بلېنکن: امریکا شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو ملاتړ کوي
![بلېنکن: امریکا شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو ملاتړ کوي](https://gdb.rferl.org/5bdc147e-c181-44d0-a9b5-41244b56c867_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، جګپوړي چینایي ډیپلوماټ یانګ جیچي ته یې وویل چې متحد ایالاتونه په شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو ملاتړ کوي.
ښاغلي بلېنکن د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د اویغور مسلمانانو، تبتیانو او په هانګ کانګ کې د ډیموکراسي پلوه د حقونو لپاره پر پیکنګ فشار راوست.
وروسته تردې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه رسماً چارې پیل کړې دا د امریکا او چین د جګپوړیو چارواکو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني خبرې دي چې پرون وشوې.