Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 26.04.2022

په کراچۍ کې بلوچ ځانمرګې بریدګره څوک وه؟

Mashaalradio.com 

شاري بلوچ چې په برمش هم يادېده په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په کولو سره ۳ چينايان او د هغوی پاکستانی ډرايور ووژل. له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ ليبرېشن ارمي د دې حملې زمه واري واخیسته او وې ويل چې دغه ښځه د ۲ ماشومانو مور وه. په ويډيو کې وينئ چې هغه څنګه پر چينايانو برید کوي.

ايټاليا کې د فوټبال سيالۍ؛ يوونتوس لوبډلې ساسولو ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

ايټاليا کې د فوټبال سياليو په ترڅ کې یوونتوس لوبډلې د تېرې شپې په لوبه کې د ساسولو فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه. د تېرې شپې لوبه چې د ساسولو په کوربتوب ترسره شوه، د ساسولو فوټبال لوبډلې لوبغالو په پیل کې ښه لوبه وکړه او د لوبې لومړی ګول یي ترسره کړ. خو د لوبې په دویمه نیمایی کې پاولو دیبالا وکړای شول د یوونتوس په ګټه لومړی ګول ووهي او د دې لوبډلې لپاره دویم ګول هم د لوبې په وروستیو شېبو کې مویزه کین وواهه. یوونتوس د تېرې شپې په بریا سره درې امتیازونه خپل کړل.

په مجازۍ نړۍ کې نوی نوم؛ ميټاورس څه شی دی؟

Pa.azadiradio.com 

د یوې مجازی نړۍ تصور وکړئ چې خلک پکې ژوند کوي، کار کوي، سودا ته ځي، ګرځي راګرځي او له نورو خلکو سره راکړه ورکړه او اړیکې لري - دا هر څه په فزیکي نړۍ کې له خپله کوره په یوه مجازي نړۍ کې امکان لري. دا مجازي نړۍ ميټاورس بلل کیږي. میټاورس وروسته له هغه مشهور شو چې د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر میاشت کې فېسبوک شرکت خپل رسمي نوم میټا ته بدل کړ. د میټاورس مفکوره نوې نه ده. دا لفظ لومړی ځل په ۱۹۹۲م کال کې په سنو کریش ناول کې کارول شوی وو. ګڼو شرکتونو وروسته د دې مفکورې پر اساس انلاین مجازي نړۍ یا هم ټولنې رامنځته کړې. Читать дальше...



ملګري ملتونه افغانستان ته نغدې پیسې په الوتکه کې استوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش نن سې شنبې وویل چې ملګري ملتونه افغانستان ته پیسې لیږي. ګوتیرش د ماسکو د سفر پرمهال زیاته کړه چې ملګرو ملتو تر اوسه پنځه سوه میلیونه ډالر افغانستان ته په الوتکو کې لیږلي دي. ده خبرداری ورکړ چې د نغدو پیسو له نشتوالي سره به د افغانستان اقتصاد وران ویجاړ شي او پر افغانانو به خورا ځپونکی اغیز پریباسي.

عوامي نېشنل ګوند د ګېس د کمي پر ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

عوامي نېشنل ګوند په پېښور کې د ګېس د کمي او ګرانۍ پر ضد مظاهره وکړه. دوی له حکومته وغوښتل چې ټولو خلکو ته يو شان ګېس ورکړي. د دوی په خبره د ګېس محکمه بیل پوره غواړي خو د خلکو شکايتونه نه اوري. په دې اړه د عظمت علي شاه راپور وګورئ.

د رهنورد خصوصي ټلوېزيون مسؤلين طالبانو ته: عکاس مو راخوشې کړئ

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې د یو خصوصي ټلویزیون(رهنورد) مسولین د طالبانو له استخباراتو غواړي چې د دې رسنۍ د کمره مېن اکبر انصاري قضیې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي. د طالبانو د استخباراتو لخوا د کندهار او بلخ ولایتونو د خبریال او کمره مېن نیونې د رسنیو ملاتړو بنسټونه او د دوی کورنۍ اندېښنمنې کړې دي. په بلخ ولایت کې د یو خصوصي ټلویزیون (رهنورد ) مسولین وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست درې ورځې وړاندې د دوی کمره مېن نیولی دی. د رهنورد ټلویزیون مسوول مدیر محمد رفیع هوشمند ازادي راډيو ته وویل: " زموږ کمره مېن... Читать дальше...



پاکستان: د کراچۍ يوه پوهنتون کې چاودنې څلور کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن په یوه پوهنتون کې دننه یوې چاودنې یو میني بوس والوزاوه چې په پایله کې یې درې چینايي محصلان او د هغوی پاکستان ډریور ووژل شول. د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی. د دې پوهنتون چارواکو ویلي چې په دریو وژل شویو چینايانو کې د چین له خوا د جوړ شوي د کنفوسیوس انستیتیوت مشر هم شامل دی. دا انستیتیوت د لوړو تحصیلي پړاوونو محصلانو ته د چینايي ژبې تدریس کوي. د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمون وویل، د دوی د لومړنیو تحقیقاتو ښکاري چې ښايي دا به یوه انتحاري حمله وه. Читать дальше...

طالبان: د داعش ډلې د ځپلو پوره ځواک لرو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره کافي ځواک لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعیدخطیب زاده پرون خبریالانو ته وویل، څرنګه چې طالبان په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي، نو ایران به د تروریستي ډلو او داعش پرضد د مبارزې په چاره کې مخکښ ګام واخلي. خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په یوه ویدیو کې چې باختر دولتي خبري آژانس نن خپره کړه دا وړاندیز رد کړ. نوموړي وويل:“د افغانستان اسلامي... Читать дальше...

ملدووا کې پر پوځي قطعې بريد؛ د ملي امنيت عالي شورا غونډه بلل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملدووا ولسمشرې مایا ساندو نن وروسته له هغه د ملي امنیت د عالي شورا غونډه راوبلله چې د دې هېوا بېلتونپاله سیمه ترانس دنیسټر کې د راډیو دوه انتنونه په بمي چاودنو کې والوزول شول او پر یوه پوځي قطعه برید وشو. په دې سیمه کې چې د اوکراین پر پوله پرته ده روس پلوي بېلتونپال فعال دي. تمه ده چې مېرمن ساندو به له دې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وینا وکړي. په عین حال کې کریملین ویلي دي چې روسیه په ترانس دنیسټر کې وضعیت له نژدې څاري.

​​​​​​​انتونيو ګوتېرېش بيا په اوکراين کې د اوربند غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي یوځل بیا په اوکراین کې د اوربند لپاره غږ کړی او خبرداری یې ورکړی چې په اوکراین کې د روسیې جګړې په ټوله نړۍ کې پر غذايي امنیت ناوړه اغېز کړی. انتونیو ګوتېرېش نن په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره د غونډې په پیل کې وویل، موږ په کلکه هڅې کوو څو د اغېزمن ډیالوګ، سمدستي اوربند او د سوله ایز حل شرایط برابر شي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې لا هم د اوکراين او روسيې ترمنځ ډيپلوماټيکو هڅو کومه نتيجه نه ده ورکړې.

فايق: د ۳.۵ ميليارده کنګل شوې شتمنۍ دفاعيه مو د نيويارک محکمې ته وسپارله

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي د افغانستان د درې عشاریه پنځه ملیارده کنګل شوې شتمنۍ په اړه توضیحات او دفاعیه يې نیویارک محکمې ته سپارلې ده. په داسې حال کې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې محکمه د افغانستان د ۳.۵ ملیاردو ډالرو کنګل شویو شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست استازي نصیر احمد فایق د افغانانو په استازیتوب د دې پیسو د خوندیتوب لپاره په رسمي توګه محکمې ته دفاعیه وړاندې کړې. ښاغلي... Читать дальше...

پر پوله تر نښتو وروسته؛ ايران د طالبانو له حکومت سره د ښو اړيکو جوړولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

ایران چې په ۱۹۸۸ کال یې لس ډیپلوماتان په مزارشریف کې د طالبانو په حمله کې وژل شوي، په پوله کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ظاهراً هڅه کوي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره ښې اړیکي ولري ترڅو وضعیت له کنټروله ونه وځي. په تازه یوه پېښه کې د اسلام قلعه د سرحدي ښارګوټي دوغارون بندر د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد و چې په نتیجه کې یې دغه بندر د موقت وخت لپاره وتړل شو. د دغې نښتې د څرنګوالي په اړه د طالبانو او ایراني چارواکو څرګندونې ضد ونقیضې دي. طالبانو ادعا کړی چې ایراني ځواکونه... Читать дальше...

په کراچۍ کې ۳ چينايي او ۱ پاکستانی وګړي وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

د سیند صوبې په کراچۍ پوهنتون کې يوه چاودنه شوې چې پکې د ۳ چينايانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.‌ د کراچۍ پوهنتون لخوا رسنيو ته په ليږل شوي بيان کې ويل شوي چې په وژل شوو کې د دې پوهنتون د چينايي ژبې د زده کړې او کلتور د ودې د مرکز مشر، هووانګ ګويپينګ هم شامل دی. د ۲ نورو وژل شويو چينايي وګړو نومونه ډينګ موپينګ او چين سای ښودل شوي دي. وژل شوی پاکستان وګړی خالد نوميږي چې د دغو چينايي استادانو ډرایور وو. د پولیسو په وينا يو چينايي وګړی وانګ يوپينګ او بل د دوی پاکستانی ساتونکی حامد زخميان شوي دي.... Читать дальше...

خوست کې سبا د واليبال سياليو پايلوبه کېږي

Pa.azadiradio.com 

احسان تڼی او هارون حیدرخېل لوبډلو د خوست ولایت د والیبال سیالیو پای لوبې ته لار ومونده. د خوست ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست په خبرپاڼه کې لیکي چې، د روژی جام سیالیو په دوام تېره شپه دوه لوبې وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې احسان تڼی او رکیم ایوب خېل لوبډلو په خپلو کې لوبه وکړه او په پایله کې احسان تڼی لوبډله وتوانېده د سیالې لوبډلې په ماتولو سره پای لوبې ته لار ومومي. په دویمه لوبه کې هارون حیدرخېل لوبډله وتوانېده ادریس تریزیو لوبډلې ته ماتې ورکړې. ټاکل شوې پای لوبه سبا د هارون حیدرخېل او احسان تڼي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. Читать дальше...

ولايتي لوبې؛ د نجراب ځوانانو لوبډلې د واليبال جام پايلوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د والیبال د روژې جام سیالۍ یوه اونۍ مخکې د کاپیسا ولایت په کچه د ۱۴ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، چې نن پای ته ورسیدې. د دې سیالیو پای لوبه نن د درې کلان او نجراب مرکزي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې لوبه درې د دوو په وړاندې د نجراب مرکزي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. دا سیالۍ د روژې میاشتې په مناسبت او په کاپیسا ولایت کې د والیبال سیالیو د ودې په موخه جوړې شوې وې.

وروستۍ نا امنۍ؛ خلک په اختر کې د امنيت په اړه اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ورستیو چادونو یو شمېر خلک اندېښمن کړي. دوی ویره لري چې په اختر کې هم ورته پېښې رامنځته نشي. د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي طالبان د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلي بولي. د دې ښار اوسیدونکو فاطمې او احمد ازادي راډيو ته وویل:" خلک اندېښمن دي، ورستیو چاودنو خلک ویرولي دي او را روان اختر کې خلک نشي کولای په ډاډه زړه خپلې خوښۍ ونمانځي، زه فکر کوم طالبان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي." " موږ د روژې په میاشتې کې پرلپسې چاودنې ولیدې چې دا د اندېښنې وړ مسله ده، دغه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Баста: если Акинфеев на десять минут выйдет за «СКА‑Ростов», мы все будем плакать





Rss.plus
Владимир Потанин

Фонд «Восход» инвестировал в российский проект SaaS-платформы на основе ИИ Syntelly




В Москве студента ВШЭ арестовали за пропаганду экстремистского ЛГБТ

Работники СЛД «Узловая» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» приняли участие региональном этапе «Время молодых. Работники»

Москвичам расскажут о требованиях к использованию земельных участков

В Москве назвали победителей международного музыкального фестиваля «Дорога на Ялту»




د خوست بمباريو په غبرګون کې د مداخېلو احتجاج

Mashaalradio.com 

په بنو کې د مداخېلو قام خپل هغه احتجاج ته دوام ورکړی چې د افغانستان په خوست کې د پاکستاني الوتکو د بمباريو پر ضد یې پيل کړی وو. د خوست پر سپېرې ولسوالۍ شوې دې برید کې د ځايي خلکو په وينا ۴۷ کسان وژل شوي وو چې ډېری یې وزيرستاني کډوال وو

د طالبانو لخوا د مدرسو جوړولو پرېکړه؛ د بشري حقونو نړيوال سازمان پرې غبرګون ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پوهنې وزارت دا پریکړه، چې د افغانستان په هر ولایت کې به یوه لویه مدرسه جوړه شي، د بشر د حقونو د نړېوال سازمان له غبرګون سره مخ شوې. د دغه سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو وروستۍ پرېکړه دا ښيي چې دوی له شپږم ټولکي پورته د نجونو د ښونځیو بیا پرانیستلو ته لیواله نه دي. اغلې بار وايي: " له هغې وروسته چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل او په دې برخه کې د میاشتو په تېرېدو سره هیڅ یو پرمختګ هم رامنځته نشو او تازه د طالبانو... Читать дальше...

هيومن رايټس واچ: روسي ځواکونه دې خلکو ته له ماريوپول ښاره د وتلو لار ورکړي

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) پر محاصره شوي ماریوپول ښار کنټرول لرونکي روسي پوځيانو غږ کړی چې هلته ایسارو خلکو ته د وتلو اجازه ورکړي. دې ادارې زیاته کړې چې ایسارو خلکو ته دې هغو محفوظو ځایونو ته د تګ اجازت ورکړل شي چې د اوکراین تر کنټرول لاندې دي.   ماریوپول د مارچ پر دویمه د روسي عسکرو لخوا محاصره شوی دې. د دغه ښار زیاتره برخې  تباه شوې دي او داسې باور کیږي چې هلته په زرګونه خلک وژل شوي دي.  د رسنيو تر مخه، نيږدې دوه زره اوکرایني پوځیان د ماریوپول د ازوستل د سټیلو په کارخانه... Читать дальше...

ميلياردر ايلان مسک د ټوېټر پېرلو موافقې ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

ایلان مسک، چې ځان یې د "بیان د ازادۍ مطلق لاروی" معرفي کړی، وايي د ۴۴ ميليارده ډالرو په بدل کې چې د ټويټر پېرلو موافقې ته رسېدلی دا کار ځکه کوي چې، هغه فکر کوي اوسمهال دا پلاتفارم د بیان د ازادۍ د پلوي په توګه له خپل توان سره سم پر مخ نه وړل کیږي. مسک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د بیان ازادي د ډیموکراسۍ د فعالیت لپاره اساس دی، او ټویټر د ډیجیټل ښارګوټي یوه داسي څلور لارې ده چېرته چې د انسانیت د راتلونکي په اړه پر حیاتي مسلو بحثونه کیږي." مسک غواړي دا پلاتفارم د ده په وینا له نويو ځانګړتیاو سره... Читать дальше...

يو شمېر خلک: موټرو کې د تګ راتګ کرايې لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا اوسېدونکي  د موټرو د کرایو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، سره له دې چې د هېواد په کچه د پطرولو او ډیزلو  بیې ښکته شوې، خو د موټرو په کرایو کې کوم څرګند کموالی نه دی راغلی. دوی وايي، د ډالرو او توکو د نرخونو په پورته کېدو سره د هر شي، بیې لوړیږي، خو که بیا د همدې توکو بیې کمې شي، دوکانداران، کاروباریان او ډریوران بېرته بیې نه ټیټوي. د ګردیز ښار اوسیدونکی حقمل مشال راډيو ته وویل، ټولو خلکو ته مالومه ده چې د پطرولو او ډیزلو بیې لویدلې دي، خو کرایې اوس هم لوړې دي او د خوراکي توکو  اوړو، غوړیو او نورو شیانو بیې نه دي کمې شوي. Читать дальше...

د نواز شريف نوم له "ممنوع الخروج" لیست ایستل شوی او نوی پاسپورت ورکړل شو

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت پخواني وزیراعظم نواز شریف ته نوی پاسپورټ جاري کړی دی او د هغه نوم یې له ممنوع الخروج کسانو له لیسته ویستلی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ويلي‌چې دا پاسپورټ د لسو کلونو لپاره جاري شوی او اوس نواز شريف کولی شي چې په ازاد ډول سفر وکړي. هغې د پاکستان يو شخصي ټيليويژن سما ته ويلي‌چې دا د نواز شريف حق وو چې ورکړل شو. ډان ورځپاڼې ليکلي چې دا پاسپورټ د اپریل پر ۲۳مه ورکړل شوی دی خو پاسپورټ ډيپلوماټيک نه بلکې عادي دی. ورځپاڼې د کورنيو چارو وزارت په حواله ليکلي چې... Читать дальше...



Москва

Продвижение новых песен с высоким результатом


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В Москве выполнена модернизация уже 10 газопроводов-дюкеров



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


WTA

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Дело экс-педиатра Буяновой о фейках про ВС России отправили в московский суд



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России