Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 10.02.2021

کوټې کې نرسان د خپلو معاشونو لپاره پر احتجاج

Mashaalradio.com 

د ځوان نرسانو اتحادیې د شورو په ورځ د کوټې له سرکاري هسپتاله یو احتجاجي لاریون راویوست او د ښار له بېلابېلو برخو تر تېرېدو وروسته چې د اعلا وزیر دفتر پر لور د تلو هڅه وکړه نو پولیسو راوګرځول خو لاریونوالو د ډیټپي کمیشنر دفتر مخې پرلت ووهلی. نرسان وايي چې له تېرو درېوو میاشتو یې تنخاګانې نه دي ورکړل شوې ځکه خو احتجاج ته اړ شوي دي. یوه نرسه هني عبدالرزاق وايي، دوی ته یې لومړی کنټرېکټ نه ورکاوه چې د کورونا وبا ولګېدله نو یې د شپږو میاشتو لپاره کنټرېکټ ورکړ خو له تېرو څه باندې درېوو میاشتو راهیسې... Читать дальше...

په خوست کې ۲۴۲ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

Pa.azadiradio.com 

د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ په خوست کې ۲۴۲ پرمختیايي پروژې چې ټول ورباندې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او کارونه يې بشپړ شوي، ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو د پرانېستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د کليو پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمان کریمي وویل، په یادو پروژو کې ۴۵ د ښوونځیو د ودانیو او ۱۹۷ نورې پرمختیايي پروژې شاملې دي. نوموړي زیاته کړه، په نږدې راتلونکې د داخلي بې ځایه شوېو او راستنېدونکو لپاره یو بل پروګرام پیلېږي چې ۳۰ زره کسانو ته به  په کې د لاس مزدوري برابره شي. Читать дальше...

افغان حکومت په ارګ کې د باختر ګنجینه نندارې ته وړاندې کړه

Pa.azadiradio.com 

د باختر د سرو زرو ګنجینه چې په جنوري میاشت کې یې په اړه د ولسي جرګې مشر او یو شمېر نورو وکیلانو اندېښنه څرګنده کړې وه او له افغانستانه یې یو بل با اعتباره هېواد ته د انتقال غوښتنه کړې وه، د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ په ارګ کې نندارې ته وړاندې شوه. د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي د نندارتون د پرانېستې پر مهال وويل چې د ولسي جرګې د غړو له وروستیو اندېښنو وروسته ارګ پریکړه وکړه چې د خلکو او د دوی د استازو د ډاډ تر لاسه کېدلو په هدف د باختر د سرو زرو ګنجینه نندارې ته وړاندې کړي. ښاغلي رحیمي... Читать дальше...



د داعي په یاد د هغه انځورونه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د انځور نقاشي د کاغذ پر مخ د اوبو او رنګ له ترکیب سره په ځانګړي رنګ جوړ شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې د ۲ رواني ناروغانو د مرګ سزا راګرځولې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې  په یوه ځانګړي حکم سره د هغو دوو رواني ناروغانو د مرګ سزا راګرځولې چې لسګونه کلونه یې د اعدامېدونکو کسانو په لیکه کې په بند کې تېر کړل.   دغې محکمې نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) حکم وکړ چې که یو محکوم بندي د رواني ناروغۍ له کبله ونه شي کولی د خپلې سزا دلیل او منطق درک کړي، نو د هغه د اعدام د حکم پلي کېدل د عدالت اهداف نه شي تامینولی.   د بشري حقونو فعالانو د دې اقدام هرکلی وکړ.   پاکستان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو برخه کې له هغه نړیوال کنوانسیون... Читать дальше...

سعودي: حوثیانو د یمن پولي ته نږدې 'ابها' هوایي ډګر ویشتی

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې د یمن په جګړو کې ښکېل دی وایي، شیعه حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په جنوب لویدیځ کې پر یوه  هوایې ډګر توغندی ویشتلی او په نتیجه کې یې یوې ملکي الوتکې اور اخېستی دی.   د سعودي دولتي رسنیو نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) د دغه ایتلاف په حواله ویلي چې دا اور بېرته کابو شو.    د ابها هوایي ډګر چې د یمن پولي ته نژدې پروت دی، په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.   پر وېب پاڼو د دغه هوایي ډګر مهال ویش ښیې چې په الوتنو کې یې ځنډ راغلی او یا هم پروازونه لغوه شوي دي.   ... Читать дальше...

ترکیه سپوږمۍ ته ستوربېړۍ استوي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه غواړي چې سپوږمۍ ته ستوربېړۍ واستوي.  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ وویل چې په پام کې لري تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې به د نړیوالو په مرسته سپوږمۍ ته ستوربیړۍ ولېږي او فضا ته به یو ترک وګړی په ماموریت لاړ شي.   رجب طیب اردوغان د خپل هېواد لپاره لس ستراتیژیک هدفونه ټاکلي چې یو یې دا دی چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د دې هېواد یو وګړی د علمي ماموریت لپاره فضا ته لېږل کېږي.  د ښاغلي اردغان دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د متحده عربي اماراتو یوه ستور بیړۍ پرون مریخ ته ورسېده. Читать дальше...

د پاکستان سېنېټ واک او انتخابات

Mashaalradio.com 

بلخوا د پاکستان سېنېټ يا مشرانو جرګه دمګړی ۱۰۴ غړي لري چې د پلازمينې اسلام اباد او پخوانۍ فاټا له استازو پرته يې نور ټول غړي د څلورو صوبايي اسمبليانو د منتخب غړيو لخوا انتخابيږي.



د پکتیا زرمت کې پر نجونو د زده کړو بندیز؛د نجونو ۱۲ښوونځي لاهم غیرفعال دي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له تېرو نېږدې ۷ کلونو راهیسې وسله والو طالبانو په ښوونځيو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی. د دې ولسوالۍ نجونې زده کوونکې وایي، زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او د افغان چارواکو تر څنګ له وسله وال طالبانو غواړي چې د زده کړو لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي. زرمت یوه لویه ولسوالۍ ده چې د پکتیا ولایت لویدیځ کې موقعیت لري او د پکتیا زیاته برخه وګړي همدلته اوسي. ۲۳ کلنه لیلا د دې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو نا امنیو او هلته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د پکتیا مرکز ګردېز ښار ته را کډه شوې. Читать дальше...

افغان چارواکي: غزني کې ۲۲ وسله وال مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو د جوړېدو یو مرکز او د ځانمرګو اوسېدځای یې ویجاړ کړی او ۲۲ وسله وال مخالفین یې وژلي دي.  د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) رسنیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د غزنې په ده یک ولسوالۍ کې  کمانډویي عملیات کړي دي.   ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "د وسله والو مخالفینو د برید ګرو پر پټن ځای عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د بهرني اتباعو په ګډون ۲۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي... Читать дальше...

برما کې مظاهرې؛ یانګون او ماندالې کې زرګونه نورکسان له مظاهرو سره یوځای شول

Pa.azadiradio.com 

د برما (میانمار) په یانګون او ماندالې ښارونو کې زرګونه نور کسان نن د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ له هغو مظاهره کوونکو سره یوځای شول چې د پوځ د کودتا په اعتراض راوتلي دي.   مظاهره چیانو تر یوې لانجمنې ورځې وروسته بیا هم د پوځ له خوا د جوړو شوېو خنډونو پر وړاندې مقاومت وکړ.  نن پنځمه ورځ ده چې د پلازمېنې په ګډون په څو ښارونو کې خلک خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.   یوه ورځ دمخه د پولیسو له خوا د مظاهره چیانو  د خورولو هڅو په ترڅ کې د خلکو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شو او لسګونه کسان نیول شوي هم دي. Читать дальше...

په ننګرهار کې لمریزه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Mashaalradio.com 

د ننګرهار چارواکي وايي چې دا لمریزه برېښنا به يو اعشاریه دوه ميګاواټه برېښنا به تولیدوي چې پينځو واټرپمپونو په ذریعه به شل زره جریبه ځمکه خړوبه کړي. د لمریزې برېښنا د دې پروژې د پرانیسته د فېبروي پر ۱۰مه وشوه.

د پاکستان په سياست کې د پوځ لاسوهنه څومره ده؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان په ۷۵ کلن تاريخ کې پوځ ۳۳ ځله نېغ په نېغه د کودتاوو له لارې حکومت کړی دی. دلته هيڅ ‌منتخب وزیراعظم خپله اييني دوره د بېلابېلو وجوهاتو له امله نه ده پوره کړې.

بې پوله خبریالان: اذربایجان دې خبریال اصلانوف ته مرستې برابرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بې پوله خبریالانو ټولنې پر اذربایجان غږ کړی چې ژر تر ژره هغه خبریال ته روغتیایي مرستې برابرې کړي چې له ۱۹ میاشتو راهیسې په بند کې دی او له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.   پولاد اصلانوف چې له وړاندې په نازک روغتیایې حالت کې وو ،د اته ورځو نه خوړو  نور هم کمزوری کړی چې د عادلانه محاکمې او په کور کې د نظر بند غوښتنې ته لا دوام ورکړي.  د بې پوله خبریالانو ټولنې د فبرورۍ پر نهمه په دې اړه اعلامیه ورکړه.   اعلامیه د نوموړي د مېرمنې له قوله زیاتوي چې اصلانوف د بډوډو... Читать дальше...

خيبرپښتونخوا د اسمبلۍ پخوانيو غړيو د پيسو اخيستو ويډیو او د پېسو سياست

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سياست کې له هغه وروسته تود بحث راپورته شوی چې د فرورۍ پر نهمه پر ټولنيزو رسنيو يوه داسې ويډيو خبره شوه چې پکې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ښکاري چې ورته نزدې پر مېز د پېسو بنډلونه پراته دي. دا ويل کېږي چې دا ويډیو د ۲۰۱۸م کال د سېنېت انتخاباتو له مخه جوړه شوې او دا دعوی کېږي چې دغو غړيو خپل ووټونه خرڅول. دا ويډيو په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې وار له مخه په راروان مارچ مياشت کې د سېنېت د کېدونکيوانتخاباتو په اړه د واکمن تحريک انصاف او اپوزيشن ترمنځ د سېنېت د ټاکنو پر طريقه کار سخت اختلافات... Читать дальше...

بامیان کې یو څارنوال د بډو په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

په بامیان ولایت کې یو څارنوال د رشوت اخېستلو په تور ونیول شو. د بامیان امنیه قوماندان زبر دست صافي نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه څارنوال د ۳۰ زره افغانیو رشوت اخېستلو پر مهال ونیول شو.   دی وایي، نیول شوی کس د یکه ولنګ د ابتدائیه څارنوالۍ امر و او د یوې دوسیې د ارزونې پر مهال یې له مدعي څخه د رشوت غوښتنه کړې ده.   د بامیان د څارنوالۍ یوې ډلې د پولیسو په همکارۍ په دې اړه پلټنې وکړې او یاد څارنوال یې له ۳۰ زره افغانیو سره ونیو.  ښاغلی صافی وایي، د نیول شوي څارنوال دوسیه... Читать дальше...

د کانکور ځینې مخکښ زده کوونکي: د لوړو زده کړو وزارت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

د ۱۳۹۹ لمریز کال کانکور ازموینې يو شمېر مخکښ محصلان د تحصیلي بورسونو د ورکړې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت په وعده خلافي او بې پروايي تورنوي. د کانکور دوهم نومره نعمت الله فرزاد د لوړو زده کړو پر وزارت نیوکه کوي چې له دوی سره يې په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی: "کله چې د کانکور پایلې اعلان شوې، وزیر صاحب له موږ سره ژمنه وکړه چې د کانکور شلو غوره بریالیو زده کونکو ته به بورسونه ورکوي، که څه هم د کانکور اول نومره ترکیې ته ولېږل شوه، خو زموږ په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی." د ۱۳۹۹ لمریز کال د کانکور څلورم نومره توریالی هم ورته انتقاد لري... Читать дальше...

کرونا د ۹۹ روغتیاپالانو ژوند اخیستی؛ اشرف غني: لومړی واکسین به دوی ته کېږي

Pa.azadiradio.com 

مسعود مېرزایي له تېر یو کال راپه دېخوا کوی‌‌‌‌‌‌ډ _۱۹ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي. ‎دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تراوسه د کوې‌‌‌‌‌‌‌ډ_۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی شوی د هرات ولايت د شهيد بسيم روغتون کې کار کوي وایي، له ګڼو ستونزو سره يې هم د ناروغانو د ژغورلو لپاره خپلې هڅې نه دي سپمولي. ‎د ده په خبره، کرونا ویروس تر ټولو زیات زیان روغتیایي کار کوونکو او کورنیو ته یې رسولی او د دوی زیات شمېر هم مسلکان له دې امله مړه شوي دي. ‎دی وايي: "په لومړیو کې ستونزې زیاتې وې، د ناروغانو لپاره... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Наташа Королева даст концерт в Пятигорске





Rss.plus
Спартак

"Спартак" обыграл "Рубин" со счетом 3:1




Московские инфоцентры для туристов приняли около 250 тыс человек с начала года

Компания “СиСорт” разработала фотосепаратор для сортировки кофе

Туск: Польша подозревает Россию в причастности к пожару в торговом центре

Синоптик Позднякова: Похолодание ожидается в Москве 23 и 24 мая




اسلام اباد احتجاج: سرکاري ملازمینو او پولیسو نښته کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان ځيني سرکاري ملازمين د خپلو تنخاګانو زياتولو غوښتنه کوي. دوی د فرورۍ په نهمه او لسمه د پارليمان مخې ته په ورغونډېدو وو چې پوليسو یې مخه ونيوله. تر دې مخکې له وفاقي وزيرانو سره د دوی تر مذاکراتو ناکامه کېدو وروسته، دوی د فرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د دهرنې اعلان کړی وو. کله چې مظاهرچيانو د پارليمان ودانۍ لور ته د تګ کولو کوښښ وکړ نو پرضد يې پوليسو کاروايي وکړه. پوليسو مظاهرچيان په کوتکونو وهل او پرضد يې اوښکې بهونکی ګيس وکاراوه. د دې په ځواب کې مظاهرچيانو پر پوليسو د کاڼو ګزارونه وکړل. Читать дальше...

اسلام اباد کې د احتجاجي سرکاري ملازمينو او پوليسو ترمنځ نښته شوې

Mashaalradio.com 

د فېبرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د سرکاري ملازمینو او د پولیسو ترمینځ هله نښته ولګېده کله چې احتجاجیانو د پارلېمان ودانۍ پر لور د مارچ کولو کوښښ وکړ. له وفاقي وزيرانو سره د خبرو ناکامېدو پس سرکاري نوکرانو د دهرنې او مظاهرې اعلان وکړ. نور په دې ویډیويي راپور کې.

د ۱۴۰۰کال د بودجې د ۳مې مسودې په اړه ولسي جرګه کې د وکیلانو ویشلي نظرونه

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې د چهارشنبې(د سلواغې ۲۲مه) ورځې غونډه د ۱۴۰۰م لمریز مالي کال د بودجې د درېیمې مسودې لپاره بحث ته ځانګړې شوې وه. یو شمېر وکیلانو د مالیې وزارت له‌خوا بودجه کې راغلي بدلونونه وستایل او غوښتنه یې وکړه چې نور باید په دې اړه پرېکړه وشي. د ولسي جرګې یوه غړي یار باز حمیدي زیاته کړه: "دا زموږ واک دی چې بودجې ته شین کارت ورکوو او که سور کارت، خو تالار ته باید بودجه راوړل شي." د ولسي جرګې بلې غړې فاطمه کوهستانۍ هم وايي: "نږدې درې سوه ولسي پروژې اضافه شوي دي. د دې ترڅنګ مو د ښوونکو او ټېټ رتبه... Читать дальше...

نړيوال فوټبال؛ 'مانچسټر یونایټېډ' لوبډلې دوهم مقام ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

د مانچسټر یونایټېډ فوټبال لوبدلې د وستهام لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دویم ټیم شو چې د انګلستان حذفي جام څلورم پړاو سیالیو ته يې لاره وموندله. د ورزشي خبرپ وېبپاڼو د راپورونو له مخې تېره شپه کوربه مانچسټر یونایټېډ فوټبال لوبدلې وستهام لوبډلې ته یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه. له دې وړاندې ګټونکې لوبډلې برنلي ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې وه او د انګلستان په څلورم پړاو حدفي جام سیالیو کې يې لومړی ځای خپل کړ.

هرات کې د موی تای سیالۍ؛ د افتخار ورزشي کلپ بریا خپله کړه

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د موی تای سیالۍ د افتخار ورزشي کلپ په بریا سره نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) پای ته ورسېدې. د دې ولایت د موی تای فدراسیون مشر سید رضا حسیني نن ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ چې 'سوله د هر ښاري' په نوم پیل شوې وي، د هرات له ۱۰ ورزشي کلپونو ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و، دوه ورځې یې دوام وکړ. د ښاغلي حسیني په خبره، دا سیالۍ د موی تای ورزش د پرمختګ جوړې شوې وې. نوموړی زیاتوي، د دې لوبو په پای کې افتخار ورزشي کلپ د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د میهن ورزشي کلپ د ۴ مډالونو... Читать дальше...

کابل کې د لوړ عمر لرونکو د وشو ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د لوړ عمر لرونکو د وشو ژمنۍ سیالۍ چې پرون سې شنبې (د سلواغې ۲۱مه) پیل شوې وې نن چهارشنبه پای ته ورسیدې. د افغانستان د وشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل په ګډون له لسو ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له دې ډلې ۴۴ غوره لوبغاړې وټاکل شول. د ښاغلي یورش په خبره، د دې لوبو موخه د وشو لوبې پراختیا او د غوره لوبغاړو ټاکل دي. نوموړی زیاتوي، دا ټاکل شوې ۴۴ لوبغاړي به د کب میاشتې په درېیمه یو بل پړاو لوبو کې ګډون کوي... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Мама Тимати ответила на провокационные вопросы о Валентине Ивановой и других девушках своего сына




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске


ATP

Теннисиста Медведева выбили из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

Estischool - Школа за британською програмою



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России