اتمر له پاکستان سره د درې اړخیزې غونډې په اړه د ایران د استازي وړاندیز ومانه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان هغه وړاندیز چې ایران، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې د جوړېدو لپارهیې کړی، ومانه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طاهریان پرون له اتمر سره په کتنه کې پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې غونډې جوړېدا یې د افغان سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د پیاوړتیا او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله. Читать дальше...