امریکایي پلاوی ترکيې سره د حامدکرزي هوایي ډګر پر امنیت غږیږي
ترکي رسنۍ خبر ورکوي چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) به یو امریکایي پلاوی ترکیې ته ورشي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر دې خبرې وکړي چې ترکي ځواکونه د حامد کرزي د هوایي ډګر د سمبالېدو لپاره پاتې شي. ترکیې وړاندیز کړی دی چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوایي ډګر چارې سمبالوي او امنیت به یې ساتي. د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) وویل چې هېواد به یې افغانستان ته نور سرتېري په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر د ساتنې لپاره ونه لېږي. ترکیه... Читать дальше...