبال نړیوال جام د کوربه توب تړون لاسلیک کړ

Pa.azadiradio.com 

اسپانیې او پرتګال د فوټبال د ۲۰۳۰ میلادي کال نړیوال جام د کوربه توب لپاره د ګډو هڅو رسمي تړون لاسلیک کړ.  د دواړو هېوادونو د فوټبال فدراسیون چارواکي پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) داسې مهال دې موافقې ته ورسېدل چې  د پرتګال صدر اعظم انتونیو کوسټا او اسپانیایي سیال یې پیدرو سانخیز د همدې هڅو د ملاتړ په خاطر دولتي هوکړه لاسلیک کړه.  پرتګال تراوسه هېڅکله د فوټبال نړیوال جام کوربه نه دی پاتې شوی، خو اسپانیې ۱۹۸۲ کال کې د دې جام کوربه توب کړی دی.  راتلونکی کال قطر او ۲۰۲۶ کال کې امریکا، کاناډا او مکسیکو د فوټبال نړیوال جام ګډ کوربه توب کوي.

افغانستان له یو شمېر هېوادونو د روغتیایي وسایلو د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او ګاونډ له هېوادونو د اکسیجن او نورو روغتیایي وسایلو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه. د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) په دغو هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو وغوښتل چې د روغتیایي ملاتړ د راجلبولو لپاره هڅې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د همغږۍ په دې ناسته کې افغان ډيپلوماتانو ته دنده ورکړل شوه چې باید خپلو کوربه هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او کابل مېشتو بهرنیو سفیرانو سره په دې هدف تماسونه ونیسي. ... Читать дальше...

اروپایي ټولنې د بلاروس د الوتکو پر مخ د اروپا هوایي حریم بند کړ

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې پر بلاروس د بندیزونو اقدامات شدید کړي او د دغه هېواد د الوتکو پر مخ یې د اروپا هوایي حریم بند کړ.  د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې چې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) خپره شوه راغلي، د ټولنې له ټولو ۲۷ غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د بلاروس هوایي شرکت الوتکو ته د الوتنې او ناستې اجازه ورنه کړي.  دا محدودیت د اروپا په وخت له تېرې شپې ۱۲ بجو را په دې خوا عملي شوی دی.  وروسته له دې د بلاروس حکومت په منسک کې د راین ایر شرکت یوه الوتکه د بمب په دروغجن خبرداري ناستې ته مجبوره کړه، اکثره اروپایي... Читать дальше...



د بدخشان چارواکي: ماین چاودنې د ملي اردو دوه سرتیري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي وایي چې په ارګو ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتیري د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.  د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته ویلي، د پرون (جمعه-د غبرګولي ۱۴مه) ورځې دې پېښه کې دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي: "د دویمې پلې لوا د قوماندان موټریز کاروان د جمعې ورځې په ۱۲ بجو له درایم ولسوالۍ نه د تېریدو پرمهال د ارګو ولسوالۍ په اب باریک سیمه کې د سړک غاړي پر خښ شوي ماین برابر شو."  نظري زیاته کړه، دې چاودنه کې د لوا قوماندان ته زیان نه دی اوښتی.  تراوسه چا د چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

برېښنا شرکت: د برېښنا نړول شوې پایې ورغېدې او فعالې شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د کابل په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې یې د برېښنا نړول شوې ستنې جوړې کړي دي.  دوی تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، له دې سره بېرته کابل او شااوخوا ولایتونو ته یې وارداتي برېښنا په عادي ډول وصل شوه.  د برېښنا پایه د وروستي ځل لپاره تېره سې شنبه د قره باغ ولسوالۍ په شینوارو سیمه کې ونړول شوه چې کابل او یو شمېر نور ولایتونه یې تیاره کړل.  برېښنا شرکت له دې وړاندې هم د برېښنا د ۱۳ پایو د نړولو خبر ورکړی و.  د افغانستان اوسنۍ برېښنا ۷۰ په سلو کې وارداتي ده چې له ترکمنستان، ازبیکستان او تاجکستان نه یې اخلي.

امریکا افغانستان سره د تل پاتې ملاتړ لپاره ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په حال کې د امریکا متحده ایالاتو له دغه هېواد سره ۲۶۶ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.  په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا ژمنې ښکاره دي.  په دې اعلامیه کې چې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) خپره شوه ویل شوي چې له افغانستان سره به د امریکا بشپړې سیاسي او اقتصادي اړیکې دوام ولري.  د امریکا له دې مرستو به د ۴ اعشاریه ۸ میلیونه بې ځایه شوېو کسانو په ګډون ۱۸ میلیونه اړمن افغانان برخمن شي. Читать дальше...

نیوزویک: چین او پاکستان د هغه دښمن پر خلاف لاس یو کوي چې امریکا یې موجودیت ردوي

Pa.azadiradio.com 

نیوزویک مجلې نیوزویک مجلې تر دې سرلیک لاندې چې "چین او پاکستان د هغه دښمن پر خلاف لاس یو کوي چې امریکا یې موجودیت ردوي".   په دې لیکنه کې وړاندې لولو، چین او پاکستان په افغانستان کې په داسې حال کې د خپل ستراتېژیک مشارکت د پراختیا په لټه کې دي چې امریکا خپل پوځیان له دوو لسیزو وروسته باسي.  نیوزویک د چین په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې ورځې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا درې اړخیزه غونډه د درې خواوو په منځ کې... Читать дальше...

د ایران نګهبان شورا ولسمشریزو ټاکنو ته د ځینو نوماندانو ردول بیا ارزوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ایران نګهبان شورا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یوازې ۷ نوماندان تایید کړي، خو د ایران مذهبي مشر په ظاهره پر دې کار نیوکه کړې. اوس دغه شورا وایي، د نوماندانو ردول له سره ارزوي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د جمعې (د غبرګولي ۱۴مه) په ورځ یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د ځینو نوماندانو د واکونو د ارزونې پر مهال له هغوی سره ظلم شوی دی. که څه هم ښاغلي خامنه یي کوم ځانګړي بنسټ ته د ملامتیا ګوته ونه نیوله، خو ایران کې همدا نګهبان شورا د کاندیدانو د لېست پرېکړه کوي. دې شورا... Читать дальше...

پوځ: هلمند کې طالبان او ملکیان د پوستې 'چور' ته راغلي وو چې د برید ښکار شول

Pa.azadiradio.com 

افغان پوځیان د هلمند په نهر سراج کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو مني چې یوه هوایي برید کې ملکیان هم په نښه شوي دي.  د ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندان سمیع سادات رسنیو ته ویلي، دوی پر هغې اډې هوایي ګزار وکړ چې له سقوط وروسته طالبان د پوځي وسایلو د وړلو په خاطر ورغلي وو.  نوموړي ویلي: "کیسه داسې وه چې زموږ یوه پوسته سقوط شوې وه، بیا طالبان او ځینې خلک ورسره راغلي وو چې ځینې شیان چور کړي، دې وخت کې هوایي قوه راغله او اجرائات یې ورباندې وکړل. دوی د نظامي اډې په داخل کې وو، نظامي اډې... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Дима Билан

Билан заявил, что согласен стать отцом ребенка от Лолиты Милявской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Большой шлем

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мир

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России