Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 27.02.2022

پي ټي اېم د پاکستان یوشمېر ښارونو کې مظاهرې کړې دي

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او ګڼو پلویانو د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرو له لارې د خپل یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. پي ټي اېم په عین وخت کې د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د وزیر د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی. د پي ټي اېم وزیر او درې نور غړي د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو په تورونو بندیان دي او غورځنګ وايي چې پر هغوی دې کښلې مقدمې ختمې کړي... Читать дальше...

اوکراین د ملګرو ملتونو عالي محکمې ته حقوقي دعوه وړاندې کړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، هېواد یې د روسیې په وړاندې حقوقي دعوه د ملګروملتونو عالي محکمې ته وړاندې کړې ده.  دا تر اوسه نده څرګنده چې د کومو مشخصو دلایلو په اساس د روسیې په وړاندې دغه دعوه هاګ مېشتې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې ده. خو زیلینسکي نن په یوه ټویټ کې یوازې دومره ویلي چې روسیه باید د تیري د توجیه کولو لپاره د نسل وژنې له مفهوم څخه د خپل تعبیر لپاره مسؤله وپېژندل شي.

ظریفه غفاري بېرته افغانستان ته ستنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري شپږ میاشتې په بهر کې له استوګنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې ده. اغلې غفاري، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو پر مهال د تخلیې په بهیر کې جرمني ته کډواله شوې وه. خو دا چې اوس ولې، بېرته ته افغانستان ته ستنه شوې په دې اړه یې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:" ما شعار پرېښود او د عملي خدمت او مرستې لپاره خپل ولس ته راغلم، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې ښځو ته مې خدمت کول لومړيتوب دی، که دې غیر سیاسي او د... Читать дальше...



په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو ۲ ورځینی نندارتون پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون نن یکشنبې د (کب په ۸مه)  په ننګرهار کې د خراسان پوهنتون له لوري د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې په همکارۍ پرانیستل شو.  د یاد پوهنتون رئیس طارق کمال د نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل چې په دغه نندارتون کې د هېواد ۳۰ تولیدي فابریکو خپل تولیدات نندارې ته ایښي چې دوه ورځې به دوام وکړي.  ښاغلی کمال وایي:" په دې کې زموږ سره ۳۰ کمپنیو برخه اخیستي چې په کې زموږ د ملي تولیداتو چې ډېری یې په ننګرهار کې جوړ شوي، نمایش کوي، څو خلک، بهرنیان او ځوانان له دې ملي تولیداتو... Читать дальше...

د ټولګټو وزارت پخواني کارکوونکي: د ۷ میاشتو معاش مو راکئ او بېرته مو دندو کې ونیسئ 

Pa.azadiradio.com 

د ټولګټو وزارت اړوند انجینران او نور پخواني کارکوونکي ادعا کوي چې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو او په خپلو بستونو کې د بېرته مقررېدو لپاره د طالبانو د حکومت تر ریاست الوزرا پورې تللي دي خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي منل شوي.  دا اعتراض کوونکي چې شمېر یې له ۷۰ تر۸۰ کسانو پوري رسیږي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې اعتراض وکړ چې د خپلو ۷میاشتو معاشونو د غوښتلو ترڅنګ یې په خپلو پخوانیو دندو د بیا مقررېدو غوښتنه کوله.   دوو اعتراض کوونکو ابراهیم خلیل او رحمت شریف ازادي راډيو ته وویل:" موږ د ټولګټو له وزارته... Читать дальше...

د غزني اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د تېر نظام نیمګړې پروژې بشپړې کړئ

Pa.azadiradio.com 

د غزني ښار اړوند کابل اډې ته څېرمه په علي لالا سیمه کې د ښاروالۍ اړوند د پنځو بلاکونو جوړېدل.  د دې ترڅنګ ثقافت سړک ته څېرمه د دولتي سونا ۸۰ سلنه، جمنازیوم ۹۰ سلنه ، غټه سړه خونه او په لسګونه داسې نورې پروژې کارونه بشپړ شوي چې  په تېر نظام کې یې کارونه پیل شوي خو د طالبانو له راتګ سره نیمګړي پاته دي چې نه یې برخلیک معلوم او نه یې د بیا پیلېدو هیلې څرګندیږي.  خو د غزني اوسېدونکي اوس د دغه لسګونه پروژو د کار د بیا پیلېدو او تکمیل غوښتنه کوي.  دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې هم په خپله په دغه... Читать дальше...

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د اوکراین په اړه بیړنۍ غونډه کوي

Mashaalradio.com 

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته پر څلورمه ورځ جګړه روانه ده. د اوکراینۍ پلازمېنې کییف اوسېدونکي وايي، د فبرورۍ له ۲۷مې نېټې له پیلېدو سره سم په ښار کې یوه درنه او نورې وړې چاودنې شوې دي.

د سره صلیب کمېټه نړۍ ته: په افغانستان کې د اقتصادي او روغتیایي کړکېچ مخه ونیسئ 

Pa.azadiradio.com 

په یو تازه اقدام کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس په افغانستان کې بشري ناورین ته پام کړی او له نړۍ یي غوښتي چې په دغه هېواد کې شته اقتصادي، روغتیایي او انساني کړکېچ ته رسېدنه وکړي.   رابرت ماردیني چې د تېرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د اقتصادي او روغتیایي وضعیت د څېړلو لپاره کابل ته تللی و د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یي خپل سفر پای ته ورسوو.   ماردیني پر خپل ټویټر لیکلي:"مرسته کوونکو ته زموږ پیغام دا دی چې د اقتصاد د پیاوړي کولو او د عمومي خدماتو د بشپړ درېدو د مخنیوی لپاره دې همدا... Читать дальше...



د چمن-بولدک لاره بیا پرانیستل شوه

Mashaalradio.com 

اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر پوله نه یوازې تجارت بیا ه پیل شوې دي بلکې د اتوار له ورځې څخه عام ولس ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول شوې ده.

طالبان: ارزګان کې يوه ماشومه د درمل پلورونکي د بي احتياطۍ له امله مړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولايت د طالبانو د امنيې قوماندانۍ چارواکي ادعاکوي چې تېره شپه د ترينکوټ په ښار کې د يوه درمل پلورنکي د بي احتياطۍ له امله يوه ماشومه مړه شوې ده. د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وياند قاري اغا ولي قريشي نن یکشنبې( د کب په ۸مه) ازادي راډيو ته وويل وايي د ډاکټرانو له خوا ورته ويل شوي چې ماشومې د هغې پیچکارۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی چې د درمل پلورنکي له خوا ور لګول شوې ده. نوموړی وايي امنيتي ځواکونه د درمل پلورنکي د نيولو هڅې کوي. قريشي زیاتوي:" په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې يو درمل... Читать дальше...

د جودو نړیوال فدراسیون د پوتین افتخاري ریاست او د سفیر دندې ځنډولي

Pa.azadiradio.com 

د جودو نړیوال فدراسیون نن اعلان وکړ چې د دې فدراسیون لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین افتخاري ریاست او د سفیر دندې ځنډولي دي.  دغه فدراسیون نن په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه اقدام یې پر اوکراین د روسیې د حملې په خاطر کړی دی.  پوتین چې په جودو کې تور کمربند لري، په ۲۰۰۸ کال د دغه نړیوال فدراسیون افتخاري ریاست او سفیر دندې ځنډولې دي.  تردې مخکې د جودو نړیوال فدراسیون تیره اوونۍ ویلي و چې د روسیې په کازان کې یې د مې له شلمې تر ۲۲مې پورې د جودو د لوبو سیالي لغوه کړې ده.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو څلورم پړاو لیګ پيلیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د اتلانو څلورم پړاو لیګ پيلیږي.   د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه لیګ د روانې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې پیلیږي.   د فدراسیون په خبره، د فوټبال د اتلانو په دغه لیګ کې د افغانستان د څلورو زونونو نه ۱۲ لوبډلې چې له دې وړاندې یې د دې لیګ لپاره د لوبو کولو جوازونه ترلاسه کړي ګډون کوي.   د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه لیګ چې د چهار شنبې په ورځ پیلیږي ۱۲ لوبډلې د یو بل په وړاندې ۴۸ لوبې کوي او ښايي په دوه اونیو کې ترسره شي.   ... Читать дальше...

روسي ځواکونه د اوکراین دوهم لوی ښار خارکیف ته ننوتلي

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونه د اوکراین دوهم لوی ښار خارکیف ته ننوتلي او په پلازمېنه کیف کې اوسېدونکو نن سهار د یوې لویې چاودنې په ګډون د څو چاودنو خبر ورکړی دی. پر اوکراین د روسیې حمله چې لویدېځ یې پر مسکو د سختو بندیزونو لګولو ته اړ کړی، نن څلورمې ورځې ته غځېدلې. د خارکیف د سیمه ییزې ادارې مشراولې سینهودوف ویلي، اوکرایني ځواکونه په ښار کې له روسي ځواکونه سره جګړه کوي او له ملکیانو یې غوښتي چې له کورونو دې نه وځي. په عین حال کې تېره شپه د کیف په جنوب ختیځه برخه کې یوې لوې چاودنې اسمان رڼا کړی وچې رسنیوهغه د تیلو په یوه پوځي ډیپو کې چاودنه بللې. Читать дальше...

یو ناحکومتي سازمان پښتنو لیکوالانو او هنرمندانو ته جایزې ورکړي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې یوه ناحکومتي سازمان د پښتنو لیکوالانو، خبریالانو او هنرمندانو ته د هغوی د کار او خدمت لپاره جایزې ورکړې دي. د امن اېوارډ په نوم د انعامونو ورکولو لپاره د فبرورۍ پر ۲۶مه یوه غونډه وشوه چې د نوي ژوند په نوم د سولې لپاره هڅې کوونکي سازمان جوړه کړې وه. ویډیويي رپورټ.

محمد ذکریا زماني له ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره ټایلنډ ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

افغان سوک وهونکی محمد ذکریا زماني خپل ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره نن ټایلنډ ته روان شو.   د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې محمد ذکریا زماني به د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ د ټایلنډ په بانکاک ښار کې له خپل سیال سره د لوبې میدان ته ښکته کېږي.  که څه هم د ښاغلي زماني د لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو له دې وړاندې د افغانستان د سوک وهني فدراسیون ویلي و چې ښاغلي زماني له څو نورو بهرنیو لوبغاړو سره هم لوبې کړي.

امریکايي جواز: افغانستان سره مالي معاملات د 'اګسټ ۱۵-۲۰۲۱'وړاندې حالت ته ګرځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت نوی جواز چې د جمعې په ورځ صادر شو، په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولی شي.  اوس سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، یو شمېر امریکايي چارواکو چې هویت یې نه دی افشا شوی، په دې اړه ځینو خبریالانو ته معلومات ورکړي.  د دې توضیحاتو پر بنسټ، له افغانستان سره مالي او سوداګریزې معاملات د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې نېټې وړاندې حالت ته ګرځي، خو پر طالبانو به د امریکا بندیزونه پر خپل ځای وي.  دې چارواکو ویلي، که نړیواله ټولنه د افغانستان بانک... Читать дальше...

د خوست د متون مېنې سړک په خوا کې د دویم سړک د جوړېدو کار پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د فبروري په ۲۷مه د خوست ښار په شمال لوري کې متون مېنې ته د غځیدلي سړک په خوا کې د دویم سړک د جوړیدړ کار پیل شو. په یاد سړک د متون له خلکو سربېره خوست ښار ته  د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د خلکو موټر  هم تګ او راتګ کوي. خوست ښاروال قاري بسم الله متون مینې ته د دویم سړک د جوړیدو د کارپه پیل ځای کې ازادي راډیو ته وویل: "یاد سړک به شل متره پلن جوړ شي چې له دوه طرفه سړک سربیره به منځ کې ګلدان ولري، دا به تقریباً څلورکیلومتره اوږدوالی ولري، د دې پلنوالی شل متره دی، په دې کې شپږ-شپږ متره قیریزي سړک... Читать дальше...

خلک: د اسعداباد یوه مېلمستون کې د اورلګیدنې پېښې ۲ ورونه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرکز  اسعداباد اړوند د ماڼو په کلي کې په یوه کور کې د اورلګېدو پېښې دوه ورونه وژلي دي. د اسعداباد اوسېدونکي هارون درد ازادي راډیو ته د پېښې په اړه وویل: "د مسافر په نوم د یو تن میلمستون کې اور لګیدلی چې په دې میلمستون کې د یوه کورنۍ دوه تنه هم سوځیدلي دي." د اسعداباد روغتون مسولین هم وايي، دوی ته د دوو هلکانو سوځېدلي جسدونه ور وړل شوي وو. تراوسه امنیتي مسولینو  او د کورنیو غړو يې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي. د ژمي په موسم کې هر کال ګڼو ولایتونو کې په کورونو کې د اورلګېدو پېښې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Николай Басков

Басков рассказал, что предпочитает гостевой брак и девушек не моложе 28 лет





Rss.plus
40

Российская империя в фото 40




У компании Потанина изъяли 85 гектаров земли в Подмосковье по иску Рослесхоза

Владимир Ефимов: больше 250 гектаров реорганизуют на севере столицы по программе комплексного развития территорий

Сборная Подмосковья взяла две награды первенства России по настольному теннису

Штаб «Vо время» из Котельников передал гумпомощь бойцам СВО




د کونړ ناړۍ کې د سیند اوبو ته د استنادي دیوال جوړولو چارې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند له اوبو څخه د سړک ژغورلو لپاره د استنادي دیوال جوړولو چارې پیل شوي دي. د دې ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسولین وايي، د ناړۍ ولسوالۍ اړوند خونانو کڅ کې د سیند اوبو سړک سره نږدې ساحې ویجاړې کړې وې. ددې ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست سرپرست مولوي معاذ ازادي راډیو ته وویل: "یاد دیوال اویا متره اوږدوالی او شپاړس متره لوړوالی لري چې د اته نیم میلیونو افغانیو په لګښت د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي، دې دیوال کې په لسګونو کسانو ته د کار کولو زمېنه برابره شوې ده." ... Читать дальше...

د اوکراین چارواکي: واسیلکیف کې روسي ځواکونه توغندیز بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د کیف په جنوب لوېدیځ کې د واسیلکیف ښارواله وايي، روسي ځواکونو پر دغه ښارګي توغندويي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د تېلو یو ترمینل اور اخېستی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاروالې نتالیا بالاسینووېچ وویل، دښمن غواړي چې د دوی هرڅه ویجاړ کړي. په خواله رسنیو کې په خپرو شوېو عکسونو او ویډیوګانو کې د اور هغه لمبې لیدل کېږي چې د شپې په تیاره کې اسمان ته پورته کېږي. همداراز اوکراین وايي، روسي پوځیانو د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف کې د ګازو یو پایپ لاین په بمونو الوزولی دی.

د سپین‌بولدک-چمن لار د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د کندهار سپین بولدک- چمن لاره چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې اوونۍ له نښتې وروسته بنده شوه، بېرته خلاصه شوې.  په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند محمود عزام ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د کندهار د چارواکو او له چمنه ورغلي د پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو په نتیجه کې سر له نن څخه د مسافرو او سوداګرۍ پرمخ بېرته پرانېستل شوې.  د پاکستان د سرحدي ملېشو ویاند هم فرانس پرېس اژانس ته تایید کړې چې دغه لاره د ټولو خلکو او ټرافیکو پرمخ بېرته خلاصه شوې ده.  دغه لار د تېرې پنجشنبې په ورځ... Читать дальше...

لویدیځ هېوادونو 'سوېفټ' سیسټم ته د ځینو روسي بانکونو لاسرسی بند کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یو لوړپوړی چارواکی وایي، له سوېفټ یا د پیسو د لېږد له نړیوال سیسټمه د روسیې د یو شمېر بانکونو اېستل، پر روسیې د لګول شوېو بندیزونو تر ټولو سخت ګزار دی. پر روسیې د بندیزونو دا موافقه د امریکا، اروپایي ټولنې، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا او کاناډا له خوا شوې ده. سوېفټ د پیسو د لېږد ترڅنګ د پیغام رسولو یو نړیوال سیسټم هم دی چې د نړۍ په کچه زرګونه مالي موسسې له یو بل سره وصلوي. د دغه سیسټم مرکز د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دی چې ۱۱ زره مالي بنسټونه او ۲ سوه هېوادونه او سیمې سره نښلوي او بانکونو ته د پیسو د انتقال معلومات ورکوي.



Москва

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как нейросети помогают московским врачам лечить



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Австралии отметили столетие Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


Даниил Медведев

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Бато Багдаев

Артистка Госцирка Бурятии Аригма Цыремпилова начинала как девочка-каучук (Культура в России, Дети и Театр)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России