Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 02.08.2024

د کراچۍ پولیسو تر ۴۰ زیات بلوڅ لاریونوال نیولي دي

Mashaalradio.com 

پولیسو په کراچۍ کې د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ یوشمېر غړي او پلویان نیولي دي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د کمېټۍ غړو او پلویانو غوښتل چې د اګست پر دویمه په ګوادر کې د پرلت په ملاتړ له ارټس کونسله د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړي خو پولیسو یې مخه ونیوله. بلوڅ فعالان وايي چې پولیسو ورباندې تشدد کړی دی. خو د کراچۍ پولیس وايي تر ۴۰ زیات کسان یې ځکه نیولي دي چې د احتجاجي لاریون لپاره یې اجازه نه وه اخیستې او د سیند حکومت په سیمه کې د خلکو پر ورغونډېدو او جلسو بندیز لګولی دی. Читать дальше...

ګل مرجان وايي پر ګوندونو بندیز لګول جمهوریت زیانمنوي

Mashaalradio.com 

دا اونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د سياسي چارو پوه ګل مرجان مېلمه کړی دی. نوموړی د جنوبي وزیرستان دی او په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې یې لوړې زده کړې کړې دي. ګل مرجان د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړیکو په څانګه کې د استاد په توګه هم دنده تر سره کړې او په هغه ښار کې یې د انګلېسي ژبې د زده کړې یوه اداره هم پرانیستې ده. دی وايي چې په پاکستان کې د پخواني پوځي واکمن جنرال ايوب خان له وخت راهیسې تر اوسه پورې پر بېلابېلو ګوندونو بندیزونه لګېدلي، خو دې کار نتیجه نه ده ورکړې. دی وايي، پر تحریک انصاف هم... Читать дальше...

د ازادي راډیو د خوشې شوې خبریالې السو کورماشیوا خاوند: اوس ډېر احساساتي یوو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې له زندانه د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خوشې شوې خبریالې السو کورماشیوا خاوند پاویل بوتورین وايي چې دی او بچیان یې د السو د خوشې کېدو په تړاو د خبر تر اورېدو وروسته ډېر احساساتي شوي دي. کورماشیوا د روسیې او امریکا ترمنځ د یوې تاریخي تبادلې په پایله کې د روسیې له زندانه خوشې شول.

د خپلو بندي خپلوانو سره د کورنيو د بيا يوځای کېدو احساساتي شېبه؛ ولسمشر بايډن هم دوی ته هرکلی ووايه

Pa.azadiradio.com 

السو کورماشیوا، ایوان ګریشکویچ او پاول والين هغه درې امریکايي اتباع دي چې د سړې جګړې له کلونو وروسته د بندیانو د سترې تبادلې په پایله کې د روسیې له زندانه خوشې شول. دوی ته د واشنګټن په څنډه کې د اندریو په هوايي اډه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د هغوی د کورنیو د غړو له‌خوا تود هرکلی وشو.

احساسات او خوشالي: د زندانیانو تبادله کې خوشې شوي کسان له کورنیو سره یوځای شول

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د درې امریکايي وګړو – السو کورماشېوا، ایوان ګرېشکووېچ او پال وېلن – کورنیو د اګست پر لومړۍ نېټه هغوی ته په میریلینډ کې د هوايي ځواک پر اډه ښه راغلاست وویل. هغوی تر سړې جګړې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمینځ د زندانیانو په تر ټولو لویه تبادله کې خوشې شول. نور په انځورونو کې.

د اسماعیل هنیه وژنه د غزې جګړې د ختمولو لپاره څه معنا لرلای شي؟

Mashaalradio.com 

۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. د نوموړي د جنازې لمونځ د اګست پر لومړۍ نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امامت کې وشو.



د هيماليا د غرونو هغه خلک چې پکې ۸۴ کلن کس ۷ کلن وي

Mashaalradio.com 

د هند تر انتظام لاندې کشمیر د لداخ بروکپا نسل خلک د هند له خلکو ډېر توپیر او ځانګړی ژوند ژواک لري. دوی د ماشوم کلیزه په ۱۲م کال لمانځي. د دوی دې حساب ته په کتو ۸۴ کلن ګنګپيل وايي چې هغه ۷ کلن دی. بروکپا خلک د پاکستان په چترال کې مېشتو کېلاشیانو ته ورته دي او ډېر مراسم یې د هغوی په څېر دي. تفصیل د ایې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ کې .

اېکس (ټویټر) د امنيت که د بیان ازادۍ محدودولو لپاره بند شوی؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال له فرورۍ راهېسي پر اېکس، چې پخوا ټويټر نومېده، محدودیتونه لګولي دي. دا له هغې وروسته ده چې د عامو انتخاباتو وروسته په ټولينزو رسنيو په انتخاباتو کې په مبیینه درغليوو او پوځي پالیسيوو نيوکې زیاتې شوې. خو ځيني خلک د غیر واقعي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) په نوم د اپلیکېشنونو او سروېسونو په مرسته اوس هم اېکس کاروي. د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي. Читать дальше...


Музыкальные новости




Rss.plus









Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России