Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 02.04.2022

د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې پنجشېر کې یې ۱۰ طالبان وژلي، خو طالبان‌یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ضد د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې تېره ورځ‌یې په پنجشېر ولایت کې په یوه تازه حمله کې ۱۰ طالبان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي، خو طالبان دغه ادعا ردوي. د طالبانو خلاف د دغې وسله‌والې جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي پرون جمعه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پنجشېر ولایت په حصارک سیمه کې کله چې طالبانو غوښتل د دوی پر یوې قرارګاه حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې د دوی د ځواکونو له لوري د نیول شوي کمین په پایله کې یې طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله اړولې ده. صبغت احمدي لیکلي چې دا نښته پرون جمعه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. Читать дальше...

د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز پر پرېکړې د ملګرو ملتونو عمومي منشي اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د طالبانو له لوري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو پر بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د حقونو د برابرۍ غیر توجیه وړ نقض" بللی دی. هغه نن شنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو نه ملاتړ، هغه ملاتړ دی چې ماشومان له لوږې او ټولنه له بې‌وزلۍ ژغوري. نوموړي لیکي: "زه په ژوره توګه خواشینی یم چې له شپږم ټولګیو لوړ د نجونو زده‌کړې بندې پاتې دي، دا د حقونو د برابرۍ نه توجیه کېدونکی نقض دی چې ټول هېواد ته زیان رسوي.” له دې سره د... Читать дальше...

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیوټ پرتګال کې د نوي کور په لټه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوت ډیر زده کونکي پرتګال ته کډوال شوي دي. پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ راوروسته ددې انستیوت ښوونکي او زده کونکي له افغانستان څخه ووتل. احمد سلیم سرمست هغه هنرمند چې ۱۲ کلونه مخکې یې کابل کې دا انستیوت رامنځ ته کړ د خپلو زده کوونکو له یوې برخې سره په پرتګال کې دی. هغه وايي د پرتګال په ټولنه کې ددې ځوانو هنرمندانو د ادغام بهیر ښه روان دی او ډیر زر به د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوت د شاګردانو له خوا یو لوی کنسرت ترسره شي. طالبانو موسیقي ناروا بللې او په افغانستان کې یې د موسیقۍ غږول منعه کړي.



ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی وټاکه

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ واکمني، د بشري حقونو په نقض او تر خوا یې پر ښځو د بې‌مسؤلیته محدویتونو له امله تر سختو نیوکو لاندې ده، ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د بشري حقونو د څرنګوالي او څارنې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله ۴۹مه کلنۍ غونډه کې ریچارډ بنیټ ګمارلی، څو په افغانستان کې بشري حقونه وڅېړي، ترې څارنه وکړي او د اوسني وضعیت په اړه‌یې راپور ورکړي. ریچارډ بنیټ هم پر دې دنده خوښي ښودلې او پر خپله ټویټرپاڼه‌یې لیکلي: "زه به د افغان ښځو،... Читать дальше...

له شيخ زايد پوهنتون خوست څخه د ۳۳ ښځو په ګډون ۸۳۰ کسان فارغ شوي

Mashaalradio.com 

د روان ۲۰۲۲ز کال د اپریل پر اوله د خوست شېخ زاید پوهنتون له شپږو پوهنځیو څخه د ۳۳ ښځو په ګډون ۸۳۰ کسان فارغ شول. فارغ شوي زده کوونکي وايي چې د دوی لپاره دې د ماسټرۍ او پي اېچ ډي پروګرامونه پیل کړل شي تر څو د هغوی کاري وړتیاوې لوړې شي. بلخوا دوی غوښتنه کوي چې په خپلو مسلکونو کې دې د کارکولو فرصتونه ورته برابر کړل شي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.

پاکستان کې ګرانۍ ګڼ خلک روژو ته اندېښمن کړي

Mashaalradio.com 

پاکستان کې که يو خوا له تېرو څو کلونو راهيسې وار له مخه د خوراکي او غېرخوراکي توکو نرخونه لوړ شوی نو بلخوا ځايي ولس شکايت کوي چې هلته هر کال د روژې له راتګ سره سم د هغو توکو نرخونه يو دم لوړ شي چې په دې مياشت کې زيات کارول کېږي. رويټرز خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور خپور کړی چې احمد شاه اعظمي پښتو کړی دی.

جنرال باجوه: پر اوکراین د روسیې یرغل لویه غمیزه ده

Mashaalradio.com 

نوموړي د اپریل په دویمه نېټه، په پلازمېنه کې د "اسلام اباد امنیتي ډایلاګ" ته د وینا پر مهال ویلي، په اوکراین د روسیې یرغل بدمرغه ځکه دی چې په زرګونو خلک یې ووژل، په ملینونو یې بې کوره کړل او نیمايي اوکراین یې برباد کړ.



افغانان د بېوزلۍ له وجې روژو ته اندېښمن دي

Mashaalradio.com 

د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له وجې زیاتره افغانان سږکال روژې ته پرېشانه دي. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول چې له هغه وخت راهیسې د هېواد اقتصاد مخ په ځوړ روان دی. ملګري ملتونه وايي، مېلیونونه افغانان له لوږې او د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، وايي نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

اسرائیلي ځواکونو نن درې فلسطیني افراطي وسله‌وال وژلي

Pa.azadiradio.com 

اسرائیلي ځواکونو ویلي، نن شنبه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د شخړې پر مهال درې فلسطیني افراطي وسله‌وال وژل شوي دي. له دې سره د روژې میاشتې پر مهال په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو وېره زیاته شوې ده. د اسرائیل رسنیو ویلي، د دوی د ترورېزم ضد قطعې څلور غړي هم ټپیان شوي چې د یوه ټپونه جدي دي. د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، پر دغو پوځیانو هغه وخت حمله وشوه چې دوی هڅه کوله د لوېدیځې غاړې په شمال کې ځیني مشکوک افراطي وسله‌وال ونیسي.

د سره صلیب یو کاروان نن یو وار بیا د اوکراین ماریوپول ښار ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب یو کاروان نن یو وار بیا د اوکراین ماریوپول ښار ته سفر کوي چې نن له دغه کلابند شوي ښار څخه د ملکیانو وتلو ته زمینه برابره کړي. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړ چې روسي ځواکونو له پلازمېنې کیف بهر په ټولو هغو ساحو کې چې ترې وځي، د ماینونو په کرلو سره بشپړه غمیزه رامنځته کړې ده. د سختې جګړې په نتیجه کې د ازوف سیند بندر هم ویجاړ شوی چې ګومان کېږي په زرګونو کسان به هلته وژل شوي او په زرګونو نور به ترې تښتېدلي وي. په دې ځای کې په زرګونه کسان له خوړو او اوبو بې‌برخې پاتې دي. Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر: روسي ځواکونه د بشپړې غمیزې د ایجاد په حال کې دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې د پلازمېنې کیف په شااوخوا کې روسي ځواکونه چې د شاتګ په حال کې دي، د بشپړې غمیزې د ایجاد په حال کې دي. زلنسکي تېره شپه د اوکراین وګړو ته په خپله وېډیويي وینا کې وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین په ډېرو برخو کې حتی د ده په وینا د کورونو په شااوخوا او مړو کې ماینونه ایښي دي. د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړ چې په کلابند شوي ښار ماریوپول کې انساني بحران په ژور کېدو دی.

امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او تجهیزات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت غواړي چې اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو تجهیزاتو کې بې‌پیلوټه الوتکې، د میزایلو دستګاوې، زغروال وسایط، نور مهمات او پوځي تجهیزات شامل دي. وروسته له هغې چې روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ، د امریکا حکومت له اوکراین سره د ۱،۶۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنه کړې ده.

نوې نظرپوښتنه؛ د اوکراین جګړې تر پیل وروسته د پوتین د ملاتړو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې د اوکراین د جګړې تر پیل وروسته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملاتړو شمېر زیات شوی دی. د لاوادا سنټر په نوم ادارې په هغه نظرپوښتنه کې چې تېره چهارشنبه‌یې خپره کړې ښوول شوي چې په سلو کې ۸۰ پوښتل شویو کسانو په اوکراین کې د پوتین د اقداماتو ملاتړ کړی دی. دا د فبرورۍ پر۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لاوادا ادارې لومړۍ نظرپوښتنه ګڼل کېږي. دغه نظرپوښتنه د مارچ له ۲۴مې تر ۳۰ پورې په روسیه کې له ۱،۶۳۲ کسانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ برابره شوې ده.

مېډل ایست ای: ترکیې ۴ غیر قانوني ورغلي افغانان د افغانستان پر ځای سوریې ته لېږلي

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو په جنوا کې د افغانستان د مرستو پر کنفرانس او په هغه کې د مرستندویانو له لوري د افغانستان لپاره د ۲،۴۴۰ میلیارد ډالره مرستې پر ژمنې لیکنې خپرې کړې دي. واشنګټن اګزمېنر واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې دا مرسته تر هغه څه چې ملګرو ملتو یې غوښتنه کړې وه ډېره لږه ده، خو امریکا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په خلاص لاس مرسته وکړه. د ورځپاڼې په نظر تر ټولو ډېره ژمنه امریکا وکړه. امریکا د ۲۰۴ ملیونه ډالرو ژمنه کړې ده. ورپسې په ترتیب بریتانیا ۳۷۴ ملیونه او جرمني ۲۲۰ ملیونه ډالره منلي دي. Читать дальше...

د روژې لومړۍ ورځ؛ افغانستان کې کاري رژیم تغییر وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ اعلان شوه. باختر دولتي خبري اژانس د طالبانو حکومت د سترې محکمې د اعلان په اساس خبر ورکړی چې نن د وري ۱۳مه د ۱۴۴۳ ه. ق کال د رمضان‌المبارک له لومړۍ نېټې سره برابره ده.  اژانس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې په اساس زیاتوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به په دولتي ادارو کې رسمي کار د سهار په اتو بجو پیلېږي او د ماسپښین تر یوې بجې پورې به دوام کوي.

دوه افغاني‌الاصله امریکايي وګړي د طالبانو له بنده ازاد شول

Pa.azadiradio.com 

د سیف‌الله رووف په نوم افغان امریکایی او د انیس خلیل په نوم په امریکا کې دېره یو بل افغان پرون د طالبانو له بنده ازاد شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون په یو بیان کې تأیید کړه چې دواړه کسان خوشې شوي او امریکا ته له روانېدو مخکې قطر ته رسېدلي دي.  ښاغلي پرایس د ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د دوی د خوشې کېدو په چاره کې یې مرسته کړې ده، خو هغه زیاته کړه چې په بې‌عدالتۍ سره د امریکایي وګړو اختطاف هېڅکله د منلو وړ نه‌دی.

هرات ښار کې دوو چاودنو ۴ کسان وژلي او ۲۸ نور ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په هرات ښار کې پرون په دوو چاودنو کې ۴ کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شول. د طالبانو استخباراتي چارواکي وايي چې دواړه چاودنې پرون د ماښام په شپږو بجو د هرات ښار د جبرئیل ناحیې په یوه تفرېحي پارک کې وشوې.  په هرات کې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکي ثابت هروي له پېښې وروسته له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویې‌ویل چې چاودنې هلته د ایښودل شویو ماینونو له کبله شوې دي. ښاغلی هروي زیاتوي: "بمونه په هغه ځای کې ایښودل شوي وو. هلته یو دوه نور بمونه هم موندل شوي دي چې زموږ د تخنیکي ټیمونو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Образцова

В «Зарядье» пройдет концерт к 85-летию со дня рождения Елены Образцовой





Rss.plus
Культура

Цирковая артистка Бурятии Аригма Цыремпилова - девочка-каучук (Россия, Культура, Театр и Дети)




Тверская область: ввозили хлопок из Казахстана, саженцы из Германии

«Боли пережил много». Стебунов рассказал о театре и мечте стать военным

Жители Саратова получили необходимую помощь и консультации от депутатов на площадке Штаба общественной поддержки

Москвичей пригласили поучаствовать в акции «Пасхальное дерево добра»




اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په هدف خبرې بیا پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په هدف خبرې پرون یو ځل بیا پیل شوې. د دې مذاکراتو خبر څلور ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي چې د روسیې او اوکراین مرکچیانو د ترکیې په استانبول ښار کې مخامخ خبرې پیل کړې.  د روسیې د مرکچیانو مشر ولادیمیر میدینسکي پر خپله تلګرام پاڼه ولیکل چې دوی خپلو خبرو ته د وېډیو کنفرانس له لارې دوام ورکوي. میدینسکي زیاته کړه چې د کریمیا او دونباس په برخه کې د روسیې دریځ نه‌دی بدل شوی.  د خبرو د نوي پړاو په درشل کې د اوکرایني پلاوي مشر دیویداراخامیا وویل چې ترکیه... Читать дальше...

پر کیف د کرملېن تور: اوکراین ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر یوه زېرمه برید کړی

Pa.azadiradio.com 

کرملېن پر اوکراین تور لګولی چې ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر یوه زېرمه‌یې برید کړی او زېرمې اور اخیستی دی. د اوکراین دفاع وزارت د دې برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د اوکراین د ملي امنیت شورا دا ادعا رد کړې ده. که ثابته شي چې د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې د تېلو پر تأسیساتو برید د اوکراین پوځ کړی، نو دا به پر دې هېواد د روسیې له یرغل وروسته د روسیې په خاوره کې د اوکراین لومړۍ حمله وي. همداراز دا به له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل وي چې د روسیې پر قلمرو له بهره برید کېږي. پر... Читать дальше...

افغانستان کې تښتول شوي فریرکس یوه تازه خپره شوې وېډیو کې د خپلې ازادۍ غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یوه تښتول شوي امریکایي وګړي په هغه وېډيويي پیغام کې چې پرون نیویارکر مجلې خپور کړ د خپلې ازادۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې. مارک فریریکس دوه کاله مخکې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۱مه په کابل کې تښتول شوی و او باور دا دی چې په تښتولو کې یې د حقاني شبکې لاس و. فریریکس په دې وېډیو کې چې د ده په وینا د نومبر په ۲۸مه ثبت شوې ده، د یوې تورې پردې مخې ته ناست دی او افغاني جامې یې اغوستې دي. نوموړی په خپلو خبرو کې وايي چې په ډېرې حوصلې سره خپلې ازادۍ ته انتظار دی او د طالبانو حکومت له مشرانو... Читать дальше...

وانګ يي: افغانستان باید له نړیوالې ټولنې لیرې او په یوه ناکام دولت بدل نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه لیرې پاتې نه‌شي او په دې هېواد کې روان حالت باید په دې ډول دوام ونه‌کړي. په دې اړه په متحدوایالتونو کې د چین سفارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو جزئیات ورکړي دي. وانګ يي چین ته د طالبانو د حکومت د پلاوي له سفر وروسته په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه چې  افغانستان باید په یوه ناکام دولت بدل نه‌شي، څرګندونې وکړې او ویې‌ویل چې د طالبانو سرپرست حکومت اساسي غوښتنه رسمیت پېژندنه ده، خو د ده په وینا د نړیوالې ټولنې لپاره هم دا د پاملرنې وړ مسئله ده. Читать дальше...

افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو راتلونکې ته د بخښنې نړیوال سازمان جدي اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو د راتلونکې په اړه جدي اندېښنه ښودلې. دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې لاهم د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د خبرو لپاره یو فرصت شته، خو وايي چې دا دریڅه په ډېرې چټکۍ سره په بندېدو ده. د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې میشرا یمیني پرون د دې سازمان پر وېب‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه تقریباً تري تمې شوي. د مېرمن یمیني په وینا... Читать дальше...



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о цифровизации системы здравоохранения



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт дома детского творчества




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

В Минске одобрен проект соглашения о системе таможенного транзита ЕАЭС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России