
په خوست کې په لومړي ځل د بایزید په نوم د لوړو زده کړو انسټیټیوټ د غاښونو د طب یا دندان سازۍ پوهنځی پرانیستی دی. ټاکل شوې چې محصلان په پوهنځي کې پینځه کلنې لوړې زده کړې ترلاسه کړي. د خوست اوسېدونکي دا یو ښه اقدام بولي خو زیاتوي چې نجونه هم باید د طبي او سټوماټولوژۍ یا د غاښونو طبي زده کړو اجازه ولري. ویډیویي رپورټ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی ذيشان جنت ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي په اته کلنۍ کې یې له خپل پلار سره پر سټېج سندرې ويل پيل کړي ول. ۲۴ کلن جنت ګل زياتوي چې په پېښور کې خپله اډيو سټوډيو لري او ترڅنګ يې د پښتو موسيقۍ د پرلیکه یا انلاین خپراوي کاروبار هم کوي. د نوموړي د هنري کارونو په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د هنګري پر وروستي اقدام نیوکه دا ده چې له دې سره په شېنګن سیمه کې امنیت خرابېدای شي او د روسیې د جاسوسۍ احتمال ډېرېدای شي ځکه چې کارډ لرونکي په نظري او عملي ډول کولای شي چې په اروپايي هېوادونو کې ازاد تګ راتګ وکړي.
په خوست ولایت کې لسګونه نجونه او هلکان د نیمه لوړو د روغتیايي زده کړو له یو شخصي انسټیټیوټه فارغ شول. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو محدودیتونه ولګول او بیا یې څه باندې یو کال وروسته نجونه پوهنتونونو ته هم له تګه منع کړې خو ښځې په یوشمېر طبي څانګو کې د زده کړو اجازه لري. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کاري موقعې کمې شوې دي او ډېریو ځوانانو او ښځو کسبي زده کړو ته مخه کړې ده. ویډيويي رپورټ.
پي ډي اېم اې ویلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په مري، راولپېنډۍ، اټک، منډي بهاوالدین، سیالکوټ، ګجرات، ګوجراوالا، لاهور، اوکاړه، قصور، ساهیوال، خوشاب، فیصل اباد، سرګودا، نورپور تل او په نورو ضلعو کې له سیلۍ سره د باران امکان دی.
امداد الله او میا اصغر شاه، چې په پښه معذوره دی، د خیبر پښتونخوا د چارسدې اوسېدونکي دي او له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په هدیره کې ونې، بوټي کښېنوي. امداد الله وايي، په لومړي ځل یې ۱،۲۰۰ بوټي کښېنولي ول چې ډېری یې د اوبو نه شتوالي له وجې وچ شول خو وروسته ورته یوې ناحکومتي ادارې هلته د اوبو پمپونه جوړ کړل. خو دوی ولې په هدیره کې ونې، بوټي نهالوي؟ ځواب یې د عظمت علي شاه په ویډیو کې.
د پېښور اوسېدونکي وايي چې ګرمۍ، برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ او د بجلۍ لوړو بېلونو زښت په تکلیف کړي دي. د اګست پر اوومه د ښار په مسکین اباد کې ښځو او سړیو د اوبو او برېښناي ادارې (واپډا) دفتر مخکې ته د لوډشیډنګ او لوړو بېلونو پرضد احتجاج وکړ. مظاهرچیانو مشال راډیو ت وویل چې بجلي نه وي خو بېلونه ورلېږدول کېږي او چې څوک یې ادا نه کړي نو پولیس یې نیسي. په دې اړه راپور د مظاهرچیانو په نعرو پیلېږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости