په خوست کې ۲۴۲ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
![په خوست کې ۲۴۲ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې](https://gdb.rferl.org/d12f1761-3c6b-471c-98aa-e440be0a0eac_cx21_cy15_cw50_w800_h450.jpg)
د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ په خوست کې ۲۴۲ پرمختیايي پروژې چې ټول ورباندې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او کارونه يې بشپړ شوي، ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د پرانېستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د کليو پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمان کریمي وویل، په یادو پروژو کې ۴۵ د ښوونځیو د ودانیو او ۱۹۷ نورې پرمختیايي پروژې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، په نږدې راتلونکې د داخلي بې ځایه شوېو او راستنېدونکو لپاره یو بل پروګرام پیلېږي چې ۳۰ زره کسانو ته به په کې د لاس مزدوري برابره شي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه: "نن ۲۴۲ پروژې تکمیل دي او پردې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، ۲۴۴ زره کاري ورځې خلکو ته ایجاد شوې، د دې تر څنګ ۲۵۶ وړې او منځنۍ پروژې نن په خوست کې تر کار لاندې دي چې ۹۲۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کېږي. "
خوست ته په ورغلي پلاوي، کې د پوهنې سرپرست وزیره رنګینه حمیدي او په ولسي جرګه کې د دې ولایت یو شمېر استازي هم شامل دي.
خوستیو ویناوالو د افغان حکومت د کابینې دواړو سرپرست وزیرانو ته په دې ولایت کې یو شمېر مهمې اړتیاوې په ګوته کړې او له دوی يې وغوښتل چې په خپله برخه کې ورسره همکاري وکړي.
خوست والي مهمند کټوازي په ځانګړي ډول د ښوونکو د کمښت او یو شمېر ولسوالیو کې د لږو رغنیزو پروژو یادونه وکړه.
ښاغلي کټوازي زیاته کړه: "خوست ډېر زیات مشکلات لري، د ښوونکو کمښت، د ښوونځیو کمښت، د ښوونځیو د ودانیو کمبود، په خپله د پوهنې د برخې د کارمندان کمښت به د معارف مسوولین شریک کړي، همدارنګه د کليو پراختیا وزیر ته زیات احتیاج لرو، په ولسوالیو کې له ځاځي میدان نیولې، تر موساخېلو او تڼیو ډېرې ستونزې دي چې دا د دوی د پروګرامونو سره تړلي دي. "
د پوهنې وزیرې رنګینه حمیدي غونډې ته په خبرو کې د خوست د مشرانو له خوا د ښوونکو د کمښت د ستونزې په ځواب کې وویل چې دا مسئله به ولسمشر سره شریکه کړي او په دې برخه کې شته نیمګړتیا ته به حل لاره ومومي.
نوموړې زیاته کړه: "راشئ بچیانو ته زمینه برابره کړو، دا مور وعده او ژمنه درسره کوي چې د معلمانو د کمبودی ضرورت وي، راويې ښيئ، هر څومره چې تشکیل ضرورت وو، زه شخصاً رئیس صیب جمهور سره دا وخت اخلم چې خوست ته له خیره په کافي اندازه معلمانو د تقرر امر راکړي. "
ټاکل شوې راغلی پلاوی به د پنجشنبې په ورځ د خوست د نمونوي لېسې د نوي کمپلېکس په ګډون یو شمېر بشپړې شوې پروژې پرانیزي.