ملي امنیت: ننګرهار کې د داعش مهم غړی 'میراغا' نیول شوی
په ننګرهار ولایت کې چارواکي د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه مهم غړي د نیولو خبر ورکوي. د ملي امنیت ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ اړوند فارم هډې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې مهم غړی میراغا ژوندی نیول شوی دی. د خبرپاڼې له مخې نیول شوي کس په ننګرهار کې د داعش سخت دریځې ډلې لپاره د ترور، چسپکي ماینونو او اختطاف په برخه کې فعالیت کاوه. داعش چې د لومړي ځل لپاره یې په ننګرهار کې سر را اوچت... Читать дальше...