کندهار کې نامعلومو وسله والو یو ملا امام وژلی
![کندهار کې نامعلومو وسله والو یو ملا امام وژلی](https://gdb.rferl.org/2365C97C-957A-48A5-90EE-EFD26B273CFD_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
په کندهار کې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) یو ملا امام وژلی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې پر مولوي عبدالباقي نن تر غرمې دمخه وسله والو موټر سایکل سپرو حمله کړې ده.
ښاغلی بارکزی زیاتوي: "نن سهار لس بجې د کندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ملا عبدالباقي د ناپیژاندو وسله والو له خوا ویشتل شوی دی. د دې پېښه علت او انګېزه تراوسه معلومه نه ده."
مولوي عبدالباقي کندهار ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال د دیني عالمانو په استازیتوب خبرې کړې وې.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.