Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 08.04.2022

د افغانستان فوټسال ټیم د اسیا د ملتونو جام ته نږدې شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ټیم چې له څو ورځو راهیسې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې په سختو تمرینونو بوخت دی، د اسیايي ملتونو جام ته د لار موندنې په وروستۍ مرحله کې دی. افغانستان راروانه اوونۍ له تاجکستان، ازبکستان او نیپال سره مسابقه کوي، که په خپل ګروپ کې لومړی یا دویم مقام وګټي، د اسیايي ملتونو جام ته لار پیدا کوي، چې هېڅکله یې لار ورته نه ده موندلې. په بشکیک کې زموږ همکار د فوټسال ټیم له غړو سره کتلي د دوی تمرینونه یې له نږدې کتلي دي

۱۹ کلنه امیندواره ښځه، چې خاوند یې د اوکراین په جګړه کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د سولومیا فیدیشین په نوم د دې مېرمنې مېړه شا و خوا ۲۰ ورځې مخکې د اوکراین په جګړه کې ووژل شو. هغه چې ۱۹ کلنه ده، څو اوونۍ وروسته یې ماشوم نړۍ ته راځي. د سولومیا مېړه د اوکراین د پوځ سرتېری و، چې د روسیې په یوه هوایي حمله کې ووژل شو. نور په دې راپور کې

د سپريم کورټ د 'ايين ساتنې' پرېکړه به د راتلونکو عدالتي فيصلو مثال وګرځي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ د روان ۲۰۲۲ز کال د اپريل پر اوومه د قامي اسمبلي د بحالولو او د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد پر تحريک د رايې اچولو پرېکړه واوروله. د اپريل پر درېيمه د قامي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د وزيراعظم خلاف د بې باورې وړاندې کړل شوی تحريک رد کړی وو چې تر هغه سمدستي وروسته ولسمشر عارف علوي د عمران خان په مشوره قامي اسمبلي ماته کړه. په همدې ورځ سپريم کورټ د دې معاملې ازخود نوټس واخيست. په پاکستان کې زياتره شنونکي په دې اند دي چې سپريم کورټ د اپريل اوومې په پرېکړې کولو سره د عدالتي فيصلو يو بېل مثال قايم کړ. Читать дальше...



په مرکز کې د واک بدلېدل به پر بلوچستان حکومت اغېز ولري؟

Mashaalradio.com 

که چېري اپوزېشن ګوندونو لږ تر لږه ۱۷۲ رایې ورکړې نو عمران خان به وزیراعظمي له لاسه ورکړي. دا په داسې وخت کې ده چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په بلوچستان کې هم په حکومت شریک دی. هلته بلوچستان عوامي ګوند، تحریک انصاف او ځینې نور ګوندونه ګډ حکومت لري.

اوکراين کې د رېلګاډو پر تمځای د روسيې ميزايلي بريد تر ۳۰ زيات کسان وژلي

Mashaalradio.com 

دغه مرکز د روسيې لخوا تر بمبار لاندې سیمو نه د ولسي وګړو د ویستلو لپاره استعمالېدلو. یادې کمپنۍ په خپور کړي بیان کې، د مرګ ژوبلې تصدیق کړی دی. پر سوشل میډیا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په لسګونه وګړي وژل شوي او په خوا کې یې سامانونه پراته دي.

په جلال اباد او پېښور کې پسرلنۍ مشاعرې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې په پېښور کې د رحمان بابا کلیزه عرس پر مهال د مشاعرې په اړه مرکه، په جلال اباد کې د نارنج ګل کلیزه مشاعرې په اړه راپور، له سندرغاړي راشد خان سره خبرې او نور مطالب اورېدلی شئ.

نړیوال بانک: افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه اغېزمن او خصوصي سکټور سخت ځپل شوی

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال بانک تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د سیاسي ناورین وروسته، اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي او خصوصي سکټور سخت ځپل شوی دی. د دې سروې موندنې ښیې چې ډېر سوداګر اوس‌مهال په بازار کې د خپلو توکو لپاره د تقاضا له کمي سره مخ شوي او مجبور شوي چې خپل فعالیتونه او پانګونه راکمه کړي او همدا ډول خپل یو شمېر کارکوونکي هم له کار وباسي. په سروې کې راغلي چې  موادو او منابعو ته لاسرسی کم شوی او تر خوا یې د سوداګرۍ لپاره د پیسو لېږد رالېږد هم سخت شوی دی. د نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې راغلي چې... Читать дальше...

طالبان بهرنیو پانګه‌والو ته د کابل هوايي ډګر کې ویزې او نورې اسانتیاوې برابروي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به بهرنیو پانګه‌والو ته د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان بېړنۍ ویزې ولګوي او نورې اسانتیاوې به هم ورته برابرې کړي.  دا خبره د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني پرون په خپل ټویټر لیکلې ده. هغه زیاته کړې چې په دې اړه د طالبانو د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې پرېکړه شوې ده.  پانګه‌والو ته د لا زیاتې اسانتیا په هدف د طالبانو حکومت په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ وزارتونو او... Читать дальше...



پاکستان کې د یو امریکایي ډالر قیمت څه باندې ۱۸۹ روپیو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د یو امریکایي ډالر قیمت څه باندې ۱۸۹ روپیو ته رسېدلی دی. دا په دغه هېواد کې د ډالرو بې‌ساری لوړ قیمت بلل کېږي. د پاکستان د مالي چارو شنونکې ادارې د روپیو د ارزښت د لوېدو لوی لامل په دغه هېواد کې روانه سیاسي بې‌ثباتي یادوي. اخوا بېګا د پاکستان سترې محکمې د منحل شوي پارلمان د برحاله کېدو حکم کړی او ویلي یې دي چې د شنبې په ورځ دې د صدراعظم عمران خان په خلاف د عدم اعتماد رأی‌ګیري وشي.  د اپرېل په درېیمه د پاکستان صدراعظم په غوښتنه پارلمان منحل اعلان شو او ورسره د هغه د عدم اعتماد... Читать дальше...

پاکستان کې د اسمبلیو ماتولو او ایین ځنډولو شالید

Mashaalradio.com 

د پاکستان په تاریخ کې تر دې وړاندې هم دا ډول سیاسي ناندرۍ مخې ته راغلې دي چې د منتخبو یا دستورسازو اسمبلیو له ماتېدلو وروسته، پرېکړې په عدالتونو کې ننګول شوې دي. دلته د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ځینو داسې پېښو ته کتنه کوو.

امریکا: اوکراین ته د وسلو لېږلو په لاره کې موجود ټول خنډونه ليرې کوو

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي، اجازه به ورنکړي چې د روسیې پر ضد د جنګ لپاره اوکراین ته د وسلو لېږلو په لاره کې یو شې هم خنډ جوړ شي. نوموړي د اپریل پر اوومه، په برسلز کې د ناټو د مرکزي دفتر مخې ته خبریالانو ته وویل چې امریکا له اوکراین سره له لا نور عزم سره ولاړه ده او غور کوي چې کوم ډول نوې وسلې ورته لېږلای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، روسیه باید پرېکړه وکړي چې د اوکراین سره د بامعني خبرو اترو لپاره تیاره ده او که نه؟ تر دې وړاندې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

په چين کې د سیلانيانو شمېر زیات شوی

Mashaalradio.com 

د پسرلي له پیل سره سم په چين کې د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. زیاتره خلک هغو سیمو ته ځي چې د ګلونو پراخې کروندې لري. د چین د سیلګرۍ اداره وايي، له دې سره د هغه هېواد اقتصاد ډېره وده کوي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

د اروپا پارلېمان: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي

Mashaalradio.com 

د اروپایي پارلېمان غړيو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړلو اقدام په کلکه غندلی دی. دوی د نجونو پر زده‌کړې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو له حکومته يې غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه بدله کړي. اروپایي پارلېمان د اپريل پر اوومه د یوه پرېکړه‌ لیک له لارې له طالبانو وغوښتل چې د تېرو ژمنو پر اساس دې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان ټول وګړي زده‌کړې ته لاسرسی ولري. د یاد پارلېمان د استازو... Читать дальше...

کابل ته یوه بله د ۳۲ ملیون ډالرو بسته راورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک پرون کابل ته د یوې بلې ۳۲ ملیون ډالرو بستې د رسېدو خبر ورکړ. دې بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالو د بشري مرستو په ترڅ کې دا د نغدو مرستو ۲۱مه بسته ده چې کابل ته رارسېږي. دې بانک د دغو مرستو د هرکلي ترڅنګ ژمنه کړې چې دغه پیسې به په شفاف ډول ولګول شي. دغه نغدې مرستې چې تر اوسه‌یې مرسته کوونکې سرچینه نه‌ده معلومه، د افغانستان نړیوال بانک ته ورکول کېږي او د افغانۍ د ثبات لپاره چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې لاکمزورې نه‌شي، مهمې ګڼل کېږي.

نړیوال بانک: افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک وایي، په افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی دی. دې بانک پرون پنجشنبه د افغانستان د خصوصي سکټور په اړه د یوې چټکې سروې نتیجه خپره کړې او د پوښتونکو سوداګرو له درېیو یوه‌یې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته‌یې خپل کاروبار په موقت ډول ځنډولی دی، خو نورو چې خپل فعالیت ته دوام ورکړی، ویلي چې د اړتیاوو کمېدو ته په پام اړ شوي چې خپل کاروبار له سره تنظیم کړي. نړیوال بانک د خصوصي سکټور په اړه دغه چټکه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کړې ده. Читать дальше...

د استرالیا د کډوالو شورا افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسې د چټکتیا هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا د کډوالو شورا، د پارلماني کمېټې د هغه وروستي راپور هرکلی وکړ چې له حکومته غواړي له افغانستان سره د مرستو د تنظیمولو ترڅنګ ۱۶ نیم زره افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسه چټکه کړي. د یوه پروګرام له مخې به په ۴ کلونو کې دغه افغانان استرالیا ته لېږدول کېږي. دغې شورا ویلي چې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت ته اوس په‌کار ده چې پر دې مسئلې چې څومره ژر د دغو افغانانو د ویزو پروګرام تطبیق کولای شي، غور وکړي. د دغې شورا رئیس پاول پوویر ویلي خلک غواړي پوه شي چې څه وخت‌یې ویزې اجرا کېږي او د ویزو اخیستو څومره چانس لري ترڅو سخت انتخابونه وکړي. Читать дальше...

طالبانو له افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه ایراني چارواکو سره خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت دوهم سیاسي مرستیال فیضان‌الله ناصري په کابل کې د ایران د سفارت له مسؤلینو سره په غونډه کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.   د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه د طالبانو حکومت او ولس اندېښنې د ایران د سفارت له مسؤلینو سره شریکې شوې ترڅو خپلو لوړپوړو چارواکو ته‌یې ورسوي. ښاغلي بلخي په مشخص ډول نه‌دي ویلي چې د ایران امنیتي چارواکي له افغان... Читать дальше...

انتوني بلېنکن: نه‌پرېږدو چې څوک اوکراین ته د وسلې او مهماتو د لېږلو خنډ شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، واشنګټن به پرېنږدي چې څوک اوکراین ته د وسلې او مهماتو د لېږلو خنډ شي. بلېنکن پرون پنجشنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات دا څېړي چې څه ډول نوې وسلې اوکراین ته ورکولای شي. نوموړي پر اوکراین د روسیې د بې‌دلیله یرغل په خاطر له اوکراین څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ. ښاغلي بلېنکن دغه‌راز وویل چې که روسیه له اوکراین سره د یوې اغېزمنې ډيپلوماسۍ غوښتونکې وي، نو باید پرېکړه وکړي. د اوکراین د بهرنیو... Читать дальше...

د پاکستان ستره محکمه: پارلمان دې بېرته اعاده او د عمران خان په اړه دې پرېکړه وشي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ملي اسامبله یا پارلمان دې بېرته اعاده شي او سبا شنبه دې په دې جرګه کې د صدراعظم عمران خان خلاف د بې‌باورۍ په اړه د رایې اخیستو بهیر چې نوموړي یې د تېرې یکشنبې په ورځ مخه ونیوله بېرته پیل شي. د عمران خان په سپارښتنه د پاکستان ولسمشر عارف علوي پارلمان لغوه کړی او ویلي و چې په ۹۰ ورځو کې دې نوي انتخابات ترسره شي. د پاکستان سترې محکمې له پرېکړې وروسته تېره شپه د اپوزېسیون ګوندونو په زرګونو پلویان واټونو ته راووتل او د سترې محکمې د پرېکړې د هرکلي ترڅنګ‌یې د خپلو ګوندونو په پلوي شعارونه ورکول. Читать дальше...

يو بلوڅ ځوان ولې په ګونګروګانو کې رقص کوي؟

Mashaalradio.com 

احمد ابن سکينه يو داسې بلوڅ هنرمند چې د خپل هنر او فکر له لارې نرواکه ټولنه چیلېنجوي. هغه ګونګروګان په پښو د بلوڅو په شان قبايلي ټولنه کې کتهک رقص کوي. کتهک د اتو هندي رقصونو يو ډول دی. احمد له خپل نوم سره د مور نوم ليکلی چې د ده په وينا، هدف يې د ښځو پر وړاندې د نرواکې ټولنې ذهن بدلول دي.

د اروپا پارلمان: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي پارلمان غړو، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونو له زده‌کړو د بې‌برخې کولو په خاطر په کلکه وغانده. دوی د نجونو پر زده‌کړې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د طالبانو له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بدله کړي. اروپایي پارلمان پرون پنجشنبه د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د تېرو ژمنو پر اساس دې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان ټول وګړي زده‌کړې ته لاسرسی ولري. د یاد پارلمان استازو په خبره په افغانستان... Читать дальше...

یوناما: د طالبانو حکومت دې د رسنیو بېرول ودروي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو حکومت له‌خوا د فشارونو د زیاتېدو په ترڅ کې ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له‌خوا د خبریالانو پر نیول کېدو اندیښنه وښوده او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې د رسنیو بېرول دې ودروي. دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) پرون پنجشنبه په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له‌خوا د ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو خپل‌سري نیونو کې چې ارتباط ورسره قطع وي، د کموالي نښه نه‌لیدل کېږي. یوناما ویلي بسم‌الله... Читать дальше...



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Балерина Анастасия Волочкова снялась в бассейне на Мальдивах




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


WTA

Касаткина проиграла Путинцевой и не смогла выйти в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о росте продаж отечественных авто



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России