په خوست کې د پولیسو او خلکو تر منځ د ځمکې پر سر لانجه!
په خوست کې یو شمېر خلک وايي چې امنیه قوماندانۍ د ښاروالۍ له خوا په هغه ځمکه کې چې ۷ کاله مخکې دوی ته د کورونو د جوړولو لپاره ویشل شوې، د تاسیساتو جوړول پیل کړي دي.
دوی زیاتوي، ولایتي ادارې د امنیه قوماندانۍ د تاسیساتو لپاره د اداري کمپلېکس نږدې سل جریبه ځمکه بېله کړې، پولیس د هغې سیمې پر ځای، دوی ته په ویشل شوې ځمکه کې تاسیسات جوړوي.
بل لوري ته د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د قانوني اسنادو او قوالې له مخې ځمکه د دوی ده او په دې ځای کې د امنیه قوماندانۍ لپاره د تاسیساتو جوړول له کابله په قرارداد ورکړل شوي دي.
دوی له خلکو وغوښتل چې د عامه پروژو مخه دې نه نیسي او دې خلکو ته دې ولایت مقام او ښاروالۍ د کورونو لپاره بل کوم مناسب ځای وویشي.
نن د چهارشنبې(د سلواغې ۲۹مه) په ورځ د خوست ښار د سولې په پارک کې یو شمېر خلک راټول شوي وو او غوښتنه يې درلوده چې امنیه قوماندانۍ دې د بارګینونو په سیمه کې دوی ته په ویشل شوې ځمکه کې د تاسیساتو د جوړولو کار ودروي.
دوی د امنیه قوماندانۍ دا کار ظالمانه وباله او ګواښ يې وکړ چې دوی به يې د سوله ییزو حرکتونو له لارې مخه ونیسي.
د دې اعتراض کوونکو له منځه حاجي منډایر منګل ازادي راډیو ته وویل، هېڅ ادارې ته به اجازه ورنه کړي چې دوی ته په ویشل شوې ځمکه تاسیسات جوړ کړي.
ښاغلي منګل زیاته کړه: "امنیه قوماندانۍ اوس هلته کارونه روان کړی او وايي چې موږ دلته خپل تاسیسات جوړوو، په ۹۲ لمریز کال کې موږ ته دا پروژه منظوره شوې ده، تفصیلي پلان يې راغلی دی، موږ ولسونه امنیه قوماندانۍ ته دا اجازه نه ورکوو چې د رهایشي کورونو منځ کې دوی تاسیسات جوړ کړي، دوی ته ډېره پخوا د اداري کمپلیکس شاته سل جریبه ځمکه منظوره شوې ده، موږ کوم غیر قانوني عمل نه کوو چې په زور يې ونیسو، موږ اسناد لرو او د دې اسنادو له مخې هېچاته اجازه نه ورکوو چې ورشي او د ولس په ځمکه کې دوی غصب وکړي. "
په خوست کې د ځمکو ویش او د حکومتي ځمکو اوږد مهاله قراردادونه یو جنجالي موضوع ده چې په وروستیو دوه لسیزو کې ورباندې په کراتو ستونزې جوړې شوې دي.
د دې اعتراضیه ناستې یو بل ګډونوال الحاج عبدالله خان صبري په خپلو خبرو کې له حکومته وغوښتل، چې په رهایشي او سوداګریزو ساحو کې د تاسیساتو جوړول، خلکو ته په ضرر تمامیږي.
نوموړي زیاته کړه، ښه دا ده چې پوځي ادارې ځانته یو امنیتي کمپلیکس جوړ کړي، له هغې پرته دې د اداري کمپلیکس نږدې ساحه چې د پولیسو تاسیساتو ته ځانګړې شوې هلته دې ولاړ شي.
بل لوري ته د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمدداود ځاځی وايي چې دوی د بارګینونو په ساحه کې ۴۳ جریبه ځمکه لري چې د ښار جوړونې او ښاروالۍ قانوني اسناد او قواله امنیه قوماندانۍ سره موجوده ده.
دده په وینا د دې ځمکې اسناد د ټولو ادارو په موافقې سره لوړو مقاماتو ته لېږل شوې او د کورنیو چارو وزارت اړوند ټول جایدادونه د یاد وزارت د تعمیراتو په ریاست کې ثبت او راجسټر دي.
خوست امنیه قوماندان وویل، دا ځمکه له ټولو قانوني پړاونو وروسته ریاست جمهوري څخه منظوره شوی، قرارداد يې شوی او پیسې يې انتقال شوي دي.
ښاغلي ځاځي زیاته کړه: "دوی ته که چا د کورنیو چارو وزارت ځمکه توزیع کړي وي، هغوی ته دې ورشي او پوښتنه دې وکړي، دوی مستحق دي ماته راغلي وو چې موږ يې اوېزونه په لاس لرو، موږ يې پیسې تحویل کړي دي، امنیه قوماندانۍ هم یوه ټولګټې پروژه ده، د دې مخالفت مه کوئ، تاسو زموږ ممانعت نه شی کولی ځکه اسناد مو قانوني دي او د رئیس جمهور په حکم راغلي دي. "
خوست امنیه قوماندان زیاته کړه، دوی ته د خمکو د ویش مسئله د یو ولایت په سطحه ده، خو دلته د امنیه قوماندانۍ لپاره تاسیسات د مملکت په سطحه خبره ده، دا ځمکه په شخصي ډول کورنیو چارو وزارت پورې اړوند ده، نو دا حکومتي ځمکه ده او حکومتي ځای په کې جوړیږي.
خوست ښار ساحه چې لږه ساحه لري، په دې ځای کې په وروستیو درې لسیزو کې د ځمکو او جایدونو په سر نه یوازې د خلکو تر منځ بلکې د خلکو او حکومتي ادارو تر منځ هم حقوقي دعوې موجودې دي.
خوستیو فعالانو او خلکو له حکومتي ادارو تل په جدیت غوښتي چې دولتي ځمکې د عامه تاسیساتو د پروژو د پلي کیدو لپاره وساتي، شخصي خلکو او په اوږدمهالو قراردادونو دې نه ورکوي.