Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 18.12.2022

ستانکزی: ازبکستان دې افغانستان ته د شوې هوکړې له مخې برښنا ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره د ټیلیفون له لارې له ازبکستانه د وارداتي برښنا د ستونزو په اړه خبرې وکړې. دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه ټویټ کې کړې. مجاهد له خپل ټویټ سره د اسلامي امارت د رسمي ویبپاڼې یو لېنک هم ضمیمه کړی چې په کې د دواړو چارواکو د خبرو نور جزییات څرګند شوي دي. ستانکزي په ژمي کې د ازبکستان د وارداتي برښنا د کموالي له امله... Читать дальше...

عمران خان له ټاکلي مهالوېش مخکې دوه ایالتي اسامبلې منحلوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مخکېنی صدراعظم او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون شنبې اعلان وکړ چې ګوند به یې له ټاکلي مهالوېش مخکې راتلونکې اونۍ دوه ایالتي اسامبلې منحلې کړي. دا د نوموړي له خوا له وخته مخکې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پر مرکزي حکومت د فشارونو د زیاتوالي یوه هڅه ده. عمران خان په ختیځ ښار لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غوندې ته په وینا کې وویل: "موږ به راتلونکې جمعه د پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتي اسامبلۍ منحلې کړو." د هغه ګوند د پاکستان له څلورو ایالتي اسامبلو په دوو بشپړکنټرول لري.

ایران د وټس اپ او انسټاګرام اپلېکېشنونو د بندېدو ګواښ وکړ

Pa.azadiradio.com 

ایران ګواښ کړی چې د وټس اپ او انسټاګرام اپلېکېشنونه به چې په دې هېواد کې ډېر کاروونکي لري، د تل لپاره بند کړي. د میټا په نوم د امریکا د انټرنېټي شرکت تراوسه د ایراني چارواکو هغه لیک نه دی ځواب کړی چې د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې یې ور استولی او له دې شرکت یې غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې دې د خپلې نمایندګۍ دفتر پرانېزي او هم دې خپلو لارښودونو ته د اسلامي جمهوریت له لارښودونو سره سمون ورکړي. د ایران د سایبر ملي مرکز ریس ابوالحسن فېروز ابادي پرون شنبې له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې که... Читать дальше...



زیلینسکي: د نږدې ۶ میلیون اوکراینیانو لپاره بېرته برښنا برابره شوه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، د دې هېواد د بېړنیو چارو کارکوونکو وکولای شول چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نږدې شپږ میلیون وګړو لپاره بېرته برښنا برابره کړي. د روسیې د بریدونو په وروستۍ لړۍ کې د برښنایي شبکو په ګډون د دې هېواد ډېر بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي. زیلینسکي پرون شنبې ناوخته په یوه ویډیویي وینا کې وویل چې له پروني تروریستي برید وروسته د ویجاړو شویو شبکو د ترمیم چارې له خنډ پرته دوام لري. روسیې وړمه ورځ د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو څه باندې اویا میزاییل وتوغول چې په نتیجه... Читать дальше...

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، سبا دوشنبه د ډسمبر ۱۹مه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کمپاین پیلېږي. په افغانستان کې د یونېسف مطبوعاتي مسوول کمال شاه پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دغه کمپاین کې به ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي. دغه کمپاین په جنوب ختیځو ولایتونو، جنوب ختیځه حوزه او شرق حوزه کې چې د دغې ناروغۍ له سخت ګواښ سره مخامخ دي، عملي شي." د کمال شاه په وینا، د پولیو خلاف فرعي کمپاین به بله اوونۍ یعنې راروانه دوشنبه په شرقي حوزه کې پیل شي. Читать дальше...

طالبانو په غور کې د دوو نجونو د ځانوژنې پېښې تایید کړې

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د دوو زده کوونکو نجونو د ځانوژنې خبر ورکړل شوی دی. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس دغه دوې پېښې تایید کړې دي. په خبر کې د غور د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو د ویاند عبدالرحمن بدري په حواله ویل شوي، چې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ په تیوره ولسوالۍ کې ځان غرغره کړی او بلې ۱۳ کلنې نجلۍ بیا د فېروزکوه په مربوطاتو کې په تېروتنه په رسۍ ځان زیندۍ کړی دی. په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی. بدري ویلي، چې د دوی ځواکونه د دغو پېښو د څېړنې په حال کې دي. سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، دغه نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې.

چارواکي: اوکرایني سرتېرو په ختیځ کې د روسي ځواکونو د نفوذ مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي، پرون شنبه د دوی سرتېرو د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو د دفاعي کرښو د نفوذ مخه نیولې ده. خو د روسیې دفاع وزارت وايي، روسي سرتېرو په دونیڅک سیمه کې اوکرایني ځواکونه په شا تمبولي او مهم مورچلونه یې نیولي دي. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف دغه راز ویلي، چې روسي ځواکونو د راکټي حملو له څپې سره- سره خپل اهداف ترلاسه کړي دي. پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل شو چې تر اوسه روان دی. په وروستیو اوونیو... Читать дальше...

د مالیزیا ځمکښویېدنې پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د مالیزیا په یوه کمپ کې د ځمکښویېدنې په پېښه کې د مړو کسانو شمېر ۲۴ ته زیات شوی دی. د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکو پرون شنبه په ټویټر کې لیکلي، چې د دې ځمکښویېدنې وروستۍ قربانۍ یوه نجلۍ ده. د مالیزیا یوه خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ژغورنې ډلې لا هم په ۹ تنه ورکو کسانو پسې پلټنه کوي. د کمپ دغه ساحه چې د پلازمېنې کوالالمپور د شمال په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده، د جمعې ناوخته ورباندې ځمکه وښویېده. چارواکي وايي، تر اوسه تر ۶۰ زیات کسان له دې طبیعي پېښې وروسته ژغورل شوي دي. د قربانیانو د هویت په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.



کرویشیا د فوټبال په نړیوال جام کې درېيم مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

کرویشیا د فوټبال په نړیوال جام کې درېيم مقام خپل کړ. تېره شپه په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د درېیم مقام ګټلو لپاره د کرویشیا او مراکش ترمنځ سيالي ترسره شوه چې ۲ـ۱ کرویشیا وګټله. ټاکل شوې ده نن یکشنبه به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.

په ایران کې اعتراضونه یو شمېر نورو ښارونو ته هم وغځېدل

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د تېلو د کارکوونکو او د صنعتي اتحادیو د مامورینو تر رسمي غوښتنې وروسته پرون د ایران په څو جنوبي ښارونو کې اعتراضیه غونډې او اعتصابونه وشول. د ایران د تېلو د صنعت کارګرانو د اعتراضونو د تنظیم شورا په خپله تازه اعلامیه کې له ټولو کارګرانو په عمومي تظاهراتو کې د ګډون غوښتنه وکړه. دغو کارګرانو د کاري امنیت نشتوالي او له دندو د شړل کېدو ستونزې ته په اشاره ویلي، چې اعدامونه او ځپل د کارګرانو غلامۍ ته ورته اقدام دی، چې لوګی یې د کارګرانو سترګې لا سوځي. د دې راپور تر جوړېدو پورې په ماهشهر،... Читать дальше...

د ایران څلور اړخیزه غونډه کې د افغان کډوالو په اړه بحث شوی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم طالبان وايي له ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو سره یې افغانستان ته د افغان کډوالو پر باعزته ستنولو خبرې کړي، خو ګڼ افغانان هڅه کوي له افغانستان څخه ووځي. که له یوې افغانان هڅه کوي، چې د پاسپورټونو په ترلاسه کولو سره له افغانستانه ووځي، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو سره یې په څلوراړخیزه غونډه کې افغانستان ته د افغان کډوالو پر باعزته راستنولو خبرې کړې دي. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد... Читать дальше...

نيويارک ټايمز: د امريکا کانګرس دې د افغان متحدانو په اړه ځانګړې لايحه تصويب کړي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز ورځپاڼه: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په امریکا کې د لسګونه زره افغان کډوالو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې هلته یې د دایمي اوسېدو برخلیک لا نه دی معلوم. د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پایه د امریکا په مشرۍ له افغانستانه د خلکو د ایستلو په خاص او بېړني پروګرام کې څه باندې ۱۲۴ زره کسان وایستل شول. دا افغانان لومړی په قطر، دوبۍ او ځینو نورو درېیمو هېوادونو کې څو میاشتې په موقتو کمپونو کې اوسېدل. که څه هم تر دې دمه له دې ډلې افغانانو یوه لویه برخه امریکا ته رسېدلي خو هلته لا هم په دې نه دي توانېدلي چې دایمي هستوګنه او د کار اجازه ترلاسه کړي. Читать дальше...

د کډوالو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د کډوالو د خونديتوب غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځ په مناسبت د کډوالو د خوندیتوب لپاره د ګډو او منظمو هڅو غوښتنه کړې. رومل صافی هغه افغان کډوال دی چې څلور کاله مخکې یې په فرانسه کې پناه اخیستې، هغه وايي ژوند په خطر کې و، ځکه یې وطن پرېښود. نوموړی اوس له یو شمېر نورو ځوانانو سره په ګډه په پاریس کې د افغانانو ټولنه جوړه کړې او دی یې مرستیال دی. رومل صافی او ملګري یې د دې ټولنې له لارې له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې فرانسې ته تازه ورغلي وي او غواړي، پناه واخلي. نوموړی وايي، افغانان بهرنیو هېوادونو... Читать дальше...



Москва

Своя земля: как получить гектар на территории России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Театр и Культура, Россия и Дети: 15 мая театр кукол Ульгэр представил спектакль «Мүнгэн мүшэдүүд» в стенах Художественного музея для первых классов гимназии №29 Улан-Удэ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бились лопатами, палками и бейсбольными битами: Мигранты устроили массовую драку в Новой Москве

Прощание «Спартака» с Джикией, «Зенит» в гонке за чемпионство. Итоги игрового дня РПЛ

Росгвардейцы обеспечили правопорядок во время футбольных матчей в Москве


ATP

Теннисиста Медведева выбили из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Разработки столичных промышленников были представлены в Ташкенте на международной выставке



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России