Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 11.02.2022

پروانه ابراهیم خیله خوشې شوه

Pa.azadiradio.com 

پروانه ابرهیم خیل ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړې خوشې شوې او خپل کورته ستنه شوې ده.

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ ډیپلوماټیکي هڅې به پایله ورکړي؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د اوکراین په پولو کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو پر سر په سیمه کې کړکېچ زیات دی نن تمه کېږي چې دیپلوماتیک فعالیتونه به دوام وکړي. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او حکومت یې روسیې ته د خپلو اقداماتو په خاطر د خبرداري ورکولو لپاره د لوېدیځ د رول د رهبري کولو هڅه کوي او په عین حال کې د ترینګلتیا کمولو لټه کوي. د بریتانیا صدراعظم ښاغلي جانسن پرون په بروکسل کې ویلي و چې که جګړه ونښلي نو ناورین به پېښ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې له خپلو اتباعو غوښتي چې... Читать дальше...

یو اېن اېچ سي ار: ۲ خبریالان او څو نور افغانان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ "یو اېن اېچ سي ار" وايي، دوه ژورنالیستان چې له دوی سره یې کار کاوه، له څو نورو افغان کارکوونکو سره نیول شوي دي.  دغې ادارې نن جمعه په یو ټویټ کې ویلي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ سره ګمارل شوي دوه ژورنالیستان او له دوی سره افغان کارکوونکي په کابل کې نیول شوي دي.  یو اېن اېچ سي ار زیاته کړې چې دوی له نورو سره په همغږۍ د رامنځ ته شوي وضعیت د هواري لپاره هڅه کوي.  د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه لري. Читать дальше...



په ساینس کې د ښځو نړیواله ورځ او په دې برخه کې د افغانو ښځو ستونزې

Pa.azadiradio.com 

د فبرورۍ ۱۱مه، د ساینس په برخه کې د ښځو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره او په افغانستان کې په دې برخه کې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې ستونزي. یو شمېر ښځینه زده کړیالانې او ښوونکې چې د ساینسي زده کړو په برخه کې فعالې دي وايي چې افغانې ښځې او نجونې اوس د لومړنیو زده کړو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي چې په افغانستان کې د لا زیاتو ساینسي څېړنو په اړه فکر کول خو بیخې لرې خبره ده. د کابل پوهنتون د بیولوژي پوهنځي رئیسه کیهانه طیب په هېواد کې د ساینس په برخه کې د محصلینو د پرمختګ لپاره د څېړنو لپاره د اسانتیاوو... Читать дальше...

مانسهره کې د چين په مرسته د اوبو پر بند کار په چټکۍ روان دی

Mashaalradio.com 

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په تړاو د خيبر پښتونخوا په مانسهره کې له اوبو څخه د برېښنا جوړولو پر يو ډیم کار روان دی چې سلګونه چينايي او زرګونه پاکستاني کاريګر کار ورباندې کوي. په ۲۰۲۳ز کال کې تر بشپړېدو وروسته به دا ډیم ۸۸۴ مېګاواټه برېښنا پيدا کړي چې شاوخوا ۱۳ لاکه کورنيو ته به ورسېږي. د فرانس پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.

کابلوف: طالبان غواړي مسکو کې افغان سفارت ته یوشمېر ډېپلوماټان واستوي

Mashaalradio.com 

کابلوف اېزویستیا ورځپاڼې ته وویل "د افغانستان اوسنیو چارواکو زموږ څخه غوښتي چې دوه یا درې نور ډېپلوماتان ومنو، لطفاً له دې خبر اوسئ چې دا یو اضافي معمول دی، دوی په دې لټه کې نه دي چې اوسنی سفیر لیرې کړي."

‎په افغانستان کې 'یو بهرنی خبریال' اختطاف شوی‎

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یو لوېدیځ خبریال د تښتول کېدو یا نیول کېدو راپورونه ورکړل شوې دي.  یوې سرچینې ازادي راډیو ته د دې لوېدیځ خبریال نادرکه کېدل تایید کړي. ازادي راډیو  دا مهال د دې خبریال د خوندیتوب په پار د نوموړي له نوم اخیستلو څخه ډډه کوي.  ځینې افغان خبریالان چې ادعا کوي په دې اړه معلومات لري وايي دا خبریال د یو شمېر نورو بهرنیو  سره  کابل کې نادرکه شوی دی.  تر اوسه پورې طالبانو د دې لوېدیځ خبریال او ورسره د نورو  بهرنیو د نادرکه کېدو یا تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.



امریکا خپلو وګړو ته له اوکراینه د وتلو توصیه کړې

Mashaalradio.com 

لویدیز هېوادونه اندېښنه لري چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د روسیو پوځیانو ځای پر ځای کېدل ښايي پر هغه هېواد د حملې مقدمه وي، خو مسکو په بیا بیا ټینګار کړی چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

امریکا په اوکراین کې خپلو اتباعو ته: ژر تر ژره له دغه هېواده ووځئ

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نوې سپارښتنې خپرې کړي او په اوکراین کې مېشتو امریکایانو څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.  په مخکېنیو خبرداریو کې دغه وزارت له امریکايي اتباعو غوښتي وو چې دغه ډول اقداماتو ته پام وکړي.  د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې سپارښتنه کې چې پرون خپره شوې له امریکایانو غوښتل شوي چې د روسیې د پوځي برید او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخ په زیاتېدونکي ګواښ له امله اوکراین ته سفر ونه کړي او کوم امریکایان چې په اوکراین کې دي ځانونه دې وباسي.  په سیمه... Читать дальше...

په سندرو کې له پېریانو سره خبرې

Mashaalradio.com 

په مصر کې د "زار" په نامه یوه تاریخي او دودیزه موسیقي کېږي او سندرغاړي یې وايي چې په دې کې له پېریانو سره خبرې کوي او ورڅخه له کورونو د وتلو غوښتنه کوي. هغه سندرغاړي وايي، اوس دا دود د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی او په کار ده دوام ومومي او ژوندی اوسي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

بایډن له افغانستانه د وتلو په اړه د خپلو پوځي چارواکو راپور رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هغه راپورونه ردوي چې له امله یې پرې نیوکې دي چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د وضعیت په درک کولو کې پاتې راغلی. بایډن تازه تېره شپه ناوخته «NBC» ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ. بایډن وویل:" د وتلو لپاره ښه وخت نه و، خو که موږ نه وای وتلي، موږ اړ وو  چې ډېر نور سرتېري مو بېرته ورستانه کړي وای. دا یوازې ۲۰۰۰ یا ۴۰۰۰ نه وو.  بلکې موږ مجبور وو چې باید د سرتېرو د پام وړ شمېر زیات کړو او موږ بېرته دې اوږدې جګړې ته راستانه شوي وای." بایډن وروسته... Читать дальше...

 د نيمروز په زندان کې څو معتادینو ۱ معتاد سوځولی او وژلی دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په وروستيو اوونيو کې د نيمروز له مرکز زرنج ښار څخه تر پنځه سوه ډېر معتادین راټول کړي او له نشه يي موادو څخه د ليرې والي لپاره يې د نيمروز ولايت په پخواني زندان کې ساتلي دي. تېره اوونۍ دوشنبه په دې زندان کې د معتادینو تر منځ نښته وشوه چې په پایله کې يې يو معتاد په وهلو وهلو په اور کې وسوځول شو او په دې ډول ووژل شو. د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو امر بهرام حقمل ازادۍ راډيو ته وويل چې تراوسه د دې پېښې اصلي علت نه دی څرګند شوی، خو د دې پيېښې په تړاو ۷ کسان نيول شوي او په دې اړه پلټنې رواني دي. Читать дальше...

د فراه په زندان کې څو معتادین مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولايت د زندان چارواکي دا مني چې په وروستيو څو میاشتو کې پر معتادینو باندې په يوه ځل د نشه يي موادو بندېدلو له امله ۱۵ معتادین مړه شوي دي. د فراه ولايت د زندان مدير لعل محمد ذاکر ازادۍ راډيو ته وويل د معتادینو د مړينې اصلي عوامل ډېر عمر او په يوه ځل پر هغوی د نشه يي موادو بندېدل دي. ښاغلی ذاکر وایي:" په دوی کې د ۸۰- ۹۰ کالو سپين ږيري شته، ټول عمر يې په نشو کې تېر شوی او نور درمل اغېز نه ورباندې کوي، له مرګه پرته بل هېڅ علاج نه لري. بل دا چې دا معتادين ډېری يې خطرناکه ناروغیانې لري، ان... Читать дальше...

په بامیانو کې د خپلسرو کېندنو په اړه د لرغونو اثارو د متخصصانو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې د بامیان په دره کې د نا پېژندل شویو کسانو له لوري خپلسرو کېندنو او د تعمیراتي کارونو چټکتیا د لرغونو اثارو متخصصان اندېښمن کړي دي.  دا سیمه، چې د بودا د دوو سترو نړول شویو مجسمو صلصال او شمامه ځای او شااوخوا سیمې یې په کې شاملېږي، په ۲۰۰۳کال کې د یونسکو له لوري نړیوال میراث اعلان شوې ده.    په دې ځای کې د ودانیو پر له پسې جوړېدو او همداراز خپلسرو کېندونو دا خطر پیدا کړی چې د نړېدلو مجسمو شااوخوا غونډۍ یو مخ ونړېږي.   د لرغونو اثارو متخصصان وايي، که دا غونډۍ ونړېده، د بامیان... Читать дальше...

په افغانستان کې انسان تښتونه؛ طالبان یې په اړه څه تګلاره لري؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د برمته ګرۍ له څو پر له پسې پېښو وروسته د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې دوام لري.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" جدي ګامونه اخیستل شوي. د وروستیو اختطافونو یو شمېر عاملان نیول شوي او تېره میاشت موږ د برمته نیونو د ۱۷ پېښو مخه ونیوله، برمته ګر ونیول شول او کوم کسان چې یرغمل شوي وو، خوشې شول. نوره هڅه هم کوو چې دا ناوړه پدیده له منځه یوسو او جنایتکار عاملان یې د خپلو عملونو په سزا ورسوو."  پرون د افغانستان... Читать дальше...

ضمیر کابلوف: طالبان نه غواړي چې په مسکو کې د تېر حکومت سفیر ګوښه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د طالب چارواکي نه غواړي چې په مسکو کې سفیر لېرې کړي خو له روسیې غواړي د افغانستان په سفارت کې یو شمېر نور دیپلوماتان ومني.  د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف ایزویستیا ورځپاڼې ته وویل «د افغانستان اوسنیو چارواکو زموږ څخه غوښتي چې دوه یا درې نور دیپلوماتان ومنو، لطفاً له دې خبر اوسئ چې دا یو اضافي معمول دی، دوی په دې لټه کې نه دي چې اوسنی سفیر لېرې کړي.»  کابلوف زیاته کړه «موږ تاییدو چې د طالبانو دیپلوماتان راځي، له دې ایسته به دا... Читать дальше...

له متقي سره د بریتانیایې چارواکو ناسته: لندن د ښځینه فعالانو په اړه اندېښمن دی

Pa.azadiradio.com 

د لوږې د مخنیوي او بشري چارو لپاره د بریتانیا څانګړي استازي نیک دییر او شارژدافير هوګو شارتر پرون په کابل کې له یو شمېر طالب مشرانو سره وکتل.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اساس، ښاغلي دییر او په کابل کې د بریتانیا موقت شارژدافير هوګو شارتر د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ښځو، نجونو او اقلیتونو په شمول د بشري حقونو او همداراز د ښځو د حقونو له فعالانو سره د چلند په اړه د بریتانیا د حکومت جدي اندېښنه ښکاره کړه.   له بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو... Читать дальше...



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Басков

«20-летних я уже не потяну»: Басков раскрыл идеальный возраст избранницы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


Полина Михайлова

Россиянка Полина Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России