"د کونړ پر شلتن پاکستان د توپونو ۵۰ ګولۍ ویشتلي او خلک یې کورونو کې راګېر کړي"
په کونړ کې چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د توپونو ۵۰ ګولۍ ویشتلي دي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "د تېرې شپې له یوې نېمې بجې راهیسې د ماښام پنځو بجو پورې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د توپونو ۵۰ ګولۍ راویشتلي چې چاته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی، اوس هم یو یو ډز کوي."
والي وايي، د یادو تازه بریدونو په اړه يې مرکزي حکومت ته راپور ورکړی دی.
د شلتن اوسیدونکي هم وايي، له تېرې شپې يې بیا پر سيمه د پاکستاني نظامیانو له خوا د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوي دي چې له امله یې خلک په کورونو کې راګېر دي.
که څه هم تراوسه د پاکستان پوځ د تازه توپچي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې د افغان حکومت او ولس دغه ډول ادعاوې رد کړي دي او تل يې ویلي چې د دوی پوځ د کونړ پر خاوره بریدونه نه دي کړي.
د خلکو په خبره چې د ۲۰۱۰ زيږدېز کال څخه تر اوسه ډيورنډ کرښې سره په نږدې پرتو ولسوالیو، د پاکستان پوځ د توپونو او نورو وسلو بریدونه کوي چې له امله يې په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي او همدا راز په سلګونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي.
دوی له افغان حکومت او نړیوالو په دې اړه ګیله کوي چې دې دومره اوږده موده کې هېڅ چا پر پاکستان داسې کوم فشار را نه وړ چې ورسره د دوی پر خاوره د توپونو بریدونه بند او دوی په خپلو سیمو کې ارام ژوند وکړي.