Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 03.02.2022

خوست کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۸ کسان مړه او ۷ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست –ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې د یو موټر د اوښتو له کبله ۸ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. د خوست امنیتي مسؤلان وايي چې پلانکوچ ډوله موټر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرې په سیمه کې اوښتی دی. د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته ۸ مړي او ۷ ټپيان وروړل شوي دي. د ده په وینا په وژل شویو کې ۴ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دی. د عبدالرحمان زاهد په وینا چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ کسان وژل شوي دي.

د کرکټ په راتلونکو ستورو خبرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې وتوانیده چې تر نیمه پایلوبې ورسیږي. دې لوبډلې سیمي فاینل پر انګلستانه بایلود. د دې ټیم روزونکی سږکال بهرنی نه و، افغان و، رییس احمدزي دا لوبډله روزلې ده، له دوی څخه به دلته واورئ او وبه ګورئ چې د دې لوبډلې د قوت او ضعف ټکي څه دي.

ای اېم اېف پاکستان ته يو ارب ډالر پور ورکوي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکي طاهر شېراني د فبرورۍ پر درېیمه مشال رېډيو ته وویل چې د ای اېم اېف پروګرام د حکومت مرسته ضرور کوي خو پر ولس د ګرانۍ په صورت کې بوج هم زياتوي.



د منظور پښتین پر قافلې د ډزو د پېښې پرضد احتجاجونه شوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیاالله لانګو بیا بالکل انکار کوي چې ګواکې د ډزو پېښه دې شوې وي. نوموړي د فبرورۍ پر دويمه نېټه ویلي چې له قانون سره سم، پر منظور پښتين بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی خو هغه په وار وار له دې حکمه سرغړونه کړې ده.

د ډالر پر وړاندې د تمې خلاف د افغانیو لوړېدل؛ د دې بدلون لامل څه کیدای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل د شهزاد سرای د صرافانو ټولنه وایي چې د پنج شنبې په ورځ یو ډالر په ۹۵ افغانیو بدلېده. د دغې ټولنې مرستیال حاجي محمد داد ګل ازادي راډیو ته وویل:"د اوس لپاره افغانۍ ثبات پیدا کړی دی او له ۱۲۳ نه نن ۹۵ افغانیو ته رسېدلې او تبادله شوې ده." خو د دې بدلون لامل څه دی؟ د افغانستان د مرکزي بانک ویاند محمد صابر مهمند ازادي راډیو ته وویل:" په ولایتونو کې او په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې د افغانیو زیات ترویج او کارول؛ د صرافۍ په مارکیټونو کې د اصلاحاتو پیل او اړوندو ادارو سره په همغږۍ د اسعارو... Читать дальше...

د افغانستان د ګرمسېرو سیمو پوهنتونونه د نجونو پرمخ بیا پرانیستل شول

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د ګرمو سیمو دولتي پوهنتونونه د فبرورۍ پر دویمه د نجونو پرمخ بیا خلاص شول. د ننګرهار پوهنتون زده کوونکي وايي، اوس نجونه په بېل وخت کې او هلکان جلا زده کړې کوي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو زده کړې درېدلې وې. ټاکل شوې چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه د فبرورۍ پر ۲۶مه د نجونو پر مخ خپلې دروازې بیا پرانیزي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د ۲۰۲۲کال المپیک ژمنۍ لوبې سبا رسماً په چین کې پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲کال المپیک ژمنۍ لوبې سبا رسماً په چین کې پیلیږي.    په دغو لوبو کې چې له ۹۱ هېوادونو ۳ زره لوبغاړي په لسګونه المپیکي ورزشی رشتو کې په خپلو کې سیالۍ کوي، سبا چهارشنبی د فبروری ۴ پیلیږي او د همدی میاشتې تر ۲۰ به دوام وکړي.   په داسې حال کې ده چې چین ۲۴م پړاو ژمنیو المپیک سیالیو ته ځانګړي مراسم په نظر کې نیولي دي، خو د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ څو هېوادونو ویلی چې د چین د دولت له لوري له بشری حقونو څخه د سر غړونو له امله به د دغو مراسمو پرانیستې ته رسمي ډیپلوماتیک استازي ور ونه لېږي. Читать дальше...

کرکټ؛له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله سبا اسټرالیا سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له نولس ۱۹ کلنو کم عمره د کرکټ ملي لوبډله سبا د استرالیا له لوبډلې سره لوبه کوي.   د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، له نولس کلنو کم عمره کرکټ د نړیوال جام په دوام، سبا د افغانستان ملي لوبډله د دغه جام د درېیم مقام د ګټلو لپاره له استرالیا سره لوبه کوي.   دا لوبه د افغانستان په وخت سبا پنځه نیمې بجې په وېست انډیز کې ترسره کېږي.   دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د جام په لومړي پړاو لوبو کې، د درېیو لوبو له ګټلو وروسته، په نیمه پایلوبه کې د ۱۵ مڼډو په توپیر د انګلستان... Читать дальше...



پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې د پوځ پر ۲ اډو د یاغیانو بریدونه شنډ شوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وایي، ځواکونو یې تېره شپه په بلوچستان کې د پوځ پر دوو اډو د یاغیانو بریدونه شاته تمبولي دي.  د چارواکو په وینا په دې حملو کې ۷ پاکستاني پوځیان او ۱۵ یاغیان وژل شوي دي.  په یوه ویډیو پیغام کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن وویل، په یوه برید کې چې یاغیانو پرون ناوخته د بلوچستان په نوشکین کې وکړ ۴ پوځیان او  ۹ یاغیان وژل شوي دي.   تر دې برید څو ساعته وروسته د پنجګور په سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وشو چې درې عسکر او شپږ یاغیان ووژل  شول.  د بلوچستان بېلتون غوښتونکي... Читать дальше...

روسيې سره د اوکراین کړکېچ؛ امریکا ۳زره سرتېري پولنډ، رومانیا او جرمني ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونه دې ته چمتووالی نیسي چې په زرګونو پوځیان اروپا ته واستوي.  دا پرېکړه په داسې وخت کې نیول شوې ده چې په لسګونو زره روسیي سرتېري د اوکراین له پولي سره ځای پرځای شوي دي.  د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزارت دا اوونۍ ۳ زره سرتېري پولنډ، رومانیا او جرمني ته لېږي.  ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې دا پرېکړه له هغه څه سره سمون خوري چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي دي.  ولسمشر بایډن پرون د سي اېن اېن خبریال ته وویل، تر هغو چې پوتین په تهاجمي دریځ کې وي موږ به د ناټو متحدانو... Читать дальше...

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په څلور ورځني سفر تللی

Mashaalradio.com 

د پاکستان وفاقي حکومت خوشبینه دی چې د وزیراعظم د دې سفر په پایله کې به د سیپیک پر پروژو کار بیا چټک شي. د لسګونه اربه ډالرو هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

ګوترېش: د طالبانو له‌خوا د پخواني ځواکونو د وژنو او لادرکۍ ادعاوې ترلاسه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په يو تازه خپور شوي تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او بې درکه کولو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي.  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له انتونیو ګوترېش څخه غوښتي و چې د افغانستان د وضعیت په اړه د جنورۍ تر ۳۱ راپور وسپاري خو دا راپور پرون د فبرورۍ په دوهمه نېټه امنیت شورا ته سپارل شوی دی.  د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یو شمېر پخوانیو افغان سرتېرو د پټو وژنو په اړه پرلپسې راپورونه خپاره شوي .  ... Читать дальше...

بلوچستان: په دوو بریدونو او نښتو کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ وسله وال وژل شوي

Mashaalradio.com 

د نوشکي او پنجګور ضلعو د حملو مسووليت يې بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلی دی. هغې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په خپل بيان کې ادعا کړې چې ځانمرګو بريدګرو یې د پوځي مرکزونو په داخلي دروازو کې په وسلو بار ګاډو ته چاودنه ورکړې او هلته يې تر ۵۰ زيات سرتېري ووژل.

په خوست کې ۵ تنه د نشه‌يي توکو د کاروبار په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې طالب چارواکي وايي، په تېرو دوو اونیو کې يې یوه اندازه نشه يي توکي او په تور يې ۵ کسان نیولي دي. د فبروري په ۳مه نېټه خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پرضد مدیریت مدیر میرصادق خان ازادي راډیو ته وویل، د دوی منسوبینو له خوا د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶ کیلو چرس، ۵۱ لیتره الکولي مشروبات او نور نشه يي توکي نیولي دي. نوموړي زیاته کړه:"دوو اونیو کې څه د پاسه ۱۶ کیلو چرس، ۵۱ لیتره شراب، ۱۴۰ګرامه پوډر، ۱۱۳ ګرامه شیشه نیول شوي چې په تور یې ۵ قاچاقبر او خرڅوونکي نیول... Читать дальше...

هلمند کې د خوړو نړیوال پروګرام پر ۸ زرو کورنیو مرستې وېشي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'WFP' د کندهار د کډوالو موسسې یا 'KRO' په مرسته پر اتو زرو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې چې ورسره یې سلګونه نورو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. ځايي چارواکي وايي، دغه مرستې پر جګړه ځپلو، بې ځايه شوېو او نور بې وزله خلکو وېشل کېږي چې هرې کورنۍ ۶۱۰۰ نغدې افغانۍ ورکول کېږي. په هلمند کې د 'KRO' په نوم د موسسې مسول انجنیر عتیق الله ازاد وايي: "د وېش لړۍ روانه ده، ان ولسوالیو ته غځېدلې، د اتو زرو کسانو سروې شوې چې هرې کورنۍ ته به ۶۱۰۰ افغانۍ ورکول... Читать дальше...

منظور پښتین: ارمان لوڼی د وطن نه هېرېدونکی تاریخ دی

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ګڼو غړو او پلویانو په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي درېیم تلین لمانځلو لپاره جلسه کړې. د فبرورۍ پر دویمه جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، لوڼي د پښتنو ځوانانو ته له وطن سره د مینې او د وطن د خدمت درس ورکاوه. لوڼی د ۲۰۱۹ز د کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالايي) کې تر مظاهرې وروسته په مبینه ډول د پولیسو په تشدد کې وژل شوی وو. خو پولیس وايي، نوموړی د زړه د حملې له وجې مړ شوی وو. د کلا سیف الله تر جلسې وروسته د پښتین پر قافلې د ډزو په پېښه کې د پي ټي اېم یو مخکښ غړی نور باچا ژوبل شو. Читать дальше...

کراچۍ: له دوبۍ څخه د بلوڅ سوداګر د ورکېدو ضد مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د قضیو څېړلو کمېشن او د متحده عربي اماراتو حکومت د بلوڅ د ورکېدو موضوع په اړه هېڅ نه دي ویلي خو د پاکستان پوځ په بیا بیا د خلکو د جبري بې درکیو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځ د خلکو په ورکېدو کې هېڅ لاس نه لري.

سوداګرۍ او پانګونې خونه: سوداګر دې د وارداتي توکو بیې راکمې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالرو د بیې راټېټېدو سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې له افغان سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د وارداتي توکو بیې راکمې کړي.   په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري خپره شوې له سوداګرو او پرچون پلورونکو غوښتنه شوې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بیې ښکته کېدو ته په پام سره دې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټیټې کړي.  په شهزاده سرای کې د صرافانو ټولنې پرون د یوه ډالر بیه له ۹۴ تر ۹۵ افغانیو پورې اعلان کړې وه.

دوبۍ کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو هواري لپاره غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغان پانګه والو او سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو او اندېښنو د هواري لپاره په متحده عربي اماراتو کې یوه غونډه جوړېږي.  د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده ناسته به په نږدې راتلونکې کې د افغان سوداګرو د سوداګرۍ پر وړاندې د شته ستونزو د هواري، افغان پانګه والو ته په هېواد کې د پانګونې د زمینې برابرولو او دغه شان د ځینې تخنیکي مسایلو په اړه په متحده عربي اماراتو، دوبۍ کې جوړه شي.    د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت... Читать дальше...


Музыкальные новости
Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо споет голосом Фрэнка Синатры





Rss.plus
Кубок

Хоккейный клуб из Балашихи выиграл Кубок Регионов




В Тулу привезли частичку Вечного огня из Александровского сада

В Подмосковье введут новые меры поддержки для работников по уходу за инвалидами

«Закупили на замену Toyota Camry». В парке МЧС России заметили Chery Arrizo 8

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о новых решениях для научного развития




افغاني سرې میاشتې ټولنې د نورستان له ۶ سوه سیلاب ځپلو سره مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نورستان ختیځ د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کې ۶۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه. سیلاب د تېر زیږدیز کال د اګسټ په میاشت کې راغلی و چې په کې يې له ۲۰۰ زیات کسان وژلي او ټپیان کړي وو او همدا راز یې په سلګونو کورونه ویجاړ کړي هم وو. په نورستان کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس مولوي نور احمد ازادي راډیو ته وویل: "شپږ سوه کورنیو سره مرسته شوي مواد د نړیوال سره صلیب له خوا دوی ته ورکړل شول چې په مرستو کې پنځوس کيلو اوړه، ۲۴ نیمې کيلو... Читать дальше...

ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو ته زیرۍ؛ امریکا: افغانستان ته نغدې پیسې رسولی شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون د سلواغې په ۱۳مه خپور شو پر طالبانو له لګېدلو بندیزونو څخه پر معافیتونو رڼا اچولې. د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې راغلي چې نړیوال بانکونه د بشري مرستو لپاره افغانستان ته پیسې انتقالولای شي او زیاتوي چې مرستندویې ټولنې اجازه لري چې له دې بندیزونو څخه د سرغړونې له وېرې پرته، د افغانستان د دولتي بانکونو له لارې د ښوونکو او روغتیاپالانو معاشونه اجرا کړي. امریکا له اوږدو کلنو راهیسې پر طالبانو بندیزونه لګولي دي او د افغانستان بانک او له افغانستان سره... Читать дальше...

د شام جلاوطنه هنرمند د خپل هېواد د حالاتو انځورګري کوي

Mashaalradio.com 

د شام يو هنرمند له تېرو اوو کلونو راهېسي په فرانس کې د کډوالۍ ژوند کوي. خالد دعوه خپل هنر د شام رژيم د غندلو لپاره کاروي. خالد "دلته زما زړه دی" مجسمه جوړه کړې چې د دمشق په څنډه کې د غوطه سيمې تباهي ښودلې. نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د شامي رژیم او د دوی د متحدانو لخوا ترسره شوې "ټولوژنه" هېره نکړي. د فرانس پريس اژانس ويډيويي راپور ګل اياز وړاندې کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: تېرکال د ۵۷۷ په زړو سوریو ماشومانو درملنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت اوسېدونکی عبدالحمد وايي لور یې چې ښاېسته نومېږي په زړه سورۍ ده، نوموړی د خپلې لور د درملنې توان نه لري، افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د وړیا درملنې لپاره نوم لیکنه کړې ده. عبدالحمد وايي: "ډاکټرانو راته ویلي، د لور زړه دې سوری لري، اوس ناروغه ده، تداوی یې دوی کوي، کنول یې ورته لګولی، پیچکاریانې ورته کوي په همغې ښه ده چې درمل یې نه وي، تکلیف پرې راځي." نوموړی د درملنې د بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي. خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وروستي ناسم اقتصادي وضعیت لامل شوی چې دا بهیر پڅ شي. Читать дальше...

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ خپل کارونه بیا پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ بیا ځلي د خپلو فعالیتونو د پیلېدو خبر ورکوي. د دغه بنست مشره نعیمه غني وايي، دوی په پام کې لري چې ځینې کتابونه چاپ کړي. خو اغلې غني دا اندېښنه هم څرګندوي چې ښايي د مخکې په شان د دغو کتابونه بازار ښه نه وي: "د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي بنسټ کارونه هم څه ځنډ سره مخ شوي وو، اوس غواړو له سره یې پیل کړو، په ځینو کتابونو باندې کار کوو، خو لکه څنګه چې مخکې د ماشومانو د کتابونو بازار ښه وو، اوس فکر نه کوم چې دومره اخیستونکي ولري، ځکه د اکثرو کسانو اقتصادي... Читать дальше...

سیګار: د افغانستان د وګړو له نیمایي زیات یې له سختې لوږې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار د خوړو د نړیوال پروګرام په حواله وايي، د افغانستان د وګړو له نیمایي زیات یې له سختې لوږې سره مخامخ دي. سیګار په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا د نژدې ۱۴۶ میلیارډه ډالرو مرستې د ارزولو په اړه کانګرس ته په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې دغه څرګندونې کړي. سیګار ویلي، متحده ایالات تر اوسه په بشري چارو کې د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه دی چې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې یې له دې هېواد سره په بشري چارو او په سیمه کې... Читать дальше...



Москва

СЛД «Смоленск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» в рамках акции «Неделя без турникетов» посетило 150 учащихся


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о цифровизации системы здравоохранения



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Deep Purple

Deep Purple — Portable Door




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


ATP

Российский бизнесмен обвинил Алькараса в договорных матчах. Он направил письмо в ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Игра All of You от создателей Love You to Bits и Bring You Home больше не эксклюзив Apple Arcade



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России