ګردېز کې د پکتیا د ناامنو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
د پکتیا د نا امنو او لېرې پرتو سیمو زده کوونکو ته چې هلته د ښوونیز بهیر کیفیت ښه نه دی، دوی ته په مرکز ګردېز کې د استوګنې او زده کړو زمینه برابره شوه. د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کېږي چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی. بل لوري ته د پکتیا د لېرې سیمو زده کوونکي په مرکز ګردېز کې د لیلیې جوړېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې دې ځای کې به ممتاز او مستحق زده کوونکي جذب شي. د انور په نوم د زرمت ولسوالۍ... Читать дальше...