Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 01.08.2024

په پښین کې د ناامنیو او هدفي حملو پرضد لاریون شوی دی

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د ناامنۍ، هدفي وژنو، د ناامنۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو او نشه يي توکو د کاروبار پرضد احتجاجي لاریون کړی دی. د اګست لومړۍ نېټې احتجاج پر داسې مهال شوی چې له یوې میاشتې راهیسې په پښین کې هدفي حملې زیاتې شوې دي چې اکثر پکې پولیس او د لېویز ځواک سرتېري په نښه کېږي. د پښین انتظامي چارواکي وايي چې د ناامنیو او نورو جرمونو پرضد اقدامات کوي. ویډيويي رپورټ.

د قرغزستان په لېنېن غر کې یوې ۲۱ کلنې ښځې د سېلانیانو لپاره کمپ جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

ګلبوراک بېګماتاییوا وايي چې له وړوکوالي یې د سیلانیانو لپاره د کمپ جوړولو سره لېوالتیا وه. خو نوموړې دا هم وايي چې د قرغز ستان او تاجکستان پر پوله د سفري محدویتونو له وجې یې کاروبار ته زیان رسېدلی دی. انیسې اجمل په دې اړه دا راپور جوړ کړی دی:

ناصر رېشم وايي معذورۍ يې د هنر مخه نه ده نيولې

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی ناصر رېشم دی. نوموړي د يوشمېر غزلونو ترڅنګ په بېلا بېلو اندازونو ټپې هم ويلې دي. رېشم وايي په ماشوموالي کې ګوزڼ وهلی وو چې له وجې يې په ښۍ پښه معذوره شو خو زیاتوي چې پر هغې سربېره یې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. د ناصر رېشم خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

مالک بلوڅ وايي ریاست باید د بلوڅانو د مسلو هواري لپاره تګلاره بدله کړي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان پخوانی اعلاوزیر ډاکتر مالک بلوڅ وايي که بلوڅانو ته د سوله ییز احتجاج حق ورکړل شوای وای نو نه به د ریاست (دولت) نقصان کېده او نه د ولس. نوموړي د جولای پر ۳۱مه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د ورکو بلوڅانو د موندلو او د حقونو لپاره د بلوڅانو د روان احتجاج په اړه وویل چې ایین د پاکستان هر وګړي ته د سوله ییز احتجاج حق ورکوي. د بلوڅ په خبره، د ریاست چلند هغه ډول نه دی چې څنګه په کار وو او ښايي د اوازونو په غلي کولو د بلوڅانو مبارزې ته د پای ټکي ايښوول غواړي. ده وویل چې حکومت ته په کار... Читать дальше...

رسنۍ وايي د روسیې، امریکا او یوشمېر هېوادونو ترمینځ د زندانیانو لویه تبادله روانه ده

Mashaalradio.com 

بلومبرګ، سکای نیوز، سي اېن اېن او نورو غربي رسنیو د اګست پر لومړۍ نېټه وویل چې د روسیې، امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو ترمینځ د زندانیانو تبادلې پراخ عمل پیل شوی دی چې په اړه یې فکر کېږي چې تر سړې جګړې وروسته ښايي د بندیانو تر ټولو لویه تبادله وي.

د بلوڅانو یووالي کمېټي وايي د کراچۍ پولیسو یې ۸ غړي نیولي دي

Mashaalradio.com 

د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ ویلي دي چې پولیسو یې په کراچۍ کې اته غړي نیولي دي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ د خبریالانو په مرکز کې یې خبري غونډه کول غوښتل چې پولیسو یې له ودانۍ بهر د پینځو ښځو په ګډون اته غړي ونیول. پولیس وايي، د هغو کسانو مخونه پټ ول نو ځکه یې د امنیت په خاطر د شک پر اساس ونیول. پولیس زیاتوي، له هغوی پلټنې کوي او که بې ګناه وي نو خوشې به یې کړي. دا په... Читать дальше...



په تهران کې د اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ ادا شوی دی

Mashaalradio.com 

د ۶۲ کلن هنیه جنازې ته د ایران ګڼ لوړپوړي چارواکي او زرګونه خلک ورغلي ول او ټول مراسم پر دولتي ټېلېوېژن ژوندي خپاره شول. نوموړی په قطر کې مېشت وو او مړی یې په دوحه کې خاورو ته سپارل کېږي.

په پاکستان کې د پشکال بارانونو او سېلاب مرګژوبله اړولې ده

Mashaalradio.com 

د خیبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په یوشمېر برخو کې بارانونو او سېلابي اوبو یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هېواد وزیر اعظم د طبعي ناورینونو د انتظام ادارې ته امر کړی دی چې د سختو بارانونو او مځکې ښوېدو له کبله بندې شوې لارې خلاصې کړي. په کراچۍ کې د باران اوبه پر سرکونو ولاړې دي چې د خلکو ژوند یې ګران کړی دی. په دې اړه د رویټرز، اې پي او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ راپور جوړ کړی دی.


Музыкальные новости




Rss.plus









Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России