Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 25.04.2022

يو افغان له غزني‌ څخه پر بايسکل د حج په سفر روان شو

Pa.azadiradio.com 

نور محمد چې د قره باغ ولسوالۍ د لايق د کلي اوسېدونکی دی او عمر يې نزدې ۴۰ ته رسېږي د حج د فريضي د ترسره کولو په موخه يې سعودي عربستان ته پر بايسکل سفر پيل کړ. دی به له غزني تر مکې پورې ۴۵۳۱ کیلو متره سفر پر بايسکل لنډوي. هڅه مو وکړه چې د دغه سفر په اړه له نوموړي سره خبرې وکړو، خو خبرو کولو ته چمتو نه شو. حاجي محمد امین چې د نور محمد د تره زوی دی ازادي راډیو ته وویل، له تېرو و دوو کالو څخه نور محمد په دې هڅه کې وو چې پر بايسکل حج ته لاړ شي، خو هیڅ قانوني اسناد يې نه لرل. دی وايي اقتصادي وضعیت... Читать дальше...

د ملک سلمان خيريه بنسټ کابل او يو شمېر ولايتونو کې مرستې ويشلي

Pa.azadiradio.com 

د ملک سلمان نړېوال خیریه بنسټ وايي، د کابل په ګډون یې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې اړمنو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل کړې. د دې پروګرام پلې کونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، دغه مواد د یو میلیون ډالرو په ارزښت دي چې شاخوا ۱۸ زره او ۶۰۰ کورنیو باندې ویشل کېږي. ۴۵ کلن عبدالرحمن د کابل ښار په یوې سیمه کې د بوټانو ګنډولو یوه وړه غرفه لري. نوموړي ته چې د اته کسیزه کورنۍ سرپرستي ورغاړې ده وايي، په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ کټي خو په دغو پېسو د کور خرڅ نشي پوره کولای. عبدالرحمن سره... Читать дальше...

کندهار کې د رخت د کارخانې بیا فعالولو هڅې پیل شوي

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې د نخي او پشمي ټوکر یا رخت د فابریکو د بیا فعالولو هڅې پيل کړي دي. یو وخت په هغو کارخانو شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسانو کار کاوه خو له تېرو ۱۶ کلونو راهیسي يې دروازې تړل شوي دي. په ورته وخت کې د صنعایو او کانونو خونه وايي، چې حکومت دې په دې برخه کې له شخصي څانګې سره په ګډه کار وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.



د روسيې ژمنه: د ماريوپول ښار څخه د ملکيانو ايستلو ته بشري دهلېز پرانيزو

Pa.azadiradio.com 

روسیې یو وار بیا له کلابند شوي ښار ماریوپول څخه د ملکیانو د وتلو لپاره د بشري دهلېز د پرانیستلو ژمنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د نورو پوځي مرستې ژمنه وکړه. بلخوا پر اوکراین د روسیې د یرغل د ختمېدو لپاره چې درېیمې میاشتې ته ورسېد، ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوئد استین پرون کییف ته د سفر پر مهال له اوکراین سره د څه باندې ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړ. دا لومړی وار و، چې د روسیې... Читать дальше...

ارمنستان او اذربايجان د سرحدونو حدودو ټاکلو ته کمېسيون جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د هغه کمېسيون پر جوړېدو موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد د حدودو د ټاکلو لپاره به کار کوي. هدف د بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولاړ شوي کړکېچ  کمول دي. دواړو وزیرانو نن د دې کمېسيون د جوړېدو پر لارو بحث وکړ. دواړو هېوادونو په ۲۰۲۰م کال کې د شپږو اوونیو لپاره د نګرنو قره باغ پر سر په خپلو کې جګړه کړې وه.

يو شمېر افغانان: طالبان د تلاشۍ پر مهال پر خلکو ډزې کوي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر خلک وايي چې، د طالبانو حکومت ځواکونه له خلکو سره د چلند په باب ډیر نه پوهیږي او د ورته وضعیت په دوام سره به خلک د دوی له حکومته زړه توري شي. د خلکو غبرګونونه وروسته له هغه راپورته شول چې د عادل په نوم يو زلموټی د جلال اباد ښار په زيړني پله کې د تلاشۍ پر مهال د طالبانو په ډزو کې ووژل شو. د نوموړي د کورنۍ یو غړي صلاح الدین مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې عادل د تلاشۍ په پوسته کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو. عادل په یو دکان کې شاګرد وو او د شپې کله چې د خپلې کورنۍ له دوو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: نزدې راتلونکي کې مو يو پلاوی ايران ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کريمي د دې موضوع په څرګندولو سره وايي، یاد پلاوی د قضا او لوې څارنوالۍ څخه جوړ دی. هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: " د افغانستان د اسلامي امارت د لوې څارنوالۍ او قضايي برخې څخه یو پلاوی جوړ شوی چې دغه پلاوی به هلته له ایراني چارواکو سره د افغان مهاجرینو د بندیانو په اړه چې په زندانونو کې دي، د هغوي د ستونزو د حل او د استرداد لپاره خبرې وکړي، خو تر اوسه مشخصه نه ده چې ددغه پلاوي په ترکیب کې به څوک وي او کله به ځي. " که څه هم ښاغلی کریمي د دې سفر... Читать дальше...

پاکستان کې ايسار افغانانو ته خپل هېواد ته پر تذکرو د ستنېدو اجازه ورکول شوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې هغه ایسار افغانان چې یوازې تذکرې لري اوس هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن په خپل ټوېټر لیکلي چې د اپرېل تر نهه ویشتمې یعنې را روانې جمعې پورې تذکره لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته پرېښودل کېږي. محمد صادق لیکلي په عادي توګه یوازې ناروغان د تذکرو په وسیله پاکستان ته د اوښتو اجازه لرلی شي. خو په تورخم کې ایسارو افغانانو مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی وو چې پاکستاني چارواکي تذکره لرونکو ناروغانو ته هم د ور اوښتو اجازه نه ورکوي. Читать дальше...



د هند غوره ليګ؛ نن چينايي سوپر کېنګز او پنجاب کېنګز ډګر ته ښکته کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند په غوره لیګ یا IPL سیالیو کې نن چینای سوپر کېنګز او پنجاب کېنګز لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د ممبيي په وانکېډي لوبغالي کې پیلېږي. دواړه لوبډلې په سږني لیګ کې ښې نه دي ځلېدلي. چینای په خپلو ۷ لوبو کې ۲ ګټلي او پنجاب هم په ۷ لوبو کې ۳ لوبې ګټلي دي. په سږني IPL کې تر ده مخکې هم پنجاب او چینای لوبډلې سره مخامخ شوې وې چې یاده لوبه پنجاب کېنګز د ۵۴ منډو په توپیر ګټلې وه.

لوګر کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د بدني روزنې او ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي، دا سیالۍ چې د وري میاشتې په ۲۴مه پیل شوې وې، نن د استقلال کلنګار په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبه د استقلال کلنګار او پیروزي لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پایله کې یې د استقلال کلنګار لوبډلې ۳ – ۰ مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی وو.

د بدني روزنې اداره: بلخ کې د موی تای سيالۍ پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د موی تای لوبې افغان لوبغاړی فرید تایلندی د خپل ایراني سیال په وړاندې سیالي ته چمتوالی نیسي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې په بلخ ولایت کې د موی تای سیالۍ پیل شي چې د یو شمېر نورو هېوادونو لوبغاړي به هم په کې برخه ولري. په دې سیالیو کې به فرید تایلندی د خپل ایراني سیال په وړاندې ولوبېږي. د يادونې ده چې د افغانستان د موی تای دې ځوان لوبغاړي په دې وروستيو کې په نيمروز ولايت کې د ترسره شويو سياليو په دويم پړاو کې خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتل شو.

د پاکستان حکومت: په تورخم کې ایسار افغانان په تذکرو خپل وطن ته ستنېدلی شي

Mashaalradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپريل په ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې هغه افغانان چې تذکره لري د روان کال د اپريل تر نهه ویشتمې پورې د تورخم له لارې افغانستان ته واپس کېدلی شي.

د نجونو د ولور د کمولو هوکړه؛ د پکتيا په څمکنيو کې ورته جرګه جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

نن د اپریل په ۲۵مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ګډه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې په دې سیمه کې به د دود شوي ولور اندازه راکموي. دوی وویل، د ولور لوړې اندازې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي او ځوانان يې د ولور د ګټلو لپاره کلونه، کلونه په بهرنیو هېوادونو کې مساپرتیاوې کوي. د څمکنیو ولسوالۍ یو تن مدني فعال رحمت الله هېوادمل ددې مشورتي ناستې په باب مشال راډیو ته وویل، جرګه د ولور د اندازې د کمولو په اړه هوکړې ته ورسېده او په راتلونکې ناسته کې به د ولور اندازه اعلان شي. Читать дальше...

"په فرانسه کې له افغان کډوالو سره "تبعیضي چلند

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې مېشت افغان کډوال وايي چې اروپايي هېوادونو ته د میلیونونه اوکرایني کډوالو له رسېدو سره سم افغان پناه غوښتونکو ته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پاملرنه لږه شوې ده. د کډوالو ځینې مدافع ټولنو هم پر هغه څه، چې دوی یې له کډوالو سره دوه ګونی چلند بولي، انتقاد کړی دی.

د ازادي راډیو شمېرې: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو سره د ثبت شویو شمېرو او راپورونو له مخې، د روژې میاشتې له پیله تر اوسه په افغانستان کې پر عامو خلکو چاودنو، بریدونو، بمبارۍ او مخامخ ډزو کې، له ۱۱۵ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۲۶۸ زیات ټپیان شوي دي. علي اصغر د خپل ځوان ورور د وژل کېدو کیسه کوي. د علي اصغر سروري ورور، محمد حسین سروري ۲۳ کلن و، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په مزار شریف ښار په یو جومات کې، په چاودنه کې ووژل شو. هغه وايي: "د جومات مخې ته یې یوه وړه غرفه درلوده، د خلکو موبایلونه یې جوړول، له هماغه کوچني کار اوبار يې... Читать дальше...

کندهار: ۳۱ مېرمنې د قابلګۍ برخه کې وروزل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د میندو د روغتیا لپاره غواړي نورې قابله ګانې هم وروزي. دغې ادارې نن په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ د کاناډا د سفارت په مرسته په کندهار کې ۳۱ مېرمنې د قابلګۍ په برخه کې و روزل شوې. د دې ادارې په وینا دغه روزل شوې قابله ګانې به په کندهار کې خلکو ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

اوچا: ميليونونه افغانان د خوړو او خوارځواکۍ بحران سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په افغانستان کې په ميلیونونو کسان په بېسابقه ډول د خوړو او خوارځواکۍ له بحران سره مخامخ دي. دغې ادارې پرون په خپل ټویټر حساب کې لیکلي، په افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري. د ملګرو ملتونو دغې ادارې غوښتنه کړې، چې افغانان باید هېر نه کړای شي.

امير خان متقي د قطر له مرستيال صدر اعظم او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د قطر د صدر اعظم له مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل. په دې اړه د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي چې، په دې ناسته کې په یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره د افغانستان د هوايي ميدانونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې چې دواړه خواوې لا پرې نه دي سلا شوي. متقي او ال ثاني ژمنه کړې چې د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي. متقي د جمعې له ورځې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Лазарев

Лазарев спешно вывез тайных детей из страны — все решил в последний момент





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин: в 2024 году в ТиНАО будет построено более 35 километров дорог




Алексей Гончаров возглавит Министерство строительства Забайкалья

Военнослужащие Росгвардии провели патриотическое мероприятие для димитровградских лицеистов

В массовой драке в Воронеже азербайджанцы зарезали узбеков

Еще 24 дома отремонтируют в микрорайоне Дзержинец в Пушкино




اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: افغانان دې په تذکرو هېواد ته ستانه شي

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، د هغو افغانانو د ستنېدو زمینه یې برابره کړې ،چې په تورخم او نورو سیمو کې ایسار پاتې دي. د سفارت په خبرپاڼه کې نن راغلي، چې په تورخم او نورو سیمو کې ایسار افغانان د اپرېل تر ٢٩مې د تذکرې په وسیله افغانستان ته سفر وکړي.  د راپورونو له مخې دمګړۍ په پاکستان ګڼ افغانان ایسار پاتې دي او پاکستاني چارواکي د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د اوسپنې واردونکو ټولنې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ګول سیخ او د اوسپنې د واردونکو ټولنې غړي د خپلو ستونزو د حل غوښتونکي شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، د ګول سیخ او اوسپنې د واردونکو ټولنې غړو د دې خونې له مسئولانو سره په ناسته کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي دي، د ګمرکي تعرفو لوړوالی او د خرڅلاو د بازار نشتوالی هغه ستونزې دي چې د دوی په کاروبار یې منفي اغېزه کړې ده.  د ټولنې غړو د سوداګرۍ او پانګې له خونې وغوښتل، چې د ستونزو د حل لپاره یې هڅې وکړي. په خبرپاڼه کې د سوداګرۍ... Читать дальше...

طالبانو بهر ته د څارویو پر صادراتو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د څارویو صادرات منع شوي او هېڅوک حق نه لري چې بهر ته یې صادر کړي. د دې وزارت مطبوعاتي برخي ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پيغام کې ویلي دي، دا پرېکړه پرون د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مرستیال ملا قدرت الله جمال او د کرنې او مالدارۍ وزارت د استازو ترمنځ په ناسته کې وشوه. په پیغام کې راغلي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو امنیتي مسئولانو ته به مکتوب لېږي چې بهر ته د څارويو د لېږد مخه ونیسي. په دې ناسته کې مالدارانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې فارمونه،... Читать дальше...

د ولسمشر په توګه د مکرون بيا ټاکنه؛ خپل ولس سره يې نوې ژمنې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر وايي، د خپلو خلکو د يووالي لپاره به کار وکړي. ایمانویل مکرون په تېرو شلو کلونو کې تر ژاک شیراک وروسته لومړنی ولسمشر شو چې د دوهمې دورې لپاره د فرانسې ولسمشر ټاکل کېږي. هغه چې خپلې سیالې مارین لوپين ته ماته ورکړه بېګا یې له ټولو فرانسویانو د مننې تر څنګ وویل، د هغو خلکو اندېښنې هم ځوابوي چې مارین لوپين ته یې رایه ورکړې یا یې هېڅ رایه نه ده کارولې. هغه زياتوي: "مننه ګرانو ملګرو، ګرانو وطنوالو دلته پاریس، د فرانسې ګوټ ګوټ او بهر کې. له ټولو مننه. زه پوهېږم چې زموږ ګڼو هېوادوالو ښي اړخې افراطي ته رایه ورکړه. Читать дальше...

په خلا کې د کباب لومړی الوت

Mashaalradio.com 

کله مو په خلا کې د کباب الوت لېدلی دی؟ نن یې درښيیو. په ترکیه کې د یو رستوران مالک هڅه کړی چې په خلا کې کباب والوځوي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې ویډیو کې وګورئ. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې ویډیويي رپورټ کې.



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Андрей Рублёв

Рублёв: быстрая победа над Грикспором связана с тем, что хотел быстрее уйти с корта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Военнослужащие Росгвардии провели патриотическое мероприятие для димитровградских лицеистов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России