Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

کورنيو چارو وزارت: د میدان وردګ د امنیه قومندان دنده ځنډول شوې

0

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د میدان وردګ د امنیه قومندان دنده يې ځنډولې ده. 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د روانې لمریزې دلوې میاشتې پر لسمه د جمعې په ورځ د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د کورنیو چارو وزارت پر همدې بنسټ د میدان وردګ د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده،تر څو د قانون په رڼا کې د عدالت په نظر کې نیولو سره موضوع وڅېړل شي."

د کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي، چې د دغه پېښې د ټپیانو درملنه د کابل د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون په وړیا ډول کېږي. 

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې په لاریون کوونکو د چا له خوا ډزې شوي دي.

یاد وزارت په دې اعلامیه کې دغه شان ټینګار کړی دی، د بهسودو ولسوالۍ دوهمه او لومړۍ برخې به بېرته فعالې شي.

د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې ‎امنیتي ځواکونو د بهسودو په لومړۍ برخه کې نظامي تاسیسات جوړول، خو د علي پور اړوند غیر مسوول ووسله ‌والو پرې ډزې وکړې او ملکیانو ته یې هم مرګ‌ ژوبله واړوله خو د سیمې د اوسېدونکو تر اعتراض وروسته یې وویل چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.

سیمې ته د استول شوي دولتي پلاوي یو شمېر غړي وايي، هلته دوی داسې شواهد ونه موندل چې په ډاګه کړي لاریون کوونکي وسله وال وو.

د دغه پلاوي غړي علي احمد رشید ازادي راډيو ته وویل، چې د سیمې له امنیتي مسئولینو او دغه شان له ولسي وګړو سره يې خبرې وکړې، سیمه يې ولیدله او د سترګو لیدلی حال يې له حکومت سره شریک کړ.

دی هم تاييدوي، چې په پېښه کې ټول وژل شوي او ټپیان شوي ولسي وګړي دي.

هغه زياتوي: "موږ د پېښې ولسي اړخ وڅېړلو چې خلک په لاریون راوتلي وو، د بهسودو ولسوالۍ د لومړۍ برخې امنیې قومندانۍ مخته او وروسته لاریون په تاوتریخوالي بدل شوی وو، ډزې په کې شوي او له امله يې یولس ولسي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي، دغه لاریون کوونکو وسلې نه درلودې، دوی خالي سلاح وو، که څه هم ادعا شوې وه چې دوی وسلې درلودې خو زموږ موندونو وښوده چې له دوی سره وسلې نه وې."

نوموړی دا هم وايي، چې سیمه ییزو امنیتي مسولینو حقیقت موندونکي پلاوي ته د لاریون کوونکو نږدې ۲۴۰ ټلیفونونه چې دوی سره پاتې شوي وو وسپارل خو هیڅ ډول وسله چې ثابته کړي له لاریون کوونکو سره يې تړاو درلود دوی ته د شواهدو په توګه ونه ښودل شوه.

نوموړ وايي د سیمې اوسېدونکي اوس غواړي، چې حکومت ترې بخښنه وغواړي، ولسوالي يې بېرته فعاله شي او د جلریز میدان د لویې لارې امنیت تامین شي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د میدان وردګ امنیه قومندان سره هم خبرې وکړو خو ونه توانېدو، کورنیو چارو وزارت هم وویل چې د دوی په خپره شوې اعلامیه باید بسنه وشي.

د حقیقت موندونکي دولتي پلاوي غړی علي احمد رشید مني، چې په سیمه کې د قومندان علي پور غیر مسئول وسله وال شته خو وايي د لاریون پر مهال يې موجودیت نه درلود.

نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسي وګړو ولې لاریون کړی وو وویل چې د میدان وردګ امنیه قومندان د بهسودو ولسوالي ته د نویو امنیتي مسولینو د معرفي کېدو په هدف تللی وو خو هلته يې د ایسارېدو سره سیمه ییزو خلکو مخالفت وکړ.

نوموړی وایي، دا مخالفت د دې لپاره وو چې د سیمې خلکو فکر کاوه ښايي امنیتي ځواکونه قومندان علي پور ونیسي نو ځکه يې په اعتراض پيل وکړ.

هغه زیاته کړه: "کله چې د بهسود اول او بهسود دوهم امنیه قومندانان معرفي شول، وروسته د یوې یا دوه اونیو لپاره د قومندان الله ادا فدايي په مشرۍ امنیتي ځواکونه په سیمه کې پاتې شوي وو، خلک اندېښمن شوي او فکر يې کړی امنیتي ځواکونه ښايي د علي پور د نیولو نیت لري نو ځکه راغلي او دوی ته يې ویلي چې ولې خپلو دندو ته نه ځي، بلاخره همدا موضوع په تاوتریخوالي بدله شوې چې مرګ ژوبله په کې رامنځته شوې."

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم مخکې ویلي وو چې لاریون کوونکي د علي پور کسان دي.

افغان حکومت قومندان علي پور، د غیر مسئولو وسله ‌والو په درلودو، پر امنیتي ځواکونو د برید او پر باج اخیستنې تورنوي، خو پلویان یې بیا هغه د خلکو د ساتنې او حقونو د ګټلو مبارز بولي.

‎د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو عبدالغني علي‌پور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، په ۲۰۱۸ کال کې ونیوه، خو د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په منځګړتوب د یوه تضمین له اخیستو وروسته، هغه مهال خوشې شو





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем





Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Вольфганг Амадей Моцарт

«12 Шедевров Моцарта» от Amadeus Concerts




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Большой шлем

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России