Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 22.02.2021

عوامي نیشنل ګوند د ورکو کسانو خوشې کولو لپاره مظاهرې کړي

Mashaalradio.com 

عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د ورکو کسانو د نه خوشي کېدو پرضد د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجې مظاهرې کړي. د فبرورۍ ۲۲مې مظاهرو ته د ګوند مخکښانو او مشرانو ویناګانې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې ټول ورک کسان پیدا او عدالتونو ته وړاندې کړي. د ورکو کسانو لپاره د پاکستان سرکاري کمېشن وايي، په هېواد کې څه د پاسه ۱،۵۰۰ کسان ورک دي. کمېشن وايي، سلګونه ورک کسان یې موندلي او کورونو ته استولي. هلته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر شبلي فراز د فبرورۍ پر ۱۷مه ویلي ول چې حکومت د خلکو د ورکولو پر ضد یوه قانوني مسوده جوړوي. Читать дальше...

د کانګرس یو مخکښ جمهوري‌پال: بایډن باید له افغانستانه ټول ځواکونه ونه‌باسي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس یو مخکښ جمهوري‌پال غړی مایکل مککاول وایي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره باید له افغانستانه ټول ځواکونه ونه‌باسي.  مککاول چې په استازو جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مخکښ غړی دی، پرون یکشنبه له امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون سره په خبرو کې د هغې ارزونې د موندنو ملاتړ وکړ چې د کانګرس له‌خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دې وروستیو کې ترسره کړې ده.  دغې ډلې چې مشري یې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال جوزف ډنفورد کوي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن... Читать дальше...

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کول د ایران په ګټه ده

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له ایرانه وغوښتل چې دا یې په ګټه ده څو د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کړي.   ماس نن په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بې‌وسلې کولو کنفرانس ته په وینا کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې دریځ ته په اشاره وویل چې دا اداره لېواله ده چې بېرته له دغه تړون سره یوځای شي. هغه زیاته کړه، مخکې له دې چې دغه تړون دومره ویجاړ شي چې د ترمیم وړ نه‌وي، دا د ایران په ګټه ده چې اوس خپل دریځ بدل کړي. ماس وویل، جرمني تمه کوي چې ایران د نړیوالې اټمي انرژۍ... Читать дальше...



د بشري حقونو شورا غونډې ته د اشرف غني وینا؛ وروستی تاوتریخوالی سیستماتیک یرغل دی

Pa.azadiradio.com 

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې په وړاندې سیستماتیک یرغل دی. نوموړي دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۶مه غونډه کې وکړې. جمهور رئیس غني په دې انلاین غونډه کې وویل، د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسي بشري حق سوله ده. هغه د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې وویل، هغه څه چې افغانان‌یې حقدار دي هغه په یو خپلواک، ډیموکرات او یو موټي هېواد کې د شخص د ژوند، ازادۍ او امنیت حق دی. Читать дальше...

بلوچستان او سیند له وچکالۍ سره مخامخ دي

Mashaalradio.com 

د موسمياتو محکمه کې د وچکالۍ څارلو ملي مرکز په سپارښتنليک کې ويلي چې د پروسږ کال  له اکتوبره د ۲۰۲۱ز کال تر جنورۍ میاشتې پورې د کمو بارانونو له کبله دوړاه صوبې د وچکالۍ ښکار دي.

د پاکستان سوپرلیګ؛ لاهور قلندرز او کوېټه ګلډیټرز لوبډلې سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سوپرلیګ په څلورمه لوبه کې نن ماښام ۶:۳۰ بجې لاهور قلندرز او کوېټه ګلډیټرز لوبډلې سره لوبېږي. په لاهور لوبډله کې راشد او کوېټه لوبډله کې بیا قیس احمد لوبېږي. د پاکستان د کرکټ شپږم پړاو سوپرلیګ د تېرې شنبې په ورځ پیل شو چې پرون ماسپښين‌یې په دوهمه لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې په څلورو وېکټو پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه. راشد خان د ښې توپ اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم ترسره کړه او لاهور قلندرز لوبډله‌یې بریالۍ کړه. پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې. Читать дальше...

له امریکا د چین تازه غوښتنه: پر سوداګرۍ بندیزونه لیرې کړئ

Pa.azadiradio.com 

چین نن د امریکا پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی چې له دې هېواد سره پر سوداګرۍ بندیزونه لیرې کړي او هغه څه ودروي چې بیجېنګ‌یې د تایوان، هانګ کانګ او شین جین په چارو کې د امریکا لاسوهنه بولي. د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په دې اړه داسې مهال څرګندونې کړي چې بیجېنګ د امریکا له نوې ادارې غواړي د چین په وړاندې له ګڼو هغو تدابیرو تېر شي چې د پخواني جمهو رئیس ډونالد ټرمپ پر مهال خپل شوي وو. ټرمپ په ۲۰۱۷ م کال کې له چین څخه په وارداتو ګمرګي تعرفې لوړې کړې او د چین د ټکنالوژۍ پر ځینو کمپنیو یې بندیزونه ولګول. Читать дальше...



د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر روسیې نوي بندیزونه تصویبوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به نن پر روسیې نوي بندیزونه تصویب کړي.  دغه بندیزونه پر روسیې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو او د هغه د پلونانو د ځپنې په تړاو لګول کېږي.  دغه وزیران به د بروکسل په غونډه کې مشخص اهداف په نښه کړي، پر یو شمېر روسانو او ادارو به د ویزې بندیز ولګوي او شتمني به‌یې کنګل کړي.  الکسي ناوالنۍ تورن شوی و چې جرمني ته د درملنې لپاره په تګ سره‌یې له مخکېني تعلیقي بند څخه سرغړونه کړې وه. نوموړی تېره میاشت له جرمني بېرته هېواد ته له ستنېدو سره سم ونیول شو. Читать дальше...

اشرف غني: د تاوتریخوالي وروستۍ څپه زموږ پر ټولنې مرګونې سیستماتیکه حمله ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، زموږ د خلکو، مدني فعالانو او مدني ټولنو، بزګرو او سوداګرو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه زموږ پر ټولنې مرګونې سیستماتیکه حمله ده.  اشرف غني دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۴۶ غونډې ته په وینا کې چې د جمهوري ریاست په وېب‌پاڼه کې خپره شوې، کړې دي.  ښاغلي غني ویلي، هدفي وژنې زموږ پر سړو او ښځو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بدلې شوې ټولنې استازیتوب کوي، یو مستقیم بربنډ ګوزار دی.  اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د کابل په ګډون په یو شمېر لویو... Читать дальше...

د پاکستان شمال لوېدیځ کې د یوې غیر دولتي مؤسسې څلور ښځینه کارکوونکې ووژل شوې

Pa.azadiradio.com 

مشکوکو وسله‌والو د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر یوه موټر چې د یوې غیر دولتي مؤسسې څلور ښځینه فعالانې په‌کې سپرې وې ډزې کړي، څلور واړه‌یې وژلي او د هغوی ډرېور یې ټپي کړی دی.  د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع‌الله ګند پور ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن دوشنبې د میر علي ښارګوتي په ایپي کلي کې رامنځته شوې ده.  د سیمې د پولیسو مشر شفیع‌الله خان هم دغه حمله تأیید کړې او ويلي چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او هڅې کوي چې هغه حمله کوونکي چې نږدې غرونو ته په تېښته بریالي شوي، پیدا کړي. Читать дальше...

یوناما په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور خپروي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور به سبا خپور کړي.  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د تېر۲۰۲۰ کال د راپور یو مهم هدف دا دی چې ښکېلو مسؤلو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي ترڅو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي اقدامات وکړي. دیبرا لاینز پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه‌سپموي. Читать дальше...

زريالی صمدي پېښور کې د سندرو نوی البم جوړوي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی زريالي صمدي مېلمه کړی وو. دی د نوميالي سندرغاړي بريالي صمدي کشر ورور دی او له هغه سره يوځای په کابل کې اوسي. صمدي وايي، د پېښور په بېلا بېلو سټوډيوګانو کې يې د نويو سندرو رېکارډول پيل کړي او په پښتونخوا کې به ورته ويډيوګانې هم جوړوي. د ده په خبره، د البم ډېری سندرې يې مستې دي خو پلان لري چې څه موده وروسته غزلونه هم ثبت کړي. د زريالي صمدي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

بدخشان کې د غره ښویېدو له امله د سرو زرو یوه کان ۴ کارګر ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکو د غره د ښویېدو له امله د سرو زرو د یوه کان د څلورو کارګرو مړینه تأیید کړې ده.  د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه پرون یکشنبې په کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته شوه.  د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله رحماني ازادي راډیو ته په دې پېښه کې د یوه بل کس د ټپي کېدو خبره کړې او ویلي يې دي چې د غره د ښویېدو پر مهال کارګر په دې کان کې په کارونو بوخت وو.

د امریکایي ځواکونو د وتلو د ضرب‌الاجل له احتمالي تمدید سره د طالبانو مخالفت

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ضرب‌الاجل له احتمالي تمدید سره کلک مخالفت څرګند کړ او ویې‌ویل چې دا ډله به هېڅکله هم تر مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له پاتېدو سره موافقه ونه‌کړي.  دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جرمني له ډي پي اې خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، کړې.  هغه ویلي که ناټو، امریکا او نور اړخونه غواړي چې دغه اوسنی بحران پای ته ورسوي، نو د حل یوازنۍ غوره لاره‌یې دا ده چې پر هغه تړون بشپړ عمل وکړي چې د دوی او د امریکا ترمنځ تېر کال لاسلیک شوی دی. Читать дальше...

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې څلور پولیس ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وایي د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې څلور پولیس وژل شوي دي.  د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د بادګیرک په نوم یوې امنیتي پوستې ته څېرمه په سړک کې د موټرسایکل په ذریعه چاودنه وشوه.  هغه وویل، ناپېژانده وسله‌والو چاودېدونکي مواد په موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي و. تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.  د یوه بل خبر له مخې د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وایي چې تېره شپه د یوه سړي سوځېدلی جسد او د یوه ۱۷ کلن ماشوم... Читать дальше...

امریکا کې په کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته رسېدلی. دا په داسې حال کې ده چې دغلته د دغې وبا پر ضد د واکسین چارې چټکې شوي او د مثبتو پېښو شمېر هم په کمې کچه دوام کړی دی. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر پرون ناوخته امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' د ټولو مړه شویو شمېر ۴۹۸،۸۸۰ ته رسېدلی دی. په نړیواله کچه پر دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر دوه نیم ملیونو ته رسېدلی او باور دا دی چې واقعي شمېر ممکن له دې هم ډېر لوړ وي. داسې ښکاري چې امریکا د کرونا وبا له درېیمې څپې... Читать дальше...

ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر نن سوچي ښار کې سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر الکساندر لوکاشینکا به نن د روسیې په سوچي ښار کې سره وګوري. کرملېن تېره اوونۍ ویلي و چې پوتین او لوکاشینکا به پر اقتصادي اړیکو، د انرژي پر مسئلو او امنیتي موضوعاتو بحث وکړي. دوی داسې مهال سره ګوري چې ټاکل شوې اروپایي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي. ګمان کېږي چې دا ټولنه به پر بلاروس هم خپل بندیزونه عملي کړي. پر بلاروس د معترضانو، مخالفانو او رسنیو د ځپلو په خاطر بندیزونه لګول کېږي. بلاروس د تېر کال له ټاکنو وروسته د پراخو اعتراضونو شاهد دی،... Читать дальше...


Музыкальные новости
OG Buda

Настоящая дружба: как Федук и OG Buda выглядели до популярности





Rss.plus
50

Активиста Булатова оштрафовали на 50 тысяч рублей за дискредитацию армии




Экс-мэру Ярославля Евгению Урлашову отказали в досрочном освобождении

Порядка 1 млн вызовов поступило в пожарную охрану по номеру «112» в Подмосковье

Ирландия, Испания и Норвегия решили признать Палестину государством. Что это означает

Победитель I этапа Кубка мира по шашкам провел сеанс игры в Подмосковье




د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بالاخره نن تصویب کړه.  د دې جرګې مشر میر رحمن رحماني وویل چې حکومت د مأمورینو او ښوونکو د تنخواوو د زیاتولو لپاره د دې جرګې مشروع غوښتنې د بودجې په اصلاح شوې مسوده کې په پام کې نیولې دي. تر دې مخکې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه دوه ځلې رد کړې وه. د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې ټولټال ۴۳۷ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي چې ۳۱۱ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه ده.

د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پوځ ادعا کوي چې د دغه هېواد په جنوب کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نه‌دی یاد کړی، خو ویلي دي چې دغه عملیات د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د دوی په وینا د طالبانو د ماین جوړولو پر کارخونې او زېرمې ترسره شوي دي.  خبرپاڼه کې وژل شوي پاکستاني اتباع (ماهر ماین جوړوونکي) بلل شوي دي او ویل شوي، د هوایي ګوزار پر مهال دغه کارخونه او زېرمه هم له‌منځه تللې ده. طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

هېواد: ګاونډي او د سيمې هېوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې شريک دي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ولسمشر غني وروستیو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي، طالبانو ته نور د امتیاز ورکولو موده ختمه شوې. وړاندې راغلي، طالبان اوس دوه لارې لري یا باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او سولې ته غاړه کېږدي او یا به خونړۍ جګړې ته ودانګي. د لیکوال په وینا، طالبانو تر دې وړاندې افغان مذاکره کوونکي پلاوي ته ویلي چې دوی به لومړی خپله ستونزه له امریکا سره هواره کړي او وروسته به د دولت مذاکره کوونکي پلاوي سره وګوري. د لیکوال په اند طالبان د ټرمپ له ماتې وروسته... Читать дальше...

دفاع وزارت: ننګرهار کې د طالبانو د هیروئینو یوه لویه فابریکه له‌منځه وړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د هیروئینو یوه لویه فابریکه له‌منځه وړل شوې او په لسګونو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.   د دې قول اردو د درېیمې لوا قوماندان جنرال محمد کریم نیازي د دغو عملیاتو په اړه په یوه غږیز پیغام کې چې دفاع وزارت تېره شپه له ازادي راډیو سره شریک کړی، وویل: "د مخدره موادو چې د دوی عایداتي سرچینې دي، یوه لویه کارخانه‌یې په عملیاتو کې د ښکېلو د افغانستان د اتلو ځواکونو له‌خوا کشف او مخدره مواد یې... Читать дальше...

د صرافانو ټولنې له اشرف غني سره له لیدنې وروسته کاري اعتصاب پای ته ورساوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت وایي، د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه.  د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دې ټولنې استازو له ولسمشر سره په کتنه کې دغه اعتصاب چې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې یې پیل کړی و، پای ته ورساوه.  ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "صرافانو له ولسمشر سره په ماښامنۍ ناسته کې خپل اعتصاب ختم کړ او حګومت به د یوې اوونۍ په دننه کې د صرافانو ستونزو ته رسیدګي کوي."  د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې دغه اعتصاب د افغانستان د مالیې... Читать дальше...

ایران کې د اقلیت ګنابادي صوفي طریقې یو زنداني فعال ساه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي وایي، د اقلیت ګنابادي صوفي طریقې یو فعال چې بندي و او څو ورځې مخکې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی و، ساه ورکړه.  چارواکو ویلي چې بهنام محجوبي د زیاتو درملو د خوړلو له امله مسموم شوی و.  نوموړی د دغې طریقې له نورو پیروانو سره یوځای په ۲۰۱۸ کال کې د مظاهرو په جریان کې نیول شوی او په جون میاشت کې په دوه کلن بند محکوم شوی و. د راپورونو له مخې نوموړی د فبرورۍ په ۱۶مه د ایوین له زندانه یوه سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوی و.  د هغه مېرمن صالح حسیني تېره اوونۍ وروسته له هغې چې له... Читать дальше...



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о компенсации части затрат на путевки в оздоровительные лагеря в рамках нацпроекта «Семья»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

OG Buda

Настоящая дружба: как Федук и OG Buda выглядели до популярности




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Авто

На западном объезде Южно-Сахалинска забивают сваи моста через реку Владимировка



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России