افغان چارواکي: غزني کې ۲۲ وسله وال مخالفین وژل شوي
افغان چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو د جوړېدو یو مرکز او د ځانمرګو اوسېدځای یې ویجاړ کړی او ۲۲ وسله وال مخالفین یې وژلي دي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) رسنیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د غزنې په ده یک ولسوالۍ کې کمانډویي عملیات کړي دي.
ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "د وسله والو مخالفینو د برید ګرو پر پټن ځای عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د بهرني اتباعو په ګډون ۲۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه چې یو یې قوماندان دی او د ځانمرګو برید کوونکو ماهرین دي، هغوی نیول شوي دي."
تر دې وړاندې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي و چې په وژل شوېو وسله والو کې ۶ عرب ،۲ پاکستاني او ۲ تاجکستاني وګړي شامل دي.
خو وسله وال طالبان بیا د دولت دغه خبره ردوي.
ذبیح الله جاهد ازادي راډیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، په دغه برید کې یوازې ۳ تنه طالبان وژل شوي دي، خو هېڅ بهرنی وګړی په کې نه شته.