د فراه چارواکي: د عملیاتو پایله کې ۵ طالبان وژل شوي
د فراه ولایت چارواکي وایي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دا خبره د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډيو ته وکړه.
ښاغلي محب وویل، دغو وسله والو غوښتل د فراه مرکز اړوند د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو باندې بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو له خوا هدف وګرځول شول.
د فراه چارواکي وايي، هوايي ځواکونو هم د افغان عسکرو د ملاتړ لپاره په دې عملیاتو کې برخه اخېستې وه.
د فراه امنیه قوماندانۍ وايي، د څلورو طالبانو مړي لا هم په سیمه کې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.