Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 13.06.2021

هېواد: د مکې له حرمه دې د افغان سولې لپاره پورته شوی غږ بدرګه شي

Pa.azadiradio.com 

مسیر مسیر ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې په دې هېواد کې د کرونا درېیمه څپه هره ورځ د خلکو ژوند اخلي او هره ورځ سلګونه خلک پر دې ویروس اخته کېږي، خو د حکومت کمزوری مدیریت هغه څه دي چې اندېښنې یې راپورته کړې دي. ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، د کرونا درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې خطرناکه بلل شوې، خو په افغانستان کې یې څوک دومره پروا نه‌کوي، قرنطین نه مراعت کېږي، دا په داسې حال ده چې د کرونا وبا د لومړۍ څپې په څېر مالي امکانات هم نه‌شته. مسیر د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ لیکلي، روغتونونه د درملو، بسترونو... Читать дальше...

ارمنستان په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه اذربایجان ته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان د اذربایجان له ډېرو غوښتنو وروسته د نړیوالو په منځګړیتوب په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه باکو ته وسپارله.  د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) د دې خبرې د تأییدولو ترڅنګ وویل چې د نقشې په بدل کې یې ۱۵ ارمنیان چې په اذربایجان کې بندیان وو، خوشې کړي دي.  د ارمنستان له لوري اذربایجان ته په سپارل شوې نقشه کې د ۹۷ زره ایښودل شویو ماینونو ځایونه ښودل شوي دي.  د تېر کال د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې پورې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې اذري ځواکونو هغه... Читать дальше...

پاکستان کې سلګونه کسان په کاناډا کې د یوې وژل شوې کورنۍ په ویر راټول شول

Pa.azadiradio.com 

سلګونه کسانو پرون (شنبه) د هغې پاکستانۍ کورنۍ د ویر په مراسمو کې ګډون وکړ چې تېره یکشنبه په کاناډا کې په موټر ووهل شوه. د راپورونو له مخې، د جون په شپږمه یوه ۲۰ کلن سړي په خپل پیک‌اپ موټر د کاناډا په لندن ښار کې د یوې پاکستاني‌الاصله کاناډايي کورنۍ ۴ غړي ووهل.  په دې پېښه کې سلمان افضل، مېرمن‌یې مدیحه سلمان، مور یې او یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په داسې حال کې مړه شول چې له سړکه تېرېدل.  د کاناډا پولیسو د نتانیال والټمن په نوم یو کس تورن کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د کرکې له مخې دا جرم کړی دی.  ټاکل شوې ده چې تورن سبا (دوشنبه) محکمې ته حاضر شي. Читать дальше...



جو بایډن د جاپان صدراعظم ته د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جاپان له صدراعظم یوشیهاید سوګا سره په کتنه کې د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو په عین حال کې یې وویل، په‌کار ده چې د برخه‌والو د خوندیتوب لپاره روغتیايي تدابیر په پام کې ونیول شي.  د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، بایډن په بریتانیا کې د «جي-۷» ډلې د سرمشریزې په څنګ کې پرون د جاپان له صدراعظم سره په خبرو کې وویل، پر هغو امریکايي لوبغاړو ویاړي چې د توکیو د لوبو لپاره روزل شوي دي.  په ۲۰۲۰ م کال د توکیو المپیک لوبې په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځنډول شوې. Читать дальше...

د امریکا په درې ایالتونو کې ۲ تنه په ډزو وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په درې ایالتونو کې په ډزو ۲ تنه وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل شوي دي.  دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو د نرمېدو له کبله د خلکو سفرونه، راټولېدنې او راشه درشه ډېره شوې ده.   دا بریدونه وړمه شپه او پرون په تکزاس، ایلینویز او جورجیا ایالتونو کې وشول.  دا په روان کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۷مه حمله ده چې پر خلکو کېږي.

بلخ کې د طالبانو د حملو زیاتوالی؛ افغان ځواکونه له زارع ولسوالۍ په شا شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت پر زارع ولسوالۍ د طالبانو د حملو د زیاتوالي له امله افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي دې ته اړ شول چې پرون د دې ولسوالۍ او د امنیه قومندانۍ له ودانیو ووځي. د بلخ امنیه قوماندان جنرال داوود تره‌خېل رسنیو ته وویل چې د زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي ازادي راډیو ته وویل ولسوالۍ بلې سیمې ته لېږدول شوې ده.  ښاغلی رضايي زیاتوي: "د بلخ د پوځي شورا د پرېکړې او د خلکو د غوښتنې پر اساس او هم دا چې دغه ساحه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو استازی: افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ وباله. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي ارنولد پرون له حنیف اتمر سره د سولې د بهیر د چټکېدو پر اهمیت او پر یوه هر اړخیز او فوري اوربند ټینګار وکړ.  د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مهمه وبلله.

له سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د همکارۍ پر دوام د افغان حکومت ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.  د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د افغانستان لپاره د دې کمېټې له نوي مشر ایلوی فیلین او مل پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشردوستانه فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې کمېټې سره به همکارۍ ته دوام ورکړي.  د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وروستیو څه باندې څلورو لسیزو کې د بشري مرستو په برخه په تېره... Читать дальше...

میدان وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان د زده‌کړو انستتیوت اور اخیستی

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وایي، پرون د میدان وردګ ولایت په فاروق‌خېل سیمه کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده‌کړو پر انستتیوت د هاوان مرمۍ ولګېدې او اور یې واخیست.  د ۲۰۳ تندر قول اردو د یوې خبرپاڼې له مخې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېره هڅه وکړه چې د روزنې د دغې مؤسسې ودانۍ له بشپړ سوځېدو وِژغوري. د ځاني تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي او وسله‌وال طالبان د دې پېښې مسؤل بلل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي. عبدالوکیل خان د افغانستان د کرنې د ودې لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

پاکستان په کابل کې خپله د قونسلګرۍ څانګه تړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وایي چې په کابل کې به‌یې د قونسلګرۍ څانګه سر له نن څخه د یوې اوونۍ پر مخ تړلې وي.  په کابل کې د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د کرونا وبا د وضعیت د لاخرابېدو له امله شوې ده. سفارت ویلي چې په انلاین بڼه به د ویزو د صادرولو چارې دوام ولري. په عین حال کې په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون ورته اعلان وکړ او ویې‌ویل چې د قونسلګرۍ څانګې فعالیت سر له نن څخه ځنډوي.

ناټو: د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت په اړه کار روان دی

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د کابل نړیوال هوایي ډګر (د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر) او بهرنیو سفارتونو په ګډون د مهمو بنسټیزو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو په اړه مختلف لوري بېلابېلې څرګندونې کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو غړي هېوادونه په دې کار کوي چې له افغانستان سره د خپل ملاتړ په دوام د کابل د نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو امنیت په څه ډول خوندي کولای شي. سټولټنبرګ دغه څرګندونې د ناټو د غړو هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې د تېرې جمعې په ورځ په بروکسل کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وکړې. Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3    




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России