پاکستان کې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وشو
![پاکستان کې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وشو](https://gdb.rferl.org/CFC54BB0-DD61-4E05-8268-E985A63AF873_w800_h450.jpg)
د پاکستان سترې محکمې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ. دا کس د امریکایي خبریال دانیال پېرل د سر پرې کېدو په تور تورن و.
سترې محکمې نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) وروسته تر دې پریکړه وکړه چې درې قاضیانو تېره اوونۍ د قضیې تر څېړلو وروسته د سعید شیخ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
سعید شیخ د ترورېزم ضد محکمې د دانیال پېرل د اختطاف او د سر پرې کولو په تور په اعدام محکوم کړی و.
د پاکستان د محکمې د تېرې اوونۍ د پریکړې په اړه د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و چې دا د پاکستان په ګډون په هر بل ځای کې د ترورېزم د قربانیانو سپکاوی دی.
دانیال پیرل اته دیرش کلن و او د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال و چې د دوه زره دوهم کال په جنوري کې په کراچۍ کې هغه وخت برمته شو چې د اسلامي افراطي وسله والو په اړه یې څیړنې کولې، برمته شو او ووژل شو.