د کب ۹مه؛ یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه
په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي، دا ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. پکتیا په پکتیا کې د عامو خلکو له لوري سرتېرو ته د ګلانو په ورکړې، اتڼونو او د موټریز کاروان په ترسره کولو د سرتیري ورځ ونمانځل شوه. دوی چې د پکتیا د تندر قول او د ولایت مقام تر منځ په اوږد غځیدلي سړک روان و، پرمهال یې د سړک دواړو غاړو ته ولاړو عامو خلکو د امنیتي ځواکونو په موټرونو ګلان ور وشیندل او په چک چکو یې د دوی هرکلی وکړ. Читать дальше...