Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 08.06.2021

رباب جوړونکی: د طالبانو په احمتالي راتګ ښايي د رباب غږ غلی شي

Pa.azadiradio.com 

يو پخوانی رباب جوړونکی په افغانستان کې د موسیقۍ د دې اصيلې سیمه ییزې الې د غږ غلې کېدو اندېښنې اخیستی. محمد یوسف قادري ته رباب جوړونه له میراث پاتې ده. دی اوس هم هر کال په لسګونو ربابونه جوړوي خو اندېښنه لري چې د طالبانو په احتمالي بیرته راستنیدو سره به دا کار له لاسه ورکړي. په دې ویډیويي راپور کې به موږ تاسو د رباب جوړولو کار ځای ته وړو:

چارواکي: لغمان کې لس کانالونه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په لغمان ولايت کې له سیمه ییزو پراختیايي شوراګانو سره د اوبو لګولو د لسو کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا کانالونه د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له لارې په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې جوړېږي. د نوموړي په خبره د یادو کانالونو ټولیز لګښت ۴۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې خلکو ته به د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ سلګونه هکټاره ځمکه هم خړوبه کړي. د کرنې وزارت چارواکي وايي،... Читать дальше...

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړې

Mashaalradio.com 

د بنو په جانيخیلو کی د یوه مشر تر وژل کېدو وروسته د پیل شوي احتجاجي پرلت سمبالوونکي وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو ډېر ژر د اسلام اباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي. د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه. د جون پر اتمه د پرلت نهمه ورځ ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.



بلخ کې لرغونو اثارو ته ور پېښ ګواښ؛ "نمناک او ژوبل ځای کې ساتل کیږي"

Pa.azadiradio.com 

بلخ چې یو وخت د لرغونو شتمنیو او تاریخي اثارو د لرلو له پلوه له نیشاپور، بخارا او هرات سره یو شان بلل کېده، خو اوس دې ولایت کې د موزیم نشتون لرغوني اثار لکه د طلا په اوبو لیکل شوی انجیل، د بودا او پرتې غوا مجسمه او لسګونه نور اثار په یوه نمناک او ژوبل ځای کې ساتل کېږي.  د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر مطیع الله کریمي، ازادي راډیو ته وویل چې دا لرغوني اثار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.  دی وايي، حکومت دې باید د لرغوني انجیل او د بودا مجسمې او داسې نورو اثار ساتنې ته پامرنه وکړي: "د موزیم... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان دیني عالمان سبا چهارشنبه پر سولې غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان دیني عالمان سبا چهارشنبه(د غبرګولي ۱۹مه) د افغانستان د سولې په اړه ګډه غونډه کوي.  د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، دا یو ورځنۍ غونډه د سعودي عربستان په کوربه توب او د رابطه عالم اسلامي تر څارنې لاندې د مکې په ښار کې دایرېږي.  د دغه وزارت ویاند ناصر حسیني نن سې شنبه(د غبرګولي ۱۸مه)  ازادي راډیو ته وویل، په دې انلاین کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان د مشهورو دیني عالمانو ترڅنګ د اسلامي همکارۍ سازمان ځینې غړي، په سعودي کې د افغانستان او پاکستان سفیران او د دوو هېوادونو د حج او اوقاف وزیران هم ګډون کوي. Читать дальше...

ډاکتران: غزني کې په ښځو کې رواني ناروغي زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د غزني روغتیا چارواکي وايي په دې وروستیو کې د رواني ناروغیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.   دوی وايي د ورځې له ۴۰ تر ۵۰ پورې د دغه ناروغیو ناروغان له ولسوالیو پرته یوازې د غزني په ملکي روغتون کې ورته مراجع کوي چې زیاته برخه‌یې ښځې دي.   فقر، بې‌وزلي، کډوالي، سختې جګړې، کورنی تاوتریخوالی، ناسمه پوهه، کم علمي، ښځو ته په ښه سترګه نه‌کتل، بې‌سوادي او داسې نور هغه څه دي چې روغتیاپالان وايي، په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې یې ډېری ښځې په رواني ناروغیو اخته کړې دي.   دوی وايي، تر څو پورې چې... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: سي‌ای‌اې په افغانستان کې د نوي چلند د خپلولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو روان بهیر بیا هم د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام وراړولی دی. نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره (سي‌ای‌اې) په افغانستان کې د نوي چلند د خپلولو هڅه کوي. ورځپاڼه پیل کې وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتلو، سي‌ای‌اې اړ کړې چې د استخباراتي معلوماتو راټولولو او افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په شمول د ځینو کارونو د ترسره کولو لپاره نویو نورو لارو چارو خپلولو پسې وګرځي. لیکنه وايي چې د امریکا د مرکزي... Читать дальше...



وضعیت په کوم لوري روان دی او د سولې برخلیک څه کېدای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د دې اوونۍ ۲۵ دقیقې بحث د سولې هڅو او هم‌مهاله ورسره د تاوتریخوالي زیاتوالي ته ځانګړی شوی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه وکړه. دې غوښتنې ته د تېر په څېر مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی، بلکې برعکس تاوتریخوالی زیات شوی دی. وروستیو شپو ورځو کې د لږترلږه دوه ولسوالیو د سقوط خبرونه خپاره شول. دا د غور شهرک او د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ دي. هم‌مهاله د سولې او جګړې هڅې په څه معنی؟ وضعیت په کوم... Читать дальше...

'له تولید تر مارکېټه'؛ غزني کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ملي کنفرانس جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د ښځو د پرمختګونو، اقتصادي پیاوړتیا، لاسي صنایعو ته د بازار موندنې، د ښځو په وړاندې د خنډونو او حل‌لارو د موندلو په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړ شوی و.  په دغه کنفرانس کې ډېری مېرمنو ګډون کړی وو او په‌کې د ښځو په لاس یو شمېر جوړ شوي شیان نندارې ته وړاندې شول.  «له تولیده تر مارکېټه»، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دغه ملي کنفرانس د یکشنبې په ورځ په غزني کې جوړ شوی و. دغه کنفرانس کې د دولتي چارواکو ترڅنګ تر ۱۵۰ پورې سوداګرو ښځو، د ښځو فعالانو او نورو ولسي ښځو ګډون کړی وو.  په غزني... Читать дальше...

ستانکزی: د سولې پروسه د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت د سولې مرکچي ټيم مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د سولې پروسه د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري. ښاغلي ستانکزي او د مرکچي پلاوي ځینو غړیو دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) د افغان سولې لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني او د یوناما له مشرې دیبرا لاینز سره کتلي. دغه پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي ستانکزي له مطلق القحطاني سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان دولت د سولې د خبرو د جدي پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړي په حاشیوي مسایلو باندې وخت ضایع شي. دوی همدا راز د سولې د مذاکراتو درېیم پړاو په پرمختګ باندې ټینګار کړی. Читать дальше...

چین کې افغان سفیر: د چین له خوا ۷ لکه ډوزه واکسینونه کابل ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، را روانه پنجشنبه د چین له خوا اووه لکه ډوزه واکسینونه کابل ته رسېږي. جاوېد احمد قایم پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) په خپله فېسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی. هغه ویلي چې د چین د بیولوژيکي محصولاتو د تولید د انسټيټیوټ د کرونا دا اووه لکه ډوزه واکسینونه او په همدې شمېر سرنجونه له افغانستان سره مرسته کړي دي. د قایم په خبره یکشنبه دا مرسته افغانستان ته بار شوې او په درېیو ورځو کې به ورسېږي. چین داسې وخت له افغانستان سره د کووېډ-۱۹ د واکسینونو مرسته کړې چې یکشنبه د... Читать дальше...

د ۲۰۹ شاهین قول اردو: فاریاب کې یو کنډک لا هم مقاومت کوي

Pa.azadiradio.com 

په شمال کې د ملي اردو چارواکي د فاریاب د قیصار وضعه ښه نه بولي، خو وايي چې د دوی یو کنډک لا هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "اوس وخت د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په قیصارو کې دی. متاسفانه ټولو پولیسو او امنیتي ځواکونو سیمې پرېښې ده. یوازې د ملي اردو کنډک هلته شته او له دښمن سره مبارزه کوي." رضايي وویل چې په قیصار ولسوالي کې د طالبانو سنګرونه تېر ماښام بمبار شوي او درانه تلفات ور اړول شوي. هاخوا د فاریاب... Читать дальше...

ارمنستان ۲ تنه اذربایجان ته د جاسوسۍ په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان دوه تنه اذربایجان ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د ارمنستان د ملي امنیت ادارې تېره ورځ دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په نیول شوېو کې یو کس پخوانی پوځي افسر دی چې د نګورنو قره باغ په اړه یې د اذربایجان پوځ پټ معلومات ورکول. په بیان کې راغلي چې نیول شوېو کسانو تېر کال د ارمنستان د پوځي تجهیزاتو او پوځیانو په اړه اذربایجان ته معلومات ورکول هغه وخت چې د دواړو هېوادونو تر منځ سخته جګړه روانه وه. ارمنستان او اذربایجان تېر کال په نګورنو قره باغ باندې شپږ اوونۍ سخته جګړه وکړه چې بلآخره د روسیې په منځګړیتوب سره اوربند ته ورسېدل. Читать дальше...

اروپايي شورا پوتین ته: د وضعیت کړکېچنېدل د هېچا په ګټه نه دي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي شورا رییس چارلز میشل د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي. هغه ویلي چې د وضعیت زیات کړکېچنېدل د هېچا په ګټه نه دي. اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي میشل له ولسمشر پوتین سره په دې ټیلیفوني مکالمه کې ویلي چې اروپايي شورا مې میاشت کې په روسیې بحث کړی او د اروپايي ټولنې او اروپايي هېوادونو پر وړاندې یې د مسکو پاروونکي فعالیتونه غندلي. میشل همدا راز په خپل ټوېټر کې لیکلي، اړیکې یواځې هغه وخت ښې کېدلای شي چې روسیه خپل ورانکاره فعالیتونه ودروي. کرملین'د روسیې... Читать дальше...

بلېنکن: نه غواړو د 'نارډ سټریم ۲پروژې' تر پوره کېدو اوکراین زیان وویني

Pa.azadiradio.com 

امریکا متحده ایالاتونو او د ختیځې اروپا ګڼو هېوادونو له 'نارډ سټریم دوه پروژې' سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا پروژه د روسیې په انرژۍ د اروپا د لا زیاتې اتکا د اوکراین د اقتصاد او امنیت د کمزوري کولو لامل کېږي. له دې سره-سره د ولسمشر جو بایډن ادارې تېره میاشت موافقه کړې چې جرمني ته د روسیې د طبیعي ګازو د انتقال پر پروژې له ځینو بندیزونو تېر شي، هغه کار چې له جرمني سره د اړیکو د ښه کېدو په خاطر شوی. برلین له نارډ سټریم دوه پروژې کلک ملاتړ کوي. تمه ده چې د روسیې طبیعي ګاز د بالتیک سمندرګي له لارې جرمني ته انتقال شي. Читать дальше...

خلیلزاد: د سولې تر ټینګښته امریکا د افغان پوځ هر ډول لاسنیوي ته چمتو ده

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی. هغه له افغانستان سره د هر اړخیزې مرستو ډاډ ورکړی. خلیلزاد د دویم وار لپاره د خپلو همکارانو په ملتیا پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) مازدېګر په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره کتلي. ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان او امریکا تر منځ د همکارۍ په نوي فصل چې په کې د سیاسي، اقتصادي، ډپلوماټیکو او امنیتي اړیکو دوام دی بحث وشو. د اعلامیې له مخې امریکايي پلاوي له افغانستان سره په یادو برخو کې د خپل هېواد  حکومت هوډ څرګند کړ. Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

В сказке театра кукол Ульгэр приключения и опасности, интересные знакомства и встречи - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


ATP

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России