بې پوله خبریالان: اذربایجان دې خبریال اصلانوف ته مرستې برابرې کړي
د بې پوله خبریالانو ټولنې پر اذربایجان غږ کړی چې ژر تر ژره هغه خبریال ته روغتیایي مرستې برابرې کړي چې له ۱۹ میاشتو راهیسې په بند کې دی او له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.
پولاد اصلانوف چې له وړاندې په نازک روغتیایې حالت کې وو ،د اته ورځو نه خوړو نور هم کمزوری کړی چې د عادلانه محاکمې او په کور کې د نظر بند غوښتنې ته لا دوام ورکړي.
د بې پوله خبریالانو ټولنې د فبرورۍ پر نهمه په دې اړه اعلامیه ورکړه.
اعلامیه د نوموړي د مېرمنې له قوله زیاتوي چې اصلانوف د بډوډو د درد په ګډون له نورو روغتیایې ستونزو کړیږي، خو درملنه یې نه کېږي.
اصلانوف د ۲۰۱۹ میلادي کال په جون میلاشت کې هغه مهال ونیول شو چې په اذربایجان کې یې د اخاذې په اړه یو راپور چمتو کاوه او ویل کېږي د دې هېواد د امنیتي څانګې د غړو د ښکېلتیا ادعا په کې شوې وه.
د ۲۰۲۰ میلادي کال په نوومبر کې د بې پوله خبریالانو د ټولنې په خبره جعلي تور ورباندې ولګېد او ادعا کیدله چې دغه خبریال ایران ته معلومات ورکول، خو اصلانوف دا تورونه رد کړل.