
د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د چهارشنبې ماسپښین د دوه نیمو بجو شاوخوا کې اور لګېدلی دی. د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د لګېدلي اور مخه ونیسي. په خپله د ګمرک مسوولانو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي چې دا اور څرنګه لګېدلی، علت یې څه دی او څومره زیان یې اړولی دی.
جنرال سید عاصم منیر د اګست پر ۱۳مه د اېبټ اباد د کاکول په پوځي اکاډمۍ کې د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت پوځیانو ته په وینا کې د کومې ډلې یا هېواد نوم وانخیست خو و یې ویل چې "برېښنايي ترهګر" د ریاستي ادارو او ولس ترمینځ "درز" پیدا کول غواړي
یو شمېر افغان معترضو مېرمنو د طالبانو د حکومت د درېیمې کلیزې پر مهال اعتراض وکړ. د طالبانو له وېرې دغه اعتراضونه په تړلو ځایونو یا له افغانستانه بهر ترسره شول. طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې بیا بیا مدني اعتراضونه او د ښځو لاریونونه ځپلي دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې ګڼو خلکو د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت د "سولې لاریون" کړی دی. د لاریون ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې "امن" یې "بنیادي حق" دی. دوی وویل چې دا فیصله یې کړې وه چې د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت به په لاسونو کې سپین بیرغونه نیسي او له ریاسته به په سیمه کې امن غواړي. د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي دي چې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د چارباغ لاریون په اړه ویډیويي رپورټ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د پاکستان پوځ لخوا د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فیض حميد د نيونې لاملونو او اغېز بحث شوی دی..
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي د اګست پر ۱۳مه نېټه په بیان کې اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې او اکتوبر میاشتو ترمینځ ۱۲.۴ مېلیونه افغانان له غذايي نامصوونیت یا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخېدای شي.
په خوست کې د روغو جوړو په لړ کې دا ځل په موساخېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمينځ ۵۰ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په مینځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه. دا دښمني د تره د زامنو ترمینځ د ځمکو او غرونو د وېش پر سر د لانجې له کبله پیل شوې وه. په خوست کې له یوې مودې راهیسې د جرګو له لارې د کلونو پخوانیو دښمنیو ختمولو سلسله روانه ده. ویډیويي رپورټ.
د چین په ګڼو لویو ښارونو کې بې ډرېوره ټیکسیانې عامې شوې دي چې سپرلۍ له یو ځایه بل ځای ته په چټکۍ او خوندي ډول رسوي. البته دې کار ټیکسي چلوونکي پرېشانه کړي دي او د خپلو دندو د راتلونکې په اړه اندېښمن دي. نوې ټیکسیانې د مصنوعي زیرکتیا او جدیدو ویډیو کیمرو په مرسته د موټرو په ګڼه ګوڼه کې هم خپل سفر په اسانۍ کولای شي. د هغو موټرو شهرت د دې سبب شوی چې د ټېکنالوژۍ شرکتونه له یو بل سره سیالي زیاته او د بهترو ګاډو جوړولو چارې چټکې کړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости