امریکايي بوکسر لیون سپینکس مړ شو
امریکايي بوکسر لیون سپینکس چې محمد علي کلې تهیې ماته ورکړې وه، د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان په ناروغۍ مړ شو.
سپینکس چې له اوږدې مودې راهیسې په سرطان اخته و، پرون په داسې حال کې ساه ورکړه چې مېرمن، د کورنۍ غړي او څو ملګري یې حاضر وو.
سپینکس چې د سوک لوبې یا بوکس په لوړ وزن کې یې د ۱۹۷۶ د مونتریال په المپیک کې د امریکا لپاره د سرو زرو مډال ګټلی و، په ۱۹۷۸ کال کې یې د نړۍ نامتو اتل محمد علي کلې ته ماته ورکړه.
محمد علي کلې اووه میاشتې وروسته له ده غچ واخیست.