Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 09.12.2022

پاکستان د افغان نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په اندونیزیا کې د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه په کنفرانس کې خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټوېټر کې خبر ورکړی چې پرون په دې کنفرانس کې زرداري افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ. په دغه کنفرانس کې د طالبانو کوم استازی نه تر سترګو کېږي، خو د نړۍ ځینو رهبرانو په کې ګډون کړی دی. طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځو ته هم په اکثرو ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ملګري ملتونه: مدني ټولنې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، مدني ټولنې غړي همدا غوښتنه لري چې په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. د ملګرو ملتونو دغې څانګې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت چې سبا د ډسمبر لسمه یې وروستۍ ورځ ده له یوه ټوېټ سره پیغام خپور کړی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د مدني ټولنې له همکارانو پوښتلي وو چې نړۍ ته دا په ډګه کړي چې دا مهال له افغان مېرمنو او نجونو سره څه روان دي. د ویډیويي پیغام په حواله، «د... Читать дальше...

پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو پر وروستي فهرست نیوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو پر وروستي فهرست نیوکه وکړه، چې تېره اوونۍ یې دغه هېواد، د مذهبي ازادیو په فهرست کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په کتار کې راوستلی دی. امریکا تېره اوونۍ د پاکستان تر څنګ چین، روسیه، ایران، سعودي عربستان او شمالي کوریا د یوولسو هغو هېوادونو په کتار کې راوستلی، چې یا یې له مذهبي ازادیو سرغړونه کړې، یا یې سترګې ورباندې پټې کړي دي. دغه اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کړی و، چې په باب یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون عکس العمل وښود. د پاکستان... Читать дальше...



کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامل شو

Pa.azadiradio.com 

کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامله شوه، او وګړي به یې له پاسپورټ پرته  د دې حوزې غړو هېوادونو ته سفر وکړای شي.    چک جمهوریت جې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه اقدام د ۲۰۲۳م کال له جنورې میاشتې د تطبیق وړ دی. دا پرېکړه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کورنیو او عدلیې وزیرانو تر کتنې وروسته وشوه. دغه موقف ته د بلغاریا او رومانیا کاندیداتوري ونه منل شوه. تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې د رومانیا له کاندیداتورۍ سره اتریش مخالفت لري او د بلغاریا په وړاندې بیا هالنډ خنډ جوړ کړی دی. Читать дальше...

د فوټبال نړيوال جام؛ نن د اتو غوره لوبډلو پړاو پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن جمعه به د قطر په دوو لوبغالو کې د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل دوه لوبې ترسره شي. د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې به په لومړۍ لوبه کې کرویشیا له برازیل سره ولوبېږي او د شپې یولس نیمې بجې به دویمه لوبه د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ وي. د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه به د کوارټرفاینل پړاو درېیمه سيالي د مراکش او پرتګال ترمنځ وي او په څلورمه لوبه کې به انګلستان له فرانسې سره ولوبېږي. د فوټبال د څارونکو په وینا د دې پړاو تر ټولو په زړه پورې سيالي به هم د انګلستان او فرانسې ترمنځ وي. Читать дальше...

ډیپلوماټ: پاکستان کولای شي په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' پر ضد جګړه وغځوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه ډیپلوماټ: ډیپلوماټ خپرونه، تر دې سرلیک لاندې چې پاکستان کولای شي د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې مبارزه په افغانستان کې د دې ډلې پناه ځایونو ته وغځوي، د یوې لیکنې د پیل په کرښو کې لیکي، واشنګټن په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامله کړه چې دا د دغسې ډلو د ځپلو لپاره د امریکا او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د بیا پیلولو څرګندوی ده. ډیپلوماټ لیکي، د تحریک طالبان پاکستان ډلې د نومبر په ۲۸مه د پاکستان له... Читать дальше...

سېف د چلډرن: راروان کال کې به د اړمنو افغانانو شمېر تر ۲۸ میلیونو واوړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سېف د چلډرن وايي، په راروان میلادي کال کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۸ میلیونو واوړي. یوه نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې به راروان میلادي کال د افغانستان ۶۵ فیصده وګړي بشري مرستو ته اړ وي. د دې ادارې په خبره په دې ډله کې به په ملیونونو ماشومان هم شامل وي چې په دې کال به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم زیات شي. د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سېف د چلډرن ویاند عاشق الله مندوزي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې نور جزییات ورکړل:... Читать дальше...

ځینې بنسټونه او هېوادونه: طالبان دې په عام محضر کې د اعدامونو لړۍ ودروي

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو یو وار بیا د طالبانو په امر په عام محضر کې د یوه کس د اعدامولو په اړه غبرګونونه ښودلي او د دغسې احکامو د عملي کېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده. په فراه ولایت کې د طالبانو په امر د تاجمیر په نوم د یوه سړي د علني اعدام په اړه عکس العملونه روان دي او بېلابېلو هېوادونو یا هم بنسټونو ویلي، چې د دغسې احکامو عملي کول ځوروونکي او د نه منلو وړ دي. د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي، چې په فراه کې د سلګونو کسانو په حضور کې علني اعدام باید وغندل شي. Читать дальше...



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о компенсации части затрат на путевки в оздоровительные лагеря в рамках нацпроекта «Семья»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о разделе сервиса RUSSPASS, который запустили к началу летнего сезона



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алла Пугачёва

Барецкий связал отмену концертов Михайлова в Петербурге с Пугачевой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Гонки на яхтах и практики лидеров рынка: предприниматели Татарстана станут участниками образовательной регаты в Москве

Чья компания сильнее всех?

ЦСКА и МФТИ заключил соглашение о сотрудничестве


Людмила Самсонова

Самсонова победила Фернандес и вышла в третий круг турнира в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о туристической привлекательности Крыма



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России