له باميان پوهنتون ۵۶۰ محصلانې فارغې شوې
باختر اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې ده خبر ورکړ چې د باميانو له پوهنتون څخه ٥٦٠ تنه ښځينه محصلانې فارغې شوې. خبر زیاتوي په بامیانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي په دې اړه وویل چې، د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له راتګ نږدې شپاړس میاشتې تېرې شوې، خو لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع دي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت بیا تېره چهارشنبه د دولسم ټولګي له ټولو نجونو څخه د فراغت ازموینه واخیسته.