هرات کې د موی تای سیالۍ؛ د افتخار ورزشي کلپ بریا خپله کړه
![هرات کې د موی تای سیالۍ؛ د افتخار ورزشي کلپ بریا خپله کړه](https://gdb.rferl.org/E27DACCB-039A-47DA-A68A-3E8AEB947C7C_w800_h450.jpg)
په هرات ولایت کې د موی تای سیالۍ د افتخار ورزشي کلپ په بریا سره نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) پای ته ورسېدې.
د دې ولایت د موی تای فدراسیون مشر سید رضا حسیني نن ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ چې 'سوله د هر ښاري' په نوم پیل شوې وي، د هرات له ۱۰ ورزشي کلپونو ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و، دوه ورځې یې دوام وکړ.
د ښاغلي حسیني په خبره، دا سیالۍ د موی تای ورزش د پرمختګ جوړې شوې وې.
نوموړی زیاتوي، د دې لوبو په پای کې افتخار ورزشي کلپ د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د میهن ورزشي کلپ د ۴ مډالونو په ترلاسه کولو سره دوهم او د فدایانو ورزشي کلپ د ۳ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.