د ملي امنیت ریاست کابل کې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې
![د ملي امنیت ریاست کابل کې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې](https://gdb.rferl.org/9a579a0e-d8e3-40c8-b1c2-d373acc96cbb_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اته نفري ډلې د مریم په نوم یوه درې کلنه ماشومه تښتولې وه چې د عملیاتو په پایله کې یاده ماشومه هم راخوشې شوه.
په اعلامیه کې راغلي دي چې تښتونکو د مریم د خوشې کېدو په بدل کې د هغې له کورنۍ ۴۰ زره ډالره غوښتل .
په خبر خبرپاڼه کې راغلي دي چې د انسان تښتونکو د نیولو دغه عملیات تېره شپه د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې په اړوند سیمه کې ترسره شول.