Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 15.02.2022

د طالبانو واکمنۍ د ښځو په ژوند کې څه بدلونونه راوړل؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بیا واکمنیدو شپږ میاشتې تېریږي. په دې موده کې ښځې په بېلابېلو برخو کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي. دوی ته د کار کولو او زده کړې فرصت محدود شو  او په حکومتولۍ کې د دوی ونډه تقریبا صفر ته راټیټه شوه، خو داسې ښځې هم شته چې د طالبانو  بیا واکمنیدل هغوی ته له جګړې څخه د خلاصون په معنا دي.

د طالبانو شپږ میاشتنۍ واکمنۍ د ښځو په ژوند کې څه بدلونونه راوړل؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو شپږ میاشتې تېریږي. په دې موده کې ښځې په بېلابېلو برخو کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي. دوی ته د کار کولو او زده کړې فرصت محدود شو  او په حکومتولۍ کې د دوی ونډه تقریبا صفر ته راټیټه شوه، خو داسې ښځې هم شته چې د طالبانو  بیا واکمنیدل هغوی ته د نسبي سولې او له جګړې څخه د خلاصون په معنا دي. نور په دې راپور کې وګورئ

د فوټسال تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال تر نولس کلنو کم عمره ټیم نن تاجکستان ته ماته ورکړه.  دا لوبه د منځنۍ اسیا د اتلولۍ جام په لړ کې ترسره شوه چې قرغیزستان یې کوربه دی.  د افغانستان ټيم په نننۍ لوبه کې تاجکستان ته پنځه پر یو ماته ورکړه. افغان لوبډلې تر دې مخکې هم کوربه قرغیزستان ته پنځه درې ماته ورکړې وه، خو په اوله لوبه کې یې له ایرانه لس پر درې ماته خوړلې وه. تمه ده افغانستان په ګروپي دور کې یوه بله لوبه له ازبیکستان سره وکړي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، هیله من دي چې افغان لوبډلې اتلولۍ یا نایب اتلولۍ ته ورسیږي.



بغلان کې د ۷ لوبډلو په ګډون د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې پر بنسټ، په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ یادې سیالي پرون د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې. په پرونۍ لوبه کې د امو څپې او اتحاد جوانان لوبډلو په خپلو کې لوبه وکړه چې اتحاد جوانان لوبډلې وکړای شول یو د صفر پر وړاندې امو څپې ته ماتې ورکړي. د دغه لیګ د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبې غوړېدل او د بغلان د فوټبال ولایتي ټیم لپاره د غوره څیرو پېژندل بلل شوي دي.

کابل کې لسګونه کسانو د بایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

نن په کابل کې لسګونه کسانو د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون مظاهره وکړه.  د مظاهرې ګډونوال ویل چې جو بایډن باید په خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د افغانستان ټوله کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.  د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې په دغه هېواد کې د افغانستان د ۷ میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمني نیمايي د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو او نیمايي یې افغانستان کې په بشري مرستو ولګول شي.  دې پرېکړې د طالبانو د حکومت او د سیمې د ځینو هېوادونو له هغې ډلې پاکستان، ایران، چین او روسیې غبرګونونه هم پارولي دي.

د افغانستان بانک لس میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک سبا چهارشنبه لس میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.   د افغانستان بانک له لوري ازادي راډیو ته په استول شوې، خبرپاڼه کې راغلي چې سبا چهارشنبه لس میلیونه امریکایي ډالر په بازار کې لیلامېږي او ټول بانکونه او پر شرایطو برابر د صرافۍ شرکتونه کولی شي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.   په خبرپاڼه کې ویل شوي، د لیلام ګټونکی مکلف دی چې د چهارشنبې ورځې تر پایه خپله مالي معامله بشپړه کړي او خپلې ټولې پولي معاملې په یو ځلي توګه پرې کړي.   د افغانستان بانک وایي، د دې کار موخه دا ده چې د بهرنیو اسعارو،... Читать дальше...

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د مینانو ورځ څنګه ولمانځل شوه؟

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ ۱۴ مه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په کابل کې هم د وېلنټاینز ډې یا د مینانو د ورځې په توګه لمانځل کېده، خو سږکال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کابل کې په دې ورځ د پام وړ هلې ځلې تر سترګو نه شوې. ځینې خلک د مینانو ورځې په نه لمانځلو خوشحاله دي خو ځینې بیا تېر وختونه يادوي او په کورونو کې یو بل ته د مینې ډالۍ ورکوي. منور شاه په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.

په جوزجان کې پر بزګرو او بڼوالو د ونو د وېش لړۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې پر بزګرو او بڼوالو د میوه لرونکو او بې میوو ونو د وېش لړۍ پیل شوه.   د کرنې اوبو لګولو او مالدارې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، یاد وزارت د اکټېډ موسسې په مرسته په جوزجان ولایت کې پر بزګرو او بڼوالو ۸۰۰ ډول ډول ونې وېشلي دي.   له یادو ۸۰۰ ونو، ۶۰۰ هغه یې میوه لرونکې او پاتې نورې یې بې میوې ونې دي چې د ښار د زرغونتیا لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې کېښنول کېږي.  کرنې وزارت د دې کار موخه د بزګرانو او بڼوالو د کرنیزو توکو او میوو د حاصلاتو د زیاتېدو لپاره هڅې... Читать дальше...



عمران خان: افغان محصلینو لپاره دې د سکالر شېپونو زمېنې برابرې شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د حکومت مشرتابه پرون ماښام د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه کړې وه. دا غونډې د اپېکس ډلې په چوکاټ کې ترسره کېږي چې مشري یې صدراعظم عمران خان کوي. د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خوا په خپرو شوېو ټوېټونو کې راغلي چې عمران خان په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغان محصلینو لپاره باید د سکالر شېپونو زمینې برابرې شي ځکه د ده په خبره دا محصلین دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو په جوړولو کې اساسي رول لوبولي. خان همدا راز په افغانستان کې د روغتونونو د فعاله ساتلو او جوړولو په باب هم د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړه کونړ، ارزګان او خوست کې د مظاهرو لامل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کنګل شوې زېرمې د خوشې کیدو په اړه د جمهور رییس بایډن د پرېکړې وروسته، په افغانستان او خپله امریکا کې پراخ منفي غبرګونونه راپورته شول او دا پانګه یې د افغانستان د ملت حق وباله چې نه‌باید په دې ډول وپاشل او ووېشل شي. له دې ډلې په کونړ، خوست او ارزګان کې لاریونونه وشول او د جو بايډن وروستۍ پرېکړه یې ظلم او له نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله. کونړ د کونړ په مرکز اسعداباد کې په لسګونو صرافانو او نورو کسانو د افغانستان د کنګل شوي نږدې لس میلیارډه پانګې د خوشې کولو په ملاتړ او د امریکا... Читать дальше...

پر افغانستان د طالب واکمني۶ میاشتنۍ شوه؛ ځینې مېرمنې: لاهم نامعلوم وضعیت کې یو

Pa.azadiradio.com 

نن د فبرورۍ ۱۵ مه، هغه ورځ چې د افغانستان په تاریخ کې يې نوې ورځ ثبت کړه.  هغه ډله چې نږدې شل کاله یې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړه، د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه د یکشنبې په ورځ وروسته له غرمې کابل ته ننوته.   په دې توګه په افغانستان کې نوی حکومت په واک شو.  اوس د دې حکومت ۶ میاشتې تېرېږي او افغان مېرمنې وايي، د طالبانو واکمنۍ تر ټولو زیات پر مېرمنو سیورۍ غوړلی دی.  یو شمېر مېرمنې او نجونې وايي چې طالبانو تېرو ۶ میاشتو واکمنۍ کې دوی ته خپل لومړني حقوق نه... Читать дальше...

سوات کې د واورې درې ورځنۍ مېله وشوه

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په سوات کالام کې د واورې درې ورځنۍ مېله وشوه. دغې مېلې ته زرګونه سيلانيان ورغلي ول چې هلته يې له دوديزو لوبو، سټالونو او موسيقۍ نه خوندونه واخيستل. د کالام د واورې ميلې په اړه د مشال راډيو ويډيويي راپور وګورۍ.

سوات کې ولې زياتې ناموسي وژنې کېږي؟

Mashaalradio.com 

د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د کرښې پر غاړه" کې دا ځل په سوات کې د ناموسي وژنو یا د غیرت په نوم وژنو، د دې تر شا لاملونو او د مخنيوي لپاره يې پر قوانینو بحث شوی دی. په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه غېر سرکاري اداره "اوېکننګ" وایي په روان ۲۰۲۲ز کال کې هلته شپږ تنه د غیرت یا پت په نوم وژل شوي دي چې پکې پينځه ښځې او یو سړی پکې شامل دی. بلخوا د ښځو د حقونو ادارې وایي چې په ټولنه کې خلک د قوانینو په اړه ډېره کمه پوهه لري او باید د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره پر سرکاري کچ د پوهاوي زیاتولو لپاره کار وشي. Читать дальше...

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکا وتل'سیسټماټیکه ماته'بللې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه چې مشري یې جمهوري غوښتونکی مایکل مک کاول کوي، په افغانستان کې د نظام له سقوط شپږ میاشتې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې.  نوموړي په دې اعلامیه کې لیکلي، د ولسمشر بایډن پرېکړه ځمکنیو حقیقتونو ته په نه پاملرنې شوې او دا پرېکړه یې ړنده بللې ده.  د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکا سیسټماټېکه ناکامي بللې او زیاته کړې يې ده، د تخلیې پر مهال په الوتکو کې د خلکو د راځړېدلو تصویرونو د امریکا شهرت په ټوله نړۍ کې خراب او زموږ متحدین غوسه کړل. Читать дальше...

طالبان: بایډن غواړي چې په خپل سر د افغانستان شتمني تصرف کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه وانه خلي، له دې هېواد سره به پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.  طالبانو تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن غواړي چې په خپل سر د افغانستان شتمني تصرف کړي.  خبرپاڼه کې راغلي چې د بایډن دا اقدام د طالبانو په ټکو " څرګند تیری او ظلم" بلل کېږي.  جوبایډن څو ورځې وړاندې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل شوې ۷ میلیارده ډالره شتمنۍ نیمایي برخه به ازادوي او نوره به یې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو د دعوې تر پای پورې ساتي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه توجیه کوي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د جمهور رییس جو بایډن پرېکړې پراخ منفي غبرګون درلود، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه بیا هم توجیح کوي. د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، افغانستان ته د ۳،۵ میلیارډه ډالره پانګې د ازادېدو پرېکړه، ورځ تر بلې دې هېواد کې د بشري او اقتصادي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره شوې. خو ښاغلی پرایس دا هم وايي، لا د دې پانګې د لېږد طرحه نه‌ده بشپړې او نه هم هغه‌ تګ‌لاره معلومه ده چې پر بنسټ یې، دا پیسې افغانستان ته ولېږل شي... Читать дальше...

مسکو: اولاف شولڅ له ولاديمير پوتين سره د اوکراين پر سر خبرې کوي

Mashaalradio.com 

د جرمني چانسلر اولاف شولڅ له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره د خبرو اترو لپاره مسکو ته رسېدلی دی. د نوموړي دا سفر د غربي هېوادونو د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د روسيې لخوا له اوکراين سره نېږدي د پوځ ځای پر ځای کولو پر سر راپورته شوې ترېنګلتيا راکمه کړي. شولڅ نن (فبرورۍ ۱۵مه) په داسې حال کې مسکو ته رسېدلی چې تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون او د بريتانيې دوو وزيرانو هم هلته سفرونه کړي ول. نوموړی په داسې وخت کې روسيې ته تللی چې د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه مسکو ادعا وکړه چې د اوکراين له پولې څخه خپل ځينې عسکر خپلو پوځی مرکزونو ته ستنوي. Читать дальше...

طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې؛ ایا دوی دې اعلان ته ژمن دي؟

Pa.azadiradio.com 

شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې او له ټولو ښکېلو لوریو سره دښمني او نور پای ته رسولي دي. د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د شرعي نظام له مخې د ښځو د حقونو خوندیتوب، د امنیت خوندیتوب، د بیان ازادۍ ته احترام او منل او تر خوا یې د اقتصادي وضعیت ښه‌ کېدل، هغه ژمنې وې چې طالب حکومت افغانانو سره وکړې. له دې وړاندې د مجاهد تصویر نه و رسنیز شوی، نوموړي وویل: "د امیرالمومین د عمومي بښنې پر بنسټ، ټولو هغو لوریو ته چې زموږ پر وړاندې درېدلي وو، عمومي بښنه اعلان شوې. Читать дальше...

افغانستان د ۲ قدرتونو شاهد؛ له دې هېواده د شوروي او امریکا د وتلو پیغام څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ښایي په تېرو څلورو لسیزو کې یو له هغو څو هېوادونو څخه وي چې د نړۍ د دوو زبر ځواکونو د راتګ، جګړې او وتلو تجربه لري.  د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری جنرال بورېس ګروموف د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د حيرتان له پله تېر شو او له افغانستانه ووت چې افغانستان کې د پخواني شوروي د پوځي حضور د پای نښه وه.  د دې هر یو شرقي او غربي قدرتونو د راتګ او وتلو لاملونه ډېر دي.  په دې راپور کې یو شمېر سیاستوالو او مفکرینو خبرې کړي دي، د پخواني شوروي اتحاد د وتلو اصلي لاملونه، اقتصادي سقوط او... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.





Rss.plus
#123ru.net

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении




«Техноград» на ВДНХ проведет тренинги по карьерному развитию в мае в Москве

Каждый пятый россиян считает слишком длинными майские праздники

Иван Стебунов объяснил, почему не выносит немецкий язык

Источник 360.ru: на Тучковской улице в Москве произошел пожар, спасли 6 человек




افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ پوره شپږ میاشتې ووتې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ پوره شپږ میاشتې ووتې.طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او واک یې خپل کړ. که څه هم د طالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې ووتې، خو هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان لویه برخه بهرنۍ مرستې وځنډول شوې او وار له مخه کمزوری اقتصاد یې لا پسې وځاپه. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس له لوږې سره مخ دی او که مرستې ونه شي یو انساني ناورین به رامنځته شي. د طالبانو حکومت وایي،... Читать дальше...

له افغانستانه د شوروي پوځ وتل؛ طالبانو د سلواغې ۲۶مه رخصتي اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د شوروي پوځ د وتلو له ۳۳مې کلیزې سره برابره ده. د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د شوروي ځواکونو د ماتې او له افغانستانه د وتلو په خاطر یې دا ورځ په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې. د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ چې د ۱۹۸۹کال د فبروري پنځلسمه کېږي د شوروي ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ له افغانستانه ووتلې او په دې ترتیب یې په دغه هېواد کې خپله لس کلنه جګړه او ښکېلاک پای ته ورساوه. افغانستان له دې مودې راهیسې په کورنیو جګړو کې ښکېل شو چې له امله یې لکونه افغانان مړه... Читать дальше...

طالبان: ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېره یوه شپه او ورځ په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي و چې تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۷ سلنه لوړ شوی دی. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکوي چې په افغانستان کې شااوخوا ۲۷ سلنه خلک د کووېډ-۱۹ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي دي.

د فوټسال تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله تاجکستان سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال تر نولس کلنو کم عمره لوبډله نن سې شنبه له تاجکستان سره لوبه کوي. د دوی لوبه د منځنۍ اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام په لړ کې ترسره کېږي. د فوټسال د اتلولۍ دا سیالۍ د قرغیزستان په کوربه توب پیل شوي. تمه ده د افغانستان او تاجکستان لوبه د ماسپيښین په دوه نیمو بجو پيل شي. افغانستان تردې مخکې لومړۍ لوبه په ایران بایللې او په دوهمه لوبه کې یې کوربه قرغیزستان ته ماته ورکړې ده. تر نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله به یوه بله لوبه هم په ګروپي دور کې له ازبیکستان سره وکړي.

د اوکراین پرسر د کړکېچ کمولو په اړه لویدیځ سره د روسیې لېوالتیا

Pa.azadiradio.com 

روسیې لېوالتیا ښودلې چې د اوکراین پرسر د کړکېچ د کمولو په اړه له لویدیځ سره خبرو ته دوام ورکړي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د جرمني صدراعظمې اولاف شولڅ Olaf Scholzکیف ته د سفر پر مهال ویلي و چې له اوکراین سره په سرحدي سیمو کې د روسیې د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو لپاره هېڅ معقوله توجیه نشته. شولڅ پرون (د فبرورۍ په ۱۴مه) د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره وکتل او پر روسیې یې غږ وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي. تېره شپه په یوه ټلوېزیوني وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...

د کندهار د پنجوايي د صالحان کلي اوسېدونکي: په لومړي ځل مو مرسته ترلاسه کړه

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د یوې بې وزلې سیمې صالحان کلي سلګونه کسان د مرستو په تمه ناست دي. د امه په نوم د بریتانیا د مسلمانانو یو خیریه بنسټ له خوا ټوله شوې مرسته په هغو کسانو وېشل کېږي چې تېرو جګړو او چاودنو کې معلوله شوي یا کونډې او یتیمان ور له غاړې دي.     د امه بنسټ یو مسوول په یوه ویډیو کې چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یې د مرستو د وېش پر مهال جوړه کړې وایي: "دغه کلي کې موږ زرو کورنیو سره مرستې رسوو. اکثر کسان چې له دې مرستو برخمنیږي معلولین دي یا د هغوی د کورنیو غړي دي. انشاالله... Читать дальше...



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал основные задачи по развитию разных направлений туризма в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Жасмин

Певица Жасмин подарила сыну на свадьбу роскошную квартиру в Москве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


WTA

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Настроение

Цветочный водоворот



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России