Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 18.02.2021

اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاجي ناسته روانه ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی. دې پرلتوالو د فبروۍ پر ۱۱مه خپل احتجاج پیل کړی او وايي، د وزیراعظم عمران خان تر ورتګه احتجاج نه ختموي. هلته وزیراعظم عمران خان حکومتي وزیرانو ته امر کړی چې د خلکو د ورکولو پر ضد دې ژر تر ژره قانوني مسوده تیاره کړي. د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شبلي فراز د فبرورۍ پر ۱۷مه د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د بشري حقونو چارو وزیرې شیرین مزارۍ په غونډه کې د ورکو کسانو پر مسلې خبرې وکړې. په اسلام... Читать дальше...

"د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې د پېښې په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي"

Pa.azadiradio.com 

د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدو نږدې اوونۍ په پوره کېدو ده، خو لا یې هم د څېړنې لپاره تللي پلاوي، خپل کار پای ده نه دی رسولی. ولسمشرغني د یوه حکم پر بنسټ، د عواېدو او ګمرکونو د مرستیال په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی د یک‌شنبې په ورځ سیمې ته واستاوه، څو دا پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي. خو تازه د دې پلاوي یو غړي او د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو مشر زلمي منګل ازادي راډیو ته پېښې سره د تړاو په تور د لس تنو د نیول کېدو خبره کړې ده. ښاغلی منګل زیاتوي، دې کسانو کې د ګمرک، نورم او سټنډرډ ادارې... Читать дальше...

"طالبان هڅه کوي پر کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار یرغلیز بریدونه وکړي"

Pa.azadiradio.com 

د پسرلي او دوبي په رانږدې کېدو او د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدو ته د افغانستان د ملي امنیت رئیس اندېښنه ښودلې. د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د پنجشنبې(د سلواغې ۳۰مه) په ورځ له یو شمېر خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان له لویدیځ څخه د پاکستان کوټې ته د یو شمېر طالب قوماندانو له سفر وروسته، هغوی ته امر شوی، څو په پسرلي او دوبي کې د خپلې جګړې ټول تمرکز د کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو ته واړوي. د ښاغلي سراج په خبره، د هېواد په ختیځ کې به د جګړې زور د ننګرهار په حصارک... Читать дальше...



سیګار: افغانستان لا هم مېرمنو ته د نړۍ یو له ستونزمنو هېوادونو څخه دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا (سیګار) مشر جان سوپکو د بروکېنګز په انسټیټیوټ کې یوې غونډې سره د افغان مېرمنو د راتلونکې په اړه خپلې موندنې شریکې کړې. هغه وايي، افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مېرمنو لپاره یو له ستونزمنو هېوادونو څخه دی. بروکېنګز د امریکا په واشنکټن ډی سي کې یو غیر انتفاعي انسټیټوټ دی. دا انسټیټیوټ د سیمې او نړۍ په کچه د ټولنې د ستونزو په اړه کله نا کله څېړنې کوي. سیګار دې راپور کې له ۶۵ مېرمنو سره په ۱۴ ولایتونو کې خبرې کړي او په ټولیز ډول دا نظر یې... Читать дальше...

پرایس: امریکا د افغانستان د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دفاع وزیران نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) په بروکسل کې د افغانستان پر پوځي ماموریت خبرې کوي. د دې غونډې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې روانې شخړې د منلو نه دي.  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي، څو دا هېواد په سوله او ثبات کې وي. ښاغلي پرایس زیاته کړه: "موږ دا منو، دا حقیقت دی چې شخړې د نه منلو تر بریده زیاتې دي. د شخړو اوسنۍ کچه په ټول افغانستان... Читать дальше...

د دایکنډي چارواکي: طالبانو ۸ ملکیان او یو پاڅون کوونکی وژلی

Pa.azadiradio.com 

د دایکنډي د والي دفتر په دغه ولایت کې د طالبانو د برید له امله د اتو ملکیانو او د ولسي پاڅون د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکوي.  د دایکنډي مرستیال والي محمد علي شهرستاني ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سهار د پاتوې په ولسوالۍ کې د برید پرمهال دا کسان وژلي دي.  د شهرستاني په وینا په دې برید کې دوه تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د ایران په 'سي سخت ښارګوټي' کې زلزلې ۴۰ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په جنوب لویدیځ کې د سي سخت په ښارګوټي کې د پنځه اعشاریه شپږ ریښتر په کچه د پرونۍ زلزلې له امله، د ایران د رسنیو په وینا لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.  د ایران دولتي ټلوېزیون په سیمه کې د یوه چارواکي په وینا خبر ورکړ چې په سي سخت او یاسوج ښارګوټیو کې خلکو له وېرې خپل کورونه پرې ایښې دي، په سیمه کې برېښنا او اوبه قطع شوي دي.  سي سخت د پلازمېنې تهران په پنځه سوه کیلومترۍ کې پروت دی چې نژدې شپږ زره استوګن لري.

د جرمني یو شمېر سیمو کې د جنايي ډلو پر ضد د پولیسو چاپې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په پلازمېنه برلین او شااوخوا سیمو کې پولیسو د یو شمېر جنایي ډلو پر ضد چاپې وهلي دي.  د برلین پولیسو په ټویتر کې لیکلي دي، د بېړنۍ څانګې او ځانګړیو ځواکونو په سلګونو تنو نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) سهار وختي په دې عملیاتو کې برخه واخېسته.  پولیس وایي، د عملیاتو علت د عربانو او چیچنیایانو ترمنځ د دوه زره شلم کال په نومبر کې ترسره شوې شخړې او هغه تحقیقات دي چې د وسله والو او مخدره موادو لپاره د برلین لوی څارنوالۍ او د مالیاتو دفتر ترسره کړي دي.  شپیګل مجله خبر ورکوي چې دوه تنه د یوې جنایي ډلې په تړاو نیول شوې دي چې په سلګونو غړي لري.



فوټبال؛ د پرتګال پورتو لوبډلې د ایټالیا یوونټوس ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د پرتګال پورتو فوټبال لوبډلې د اروپا ورزشي کلپونو جام سیالیو کې د ایټالیا یوونټوس لوبډلې ته ماتې ورکړه. د ورزشي سایټونو راپورونو کې راغلي، د پرتګال پورتو لوبډلې دوه د یو پر وړاندې د ایټالیا یوونټوس لوبډلې باندې برلاسې شوه. د پورتو لوبډلې په لومړۍ دقیقه کې لومړۍ او نیمه دقیقه وروسته دوهم ګول وکړ، خو د یوونټوس لوبډلې په ۸۰یمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. د دواړو لوبډلو د بېرته ستنېدو لوبې به د ایټالیا په تورین کې ترسره شي.

کابل کې د تکواندو ۱۱م پړاو سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو یا 'ITTAF' سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند محمد عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ نن پنجشنبه(د سلواغې ۳۰مه) «سوله د ټولو لپاره» په شعار  پیل شوې. د ښاغلي عارف په خبره، په دې سیالیو کې د کابل له څلورو ورزشو ټولنو ۲۰۰ ښځینه او نارینه ورزش کارانو ، په ۵ ډوله سني کټګوریو کې ګډون کړی وو. د نوموړي په خبره، دا سیالۍ د کابل ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکلو په موخه، د بدني روزنې ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې وشوې.

افغان کرکټ بورډ داسې توپ اچوونکی موندلی چې د توپ سرعت یې ۱۴۰ ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په افغان لوبغاړو کې یې داسې توپ اچوونکی یا باولر موندلی چې د توپ اچوونې سرعت یې ۱۴۰ ته رسېږي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د چټک توپ اچوونکو د موندلو په دوو پړاونو کې یې ۷ داسې توپ اچوونکي موندلي چې د توپ اچوونې سرعت یې له ۱۳۵ پورته ان تر ۱۴۰ پورې رسېږي. دغه باولران ۴ يې د اوسني پړاو او ۳ يې د مخکنۍ پروسې څخه غوره شوي چې د کرکټ بورډ له قوله، د لا روزنې په موخه يې هندوستان ته لېږي.

خوست کې د کرکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

نن د پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په ورځ د خوست د کرکټ په ملي لوبغالي کې د ۸ ولایتونو د کرکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ  پیل شوې. یادو سیالیو کې چې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې ګډون لري، د ۸ نورو ولایتونو لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي. د دې سیالیو لومړۍ لوبه د خوست او کندز ولایتونو د لوبډلو تر منځ  ترسره شوه چې د دې ټولو لوبو په پای کې به ۴ نوې لوبډلې د کرکټ اوله درجه لوبډلو قطار ته پورته شي. خوست ته تر اوسه د کندز، بغلان او هلمند ولایتونو لوبډلې رسیدلي او تمه ده چې پاتې لوبډلې به هم په یوه یا دوه ورځو کې دې ولایت ته ورسېږي. Читать дальше...

پاکستان به د اېف ای ټي اېف له خړه لېسټه ووځي؟

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې مو د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اي ټي اېف) خړ لسټ کې د پاکستان د پاتې کېدو برخليک موضوع څيړلي دي. د اېف اي ټي اېف غونډه د فېبرورۍ پر ۲۲مه په پيرس کې کېږي. پاکستان هيله ښودلي چې په ۲۷ نکاتو کې يې ۲۱ عملي کړي دي. په غونډه کې به پرېکړه کېږي چې پاکستان له خړه ليسټه وباسي او که نه. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

کورنیو چارو وزیر: لویو لارو کې د پولیسو د اخاذیو په اړه شکایتونه خپله څيړم

Pa.azadiradio.com 

له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د لویو شرکتونو بار وړونکو موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی وايي،لویو لارو کې پولیس او نور غیر مسول وسله‌وال ترې په غیرې قانوني ډول پېسې اخلي، خو د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي دې ډول شکایتونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی. ښاغلي اندرابي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، له دې وروسته په لویو لارو کې د پولیسو د اخاذیو په اړه ټول شکایتونه په خپله څېړي او د پولیسو د اصلاحاتو لړۍ به په لویو لارو کې بشپړوي. مسعود اندرابي دوه شمېرې هم اعلان کړي چې شکایت کوونکي پرې خپله ستونزه تر هغه رسولای شي‌. Читать дальше...

چاودنې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وواژه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وژل شوی او یو بل کس ټپي دی. یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته د استاد مبشر مسلیمار وژل کېدل تایید کړي، دغه امنیتي سرچینه وايي، لا هم څیړنې رواني دي چې د دوهم کس هویت وپېژندل شي. په کابل ښار د پنجشنبې په سهار دوه چاودنې وشي، د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامزر رسنیو ته په استول شوي پیغام کې  وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رینجر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نه دی رسیدلی. Читать дальше...

د ګُرجستان صدراعظم ګیورګي ګاخاریا استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ګُرجستان صدراعظم ګیورګي ګاخاریا نن پنجشنبه(د سلواغې ۳۰مه) استعفا وکړه.  دا استعفا وروسته تر دې وړاندې شوه چې د دې هېواد د اپوزسیون تر ټولو مهم مشر ونیول شو.  د تبلیسي محکمې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د تحریک او ملي وحدت د ګوند د مشر نیکا میلیا له توقیف سره موافقه وکړه.  دا پریکړه د دې لامل شوه چې د مخالف ګوند ټول غړي د پارلمان غونډه تحریم کړي او پایله یې دا شوه چې نن صدراعظم خپله استعفا وړاندې کړي.

امریکا، جرمني، فرانسه او بریتانیا به د ایران پر اټمي تړون وغږېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو، جرمني، فرانسې او بریتانیا جګپوړي ډیپلوماتان به نن پنجشنبه د ایران د دوه زره پنځلسم کال پر اټمي تړون بحث وکړي.  دا تړون چې د دغو څلورو لویدیځو ځواکمنو هېوادونو، همدا راز د چین او روسیې له لوري لاسلیک شو له ایرانه یې وغوښتل چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي، په بدل کې به یې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.  سره له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم کال د مې په میاشت کې له دې تړونه بهر شو، پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول او ویې ویل چې د تړون شرایط  داسې نه دي چې ایران به د اټمي وسلو له جوړېدو راګرځوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

«Ты мне не понравилась!»: Мария Погребняк вспомнила знакомство с Ольгой Бузовой в студии «Шоу Воли» на ТНТ





Rss.plus
Иран

Замгубернатора Томской области по экономике Потемкин высказался о гибели президента Ирана




В Академическом районе построят жилой дом по программе реновации

Глава МИД Финляндия Валтонен: мы прорабатываем детали по обновлению границ

ВТБ: большинство россиян потратят на детские лагеря летом до 20 тысяч рублей

Загрутдинов: в эскалаторном тоннеле вестибюля станции БКЛ «Рижская» ставят кольца




غني: شخړه د حل لار نه ده، خو سیاسي حل لاره هر اړخېزه هوکړه غواړي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو د فشار راوستو لپاره په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه اړتیا احساسېږي. ښاغلي غني د پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په ورځ کې ارګ د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانس د ژمنو د څارنې او پلي کولو ورکشاپ کې چې کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د سازمانونو استازو ګډون کړی وویل، تاوتریخوالی حل لاره نه ده. ولسمشر غني زیاته کړه: "په هغه اندازه چې تاوتریخوالی زیات شوی، په هماغه اندازه د جمهوریت حقانیت هم ثابت شوی او د احترام وړ ګرځېدلی. تاوتریخوالی سیاسي حل لاره... Читать дальше...

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د تاوتریخوالي روانه کچه د منلو نه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د شخړو اوسنی کچه د منلو نه ده. نېډ پراېس وویل، هېواد یې د افغانستان قضیه کې له خپلو متحدانو سره له نژدې همغږي کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند چې د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې، دې برخه کې د ناټو د دفاع وزیرانو نننۍ انلاین غونډه یاده کړه چې د ده په وینا د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن په کې د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د دفاع... Читать дальше...

جو بایډن او بنيامين نتانیاهو د ايران د اټمي پروګرام پر تهديد بحث وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامن نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي پروګرام د تهدید او 'کووېډ-۱۹' په اړه بحث کړی دی. د اسرائیل د صدراعظم بنیامن نتانیاهو دفتر د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه اعلامیه کې دا خبره تأیید کړه. نتانیاهو د امریکا له هغو اخري متحدانو وو چې جو بایډن ورته ټيلیفون وکړ، جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه. . ویل کېدل ټرمپ د اسرائیل په ګټه اجنډا پر مخ وړي او ګڼ عرب هېوادونه، په اروپا او نورو ځایو کې یې د امریکا متحدان په غصه کړي وو. Читать дальше...

کابل ښار کې دوو چاودنو یو تن وواژه

Pa.azadiradio.com 

د پنجشنبې په سهار په کابل کې دوه چاودنو تر دا مهاله یو کس وژلی. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار ۱۰مې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رنجر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نه‌دی رسېدلی. ښاغلی فرامرز وايي، دوهمه چاودنه د کابل پوهنتون او علي‌اباد روغتون اړوند سړک کې په یوې شخصي کرولا موټر شوې چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی. نوموړی وايي، دواړه چاودنې چسپکي ماینونه و. لا تر اوسه د دې چاودنو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Мама Тимати рассказала, как относится к нынешней девушке рэпера




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Цена билетов на суперфинал Кубка России составит от 500 до 15 тыс. рублей


ATP

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Желдорреммаш

На Улан-Удэнском ЛВРЗ прошел конкурс «Лучший по профессии 2024»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России